د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خلايي نړيجال آزموينه کاميابه شوه

خاطرمانېروال 11.11.2012 00:36

د نړيوال  تشيال تمځي يو خلانورد  (ستوريونی)   د نړيجال په وسيله  څمکه باندې يو روبوټ اوچلولو او دغسې د خلا نه په ځمکه باندې د انټرنيټ ازموينه کاميابه شوه. ساينسپوهان د ډېر وخت نه په دې لټه کې وو چې څنګه د تشيال نه د نړيجال په وسيله ځمکې سره اړيکې اونيسي.
د ځمکې او تشيال ترمنځه  انترنيتي اړيکې د رسنيز بهير  (communicative process)  د شلېدو او پروسه شوې دېتا(data) د وروکېدو ستونزې سره مخامخ وې. په نورو مانو کې چې کله به د ځمکې او خلا ترمينځه انترنيتي اړيکه اوشلېده نو ورسره به پروسه شوې دېتا هم  روړه  ( ضائع ) شوه او هر څه به بيا له سره پيل شول. تاسو ته دې مالومه وي چې د ځمکې او تشيال ترمينځه  رسنيزې اړيکې هوارې نه وي او د ځنډ او خنډ سره مخامخ وي.  د دې  ستونزې   کابو کولو دپاره  ساينسپوهانو يو  چلښوړی (device) اورغولو چې ( خنډ زغمونی جالکاری) يا disruption tolerant net working ورته وايي. د دې چلښوړي  يا چلوټي دا دنده ده چې کله د ځمکې او تشيال ترمينځه د انترنيت رسنيز بهير اوشلېږي نو دا چلوټی پروسه شوې دېتا خوندي ساتي او  بيا د سره دېتا ورکولو ته اړتيا نه وي.
د اروپايي تشيالې ادارې او د امريکا ناسا په شريکه سره په تېر اکتوبر کې دا ازموينه اوکړه. د نړيوال تمځي  کمانډر سنيتا وليمز د خلايي سټېشن نه  په خپل لاسي سولګر (کمپيوټر) جرمني کې په ځمکه باندې روبوټ اوچلولو او دغسې دا تجربه برېمنه شوه.
خلايي او ځمکيز انترنيت ورته  سستمونه دي خو په تشيال کې د ځمکې په نسبت ځنډ خنډ زيات وي او  دا د لمريزو توپانو په وجه  او يا هاغه وخت وي چې کله رسنيزه سياره  (satellite) د ځمکې يا کومې بلې سيارې شا ته پټه  شي.
د امريکا ناسا اداره د استازګرۍ دپاره مريخ ته د  رسنو ټکي په ټکي سستم کاروي ځکه چې په کيوراستي روبوټ ګاډي کې د ډي -ټي -اين  چلښوړی نشته خو د بيا دپاره دا ممکنه شوه چې د ځمکې نه تشيال سره  پرله پسې او نه ماتېدونکې اړيکې ټينګې کړی شي.

اخځ! بي بي سي اردو سروس