د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارواښاد میرزاعلم حمیدي د پښتو د معاصر ادب هوډمن، تکړه لیکوال، ادیب، ژباړونکې او شاعر

انجنیرعبدالقادرمسعود 25.09.2012 15:15

زموږ په هیواد کې د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې د ادبي، فرهنګي او سیاسي حالاتو، د ټولنیز او انساني ژوند مختلفو پیښو او حوادثو زموږ پښتانه له پښتو ادب او هنر له رنګینې نړۍ څخه لرې ساتلې وو، خوبیا هم زموږ لیکوالو او شاعرانو د خپل استعداد او ریاضت په هڅو د ویاړنې، سرښندنې، میړانې او تل پاتې اتلولې تر څنګ دا ثابته کړې ده، چې دوی د افغانانو د حقوقو په دفاع کې ټینګه او نه پخلا کیدونکې مبارزه کړې ده او په دې لاره کې یې هر ډول ستونزې، کړاوونه، ستړې ستومانې زغملي دي او دخپل قلم، علم او لوړوخیالونو او فکرونو په وسیله یې د ادب او هنر ډیوې روښانه او ځلانده ساتلې دي. که چیرې د پښتو ادب اوهنر غوړیدلي او رنګین تاریخ ته په ځیر سره وکتل شي زموږ د لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو فعاله ونډه په کې ډیره ځلنده، نه هیریدونکې، نه ورکیدونکې او تل پاتې ښکاري. دوی د خپلو نه ستړي کیدونکو او نه ورکیدونکو هلوځلو په پایله کښې ارزښتمن، ګټوراو علمي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي آثارزموږ د جګړه ځپلي هیواد معاصرو او راتلونکو نسلونو ته د یوې علمي، ملي، ادبي او فرهنګي پانګې او شتمنې په توګه په میراث پریښې دي.همدا وجه ده چې د دوی په هلوځلو او کارنامو زموږ معاصراو د هیواد راتلونکي نسلونه به د تل لپاره پرې ویاړي. یو له دغو نومیالیواو نوښتګرو لیکوالو او شاعرانو له ډلې څخه ارواښاد میرزا علم حمیدي و.دی د پښتو ژبې پیژندل شوې، پر هیواد او هیوادوالو مین لیکوال، غښتلې ژباړونکې ، با احساسه ادیب او تکړه شاعرو.
ارواښاد میرزا علم حمیدي د عبدالحمید زوی و. دی پر(۱۳۲۰) لمریز کال د زمري میاشتې پرشلمه نیټه د خوست ولایت د اسماعیل خیلو قوم د (ډډوالو) په کلي کې زیږیدلی دی. ده خپلې لومړۍ زده کړې پر (۱۳۳۳ل) کال د اسماعیل خیلو او مندوزیوپه ښوونځي کې سرته رسولې دي، خو د لوړو زده کړو لپاره کورنۍ ستونزو ورسره یاري نه ده کړې.
ده د کار پر مهال د هغه وخت د عصري ډبل انټري سیستم د عمومي محاسبې او ادارې اتلس میاشتنې کورس په لشکرګاه کې لوستلی دی او همدارنګه یې دوه ځلې په محاسبوي سیستم کې د نویو بدلونونو د زده کړې درې میاشتنې کورسونه هم پای ته رسولي دي.
رسمي، علمي او ټولنیزې چارې او دندې:
- پر(۱۳۳۵- ۱۳۴۲ ل) کال د هلمند په افغاني ساختماني دستګاه کې ((محاسب))
- پر (۱۳۴۲- ۱۳۵۲ ل) کال د خیبر رستورانټ (( د محاسبې مدیر))
- پر (۱۳۵۲- ۱۳۵۳ ل) کال د فواید عامې وزارت په ایټالوي (سوتی) کمپنۍ کې (د حسابي او اداري چارو آمر)
- پر (۱۳۵۴ – ۱۳۵۷ ل) کال د ایټالوي شخصي شرکت (دکلیمد شرکت) د (( د محاسبې مدیر))
- پر (۱۳۵۷ل) کال د ثور میاشتی تر (۱۳۵۷ل) کال د قوس تر میاشتی پورې د هوټلونو تصدۍ لوی سروال (( لوی ریس))
- پر (۱۳۵۷- ۱۳۵۹ل) کال په سوداګرۍ وزارت کې د کرهڼې صنایعو د پراختیا مرکز (( د حسابي او اداري چارو آمر))
- پر (۱۳۶۰- ۱۳۶۲ل) کال په سوداګرۍ وزارت کې د لاسي صنایعو د پراختیا او صادراتو مرکز سروال ((ریس))
- پر (۱۳۶۲- ۱۳۶۸ ل) کال په سوداګرۍ وزارت کې د افغان نیچي په نوم د افغانستان- جاپان تجارتي شرکت سروال ((ریس))
- پر (۱۳۶۸ل) کال د جدي میاشتې تر (۱۳۶۸ل) کال د حوت میاشتې پورې په سوداګرۍ وزارت کې د کورنۍ سوداګرۍ سروال ((ریس))
- پر (۱۳۶۹- ۱۳۷۱ل) کال په سوداګرۍ وزارت کې د اقتصادي او ټولنیزو پر مختګونو د نندارتون سروال ((ریس))
حمیدي صاحب د تجارتي چارو د ودې، پرمختګ او پراختیا لپاره د هیواد نه بهر بیلا بیلو هیوادونو ته رسمي سفرونه کړي دي لکه : هندوستان، پاکستان، روسیه، آزربایجان، منګولیا، بلغاریا، چکوسلواکیا، هنګري، انګلستان، فرانسه، ختیځ او لویدیځ آلمان. او اوه ځلې یې جاپان ته سفر کړې دی.
