ورک
02.01.2013 15:36د اوښـــکــو ټــال نـــه چـــې ګـــریـــوان ورک شــــوی
لــــېـــونـــۍ ســـتـــرګـــو نــــه جــــانــــان ورک شــــوی
چــــې ســــتـــا تــــاوان کـــې خــپلــــه ګـــټــــه ګـــــوري
لـــدوی نــــه ګــــټـــو کــــــې ایــــمـــــان ورک شــــوی
وریـــځــو کــې ډوب دي ســتـوري نــه ښــکاري هم
د زمــــــکـــي ســــر نــــه چــــې اســـمـــان ورک شوی
پــــــه وچـــــــــو کـاڼــــو کــــې زرغـــــون نــــدي اوس
د هــــغـــــه چــــا نــــه چـــــې ارمــــــــان ورک شـــــــوی
دا چــــــې عـــــــــزت او تــــه درنـــــــښـــــت ورکــــوۍ
هـــغــه ســـړي نـــه بــیــا خــپـــل ځـــان ورک شــــوی
نــسـیــمه ســـتــوریــه پــــام کــــړه ور نــــه شــــي تــــه
هـــلـــــتـــه د مـــیـــــــنـــې چــــې بــــاران ورک شـــوی