د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په المان کې د الحاج وکیل عبدالجلیل ملنګ فاتحه

نسيم ستوری 23.12.2009 20:19

په جرمنی کی د الحاج وکیل عبدالجلیل ملنګ د فاتحې خبرتيا
د لوی او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان دولسی جرګی د دیارلسمی دوری وکیل ، قومی او ولسی مشر او د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری او څارنوال محمد نعیم خان مشر ورور، حاجی عبدالجلیل ملنګ چی په وکیل ملنګ ئی شهرت درلود د خپلی ورپیښی ناروغئ له کبله د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر دمیاشتی په ۲۲ مه نیټه د سهار په یوولسو بجو لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی. انا لله و اناالیه راجعون
دارواښاد حاجی وکیل عبدالجلیل ملنګ جنازه د کونړ وﻻيت د خاص کونړ په ولسوالئ کی په خپله پلرنئ هدیره کی خاورو ته وسپارل شوه.
د ارواښاد کورنۍ او خپلوان پدی وسیله ټـولـو دوستـانـو ته خـبـر ورکوی ،چی په جرمنی کی د خـدای بخښلی حاجی وکیل عبدالجلیل ملنګ فـاتــحـه د ۲۰۰۹ عيسوي کال د ډسمبر دمیاشتی په اوه ویشتمه ( ۲۷ مه )نېټه د يکشنبې (اتوار) په ورځ د ماسپښين له يوې بجې څخه تر دريو بجو پورې په لاندینئ پته اخیستل کیږی.

د فاتحی ځای:

Event Palast
Max Planck Strasse 9a
50354 Hürth bei Köln
www.eventpalast.com