چاپ شوي او ژباړل شوي آثاریې په لاندې ډول دي:
- د سړي لار پر (۱۳۵۷) لمریز کال.
- ژوبڼ پر (۱۳۶۸ل) کال.
- د ټوکو خورجین پر (۱۳۷۰ل) کال.
- وری څنګه لیوه شو پر (۱۳۷۴ل) کال.
- بختوره پیشو پر (۱۳۷۴ل) کال.
- دوه مخي کسان پر (۱۳۷۵ل) کال.
- ژورې خبرې پر (۱۳۷۵ل) کال.
- د بریالیتوب لار پر (۱۳۷۸ل) کال.
- د زړې ادې کیسې پر (۱۳۸۰ل) کال.
- د کاڼو زړونه پر (۱۳۸۰ل) کال.
- د ملانصرالدین کچکول پر (۱۳۸۱ل) کال.
- چلباز پر (۱۳۸۲ل) کال.
- بد مرغه ټاپو پر (۱۳۸۲ل) کال.
- د بري راز پر (۱۳۸۳ل) کال.
- څو سیاسي خبرې او د افغانستان بیا رغونه پر(۱۳۸۴ل) کال
حمیدي صاحب له ډیر پخوا څخه د ادب سره مینه لرله او په دې لاره کې یې ډیرې لیکنې د هیواد په بیلابیلومطبوعاتو، ورځپاڼو، جرایدو او مجلو کې خپرې شوې دي. او همدا رنګه د ده یو شمیر سیاسي لیکنې د ډډوال، ښکارندی، او کلیوال په نومونو هم خپاره شوې دي، خو ده د پښتو ادبي نثر د ودې او پرمختګ لپاره خپلو ژباړو او لیکنو ته نوی خوند او نوی رنګ ورکړ او نوې لاره یې غوره کړه چې د ده هلې ځلې په دې برخه کې د قدر او ستاینې وړ دي.
او همداسې د حمیدي صاحب یو شمیر لیکنې، مقالې، شعرونه اولنډې کیسې تر اوسه نه دي چاپ شوي، هیله من یم چې د ده اولادونه د دغو ګټورو آثارو په چاپولو کې فعاله ونډه واخلي تر څو له یوې خوا لوستونکي او د ادب مینه وال ترینه ګټه واخلي او له بلې خوا د پښتو ژبې په غوړیدلي بڼ کې نوي ګلونه ور زیات شي.
ارواښاد علامه محمود طرزي ویلي دي: ((یو اولس په ژبه او ژبه په ادبیاتو ژوندی پاتی کیږي.))
او همداسې خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي په خپله یوه لیکنه کې داسې کښلې دي : ((د یوه قام ژبه هغه وخت پرمختګ کولای شي چې اولادونه یې په خپله مورنۍ ژبه تعلیم وکړي.))
د پورتنیو لیکنو پر استناد حمیدي صاحب په خپلو لیکنو، ژباړل شویو آثارو او شعرونو کې د ټولنې د کړاوونو او ستونزو په اړه، د پښتو ادب او ژبې، او د هیواد د پرمختګ، ودې او پراختیا په تړاو او دهیوادوالو دبریالیتوبونو او بریاوو په لاره کې په خپلو آثارو کې اغیزمن، ګټور او با ارزښته اخلاقي او فکري لارښونې کړې دي، د ده مینه او هلې ځلې هغه څرګنده واقعیتونه دي، چې نه یوازې اوسني نسلونه، بلکې راتلونکي نسلونه به هم پرې وویاړي.
