د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زبرژونکې په وسیله د رنخورو ېږمو بيا رغونه

خاطرمانېروال 02.11.2012 18:00

د زبر ژونکې په وسيله د رنځورې زېږمې بيا رغونه
په شادوګانو د څېړنو او ازمېښتونو کولو نه پسته ساينسپوهانو دا مالومه کړې ده چې د يو نابالغ نارينه د کينسر په وجه ناکاره شوي زېږمې Sperm بيا رغېدی شي او اولاد زېږولی شي. ځنې ماشومان د چنګاښ رنځ له کبله د درملنې په وخت د تپکارۍ له لارې د رنځوړه (کينسرزده) ژونکو Cells سره سره روغې هم د لاسه ورکوي او بيا نشي کولی چې بچي اوزېږوي. که داسې رنځ سره بالغ نارينه مخامخ شي نو درملګر کولی شي چې د هغه تومنه خوندي کي او د رنځ رغېدو نه پسته يې د هغه بدن ته ښکته کړي خو د ماشومانو په تومنه کې زېږمه يا زږړ ژوی Sperm نه وي او د تپکارۍ يا تپدرملنې په وخت که يو ځل اووژلې شي نو بيا رغونه يې شونې نه وي.
دا مالومه خبره ده چې تپدرملنه Radio therapy په انساني بدن کې انجيرونه tumor او چنګاښي غوټې وژني خو د درملنې په وخت دغه درمليزې وړانګې د رنځورو ژونکو سره هاغه روغې هم وژني کومې چې زېږمه پېدا کوي او د بچو راوړو سبب ګرځي.
ستېم سېل مجله کې د خپرې شوې څېړنې له مخه د کينسر درملنې نه مخکې د زېږمې جوړولو واله زبر ژونکه Stem cell واغستلی شو او بيا دغه زبرژونکه د يو شادوګي بدن ته ښکته کړی شوه. وروستو مالومه شوه چې کله دغه زبرژونکه د ښځينه اګو سره په بهير کې واچولې شوې نو تېغ يې ووهلو. ساينسپوهان دا ستره بريا بولي او واي چې دا به د نورو ډېرو برياو سبب اوګرځي.
د پټسبرګ پوهنتون دورملو څانګې ډاکټر کايل اروګ واي چې دا څېړنه مونږ ته دا ښاي چې د ځناورو نه سربيره داسې د انسان دپاره هم کيدونې ده خو د داسې څه کولو نه مخکې د ځنې پوښتنو ځوابونه اړين دي. لکه دا خوندي کړې شوې زبرژونکې د رنځور بدن ته سملاسي ښکته کول پکار دي، د بشپړه روغتيا نه وروستو او که نه هاغه وخت چې کله د بچو زېږولو نيت اوتړي.
دا هم خورا اړينه ده چې د کوم چا بدن کې دا زبرژونکې خوندي کول وي نو د هغه بدن دې د رنځوړه ( کينسرالوده) ژونکو نه بيخي پاک وي او که داسې نه وي نو دغه زبر ژونکې بېرته د کينسر رنځ راوړی شي او د رنځ نه اوس اوس رغېدلی بنده بيا په رنځ اخته کولی شي.
د فرانسيه تپژوپوهنې ټولنې Institute Radiobiology څېړنوال پير فوشيت واي چې دا خورا ستره لاس ته راوړنه ده او د هاغو خلکو دپاره د هيلو او خوښيو زېری دی د چا زېږمې چې وړوکوالي کې د رنځ په وجه ناکاره شوې وي خو بيا هم ځنې ټولنيزو پوښتنو ته ځوابونو ورکول اړين دي خو د دې نه مخکې يو ټولنيزه وراسه (بحث) هم پکار ده.


ژباره خاطر مانېروال
اخځ !
بي بي سي اردو سروس