د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستانیکزي څوک دي؟

عبدالرحمان حبیب زوی 10.01.2010 12:30

د توکمپوهنې د اصولو له مخې چې:( توکم-کام-تپه-پښه-کهول-کورنۍ) ستانیکزي په دې توګه پیژندل کیږي:
ستانیکزي:
لرغوني آریایان-پښتانه-احمدزي-سلیمانخیل-ایزب-برهان-غلزي دي.(۱) ستانیکزي په آر کې د لوګر او ننګرهار اوسیدونکي دي او تر دې مهاله همدغو سیمو کې میشت ځایونه لري،خو برسیره پر نوموړو ځایونو د وخت په تیریدو او د نفوسو د زیاتوالي له امله د هیواد شمال،مرکز او آن سویل ختیځو سیمو ته کډه شوي او هلته میشته شوي دي.د ستانیکزیو میشتځایونه په لاندې ډول دي.
۱-په لوګر کې:
احمدزی کلا
مغل خیل
شاهی کلا
تاج خان کلا
کوتب خیل
غزني خیل
آبده خیل
کندهاری پول
شامزار
آبازک
بني شروګان
۲-کابل کې :
موسهي
د چهار اسیاب الیاس خیل
نمونیاز
پغمان
سروبي
جګدلک
تیزین
۳- په ننګرهار کې:
سرخرود او ځینې نورې سیمې
۴-میدان ورک کې:
نرخ
۵-په کندوز کې:
امام صاحب
خان آباد
۶-بغلان کې :
بلادوري
پلخمري
نهرین
۷-مزار کې:
ایبک
۸-په هرات کې:
ریزشک
۹-هلمند په ځینو سیمو کې
۱۰-په لغمان کې هم استوګنې لري.

سرچینه:
۱-بانډه وال،دسر څیړونکي مرستیال حسن ګل،پښتنې قبیلې او خیلونه،ختیځ بیارغاونه،(کور) ۲۳۳مخ.