د حمیدي صاحب یو با ارزښته اثر (د بریالیتوب لار) نومیږي، چې په دې اثرکې هیوادوالو ته د ستونزو او کړاوونو د حل او بریالیتوبونو لارې چارې، د نړۍ د نومیالیو لیکوالو او پوهانو له نظره ګټورې او اغیزمنې لارښوونې کوي. دی په خپله سریزه کې داسې وایي :
((.... بشر همیشه کنجکاو او پلټونکی و او دی، ډیره مینه لري، چې د پخوانیو انسانانو له تیرو کړو وړو نه خبر شي، نو ځکه یې دخپلې هوشیارۍ او ژور فکر د کار اوعمل او د پرله پسې پلټنو له مخې د پټو رازونو په راسپړلو کې هڅې پیل کړي، سترتمدنونه یې رامنځ ته کړل، لوی ښارونه یې ودان کړل او ډیر ښکلي هنري آثار یې رامنځ ته کړل...))
او همداسې په بل ځای کې وایي:
(( .... دا ځکه چې د نا پوهۍ له امله د ښو او بدو، د رښتیا او درواغو، د دوستانو او دښمنانو او دا ډول ډیرو نورو خبرو ترمنځ توپیر نه شو کولای، لا تر اوسه هم هغو کسانو ته چې د ورور وژنې په اور کې مو لولپه کوي، خپلواکي او د خاورې بشپړتیا، ملي یوالي ته مو زیان رسوي، ملي او تاریخي ویاړونه مو وژني، د ځینو کسانو له خوا (د ملي خاین) په ځای د ملي اتل(!) نوم ورکول کیږي، ماهم دا کار په دې هیله تر سره کړ، چې ګوندې له یوې خوا لوستونکي او څیړونکي په تیره پښتنې خویندې او وروڼه ګټه ورڅخه واخلي، د هوشیارۍ او لیرې لید سترګې یې لاپرې روښانه شي او له بلې خوا د پښتو ژبې په امیل کې يوه بله کوچنۍ مرغلره ورزیاته شي... ))
ښاغلی اکادیمیسن سلیمان لایق چې زموږ دهیواد یو نومیالې، وتلې لیکوال، مخکښ او نوښتګراو نامتو شاعر دی، په خپله یوه لیکنه کې د دې اثر په اړه داسې کښلي دي :
((.... د محترم میرزا علم حمیدي دغه کتاب چې د (بریالیتوب لاره) نومول شوی دی. د نړۍ د سترو پوهانو د خبرو او تجربو هغه ټولګه ده، چې مولف لکه د شاتو مچۍ د سلهاوو ګل بوټو له رنګونو او عطرونو څخه ذره ذره راچڼلې، راټوله کړې او د حقیقت پلټونکو او سړیتوب لیوالو لار وهونکو ته یې وړاندې کړې ده. دا کتاب هیڅ علمي څانګې ته ندی ځانګړی شوی او د هیڅ ځانګړي فن لارښونه په غاړه نه اخلي. مولف دغه کتاب د پښتنې ټولنې د عمومي بیدارۍ په هدف د وزرماتو وطندارانو د ډله ایز استعداد خوځولو، بیدارولو او روزلو ته وقف کړی دی... ))
د حمیدي صاحب، له آثارو نه معلومیږي چې ده له خپلې ژبې او اولس سره ریښتینې مینه پاللې ده او په ډیره روانه، ساده اوخوږه پښتو ژبه د عامو لوستونکیو له ذوق، مینې او علاقې سره برابر ډیر په زړه پوري، ګټور او ارزښتناک آثار ژباړلي دي.د حمیدي صاحب د آثارو ځانګړنه له یوې خوا په دې که ده چې ده دخپل ژوند او د افغاني ټولنې د ژوند په اوږدو کې په خپل خپل وخت کې ډیر مهم او ضروري مسایل په پام کې نیولې دي او بیا یې لیکنې او ژباړنې کړې دي.او له بلې خوا ده خپل آثار په خپل شخصي لګښت چاپ او بیا یې د ادب او فرهنګ مینه والو ته په وړیا توګه ډالۍ کړې دي.
حمیدي صاحب د یو خپل ژباړل شوي کتاب چې د (بري راز ) نومیږي په سریزه کې داسې کښلي دي:
((....کله چې د مطالعې په لړ کې کوم کتاب د پښتو ژبې او پښتنو خویندو – وروڼو په ګټه راته ښکاره شي سمدستي قلم ته لاس او داسې په بیړه یې په ژباړه پیل کوم لکه په سر مې چې څو ټولۍ پیریان وي او یا مې په دې هکله له خپل وجدان سره تړون کړې وي. له دې کبله په بل چا منت نه باروم بلکې غواړم له دې لارې د خپلې ګرانې مور شیدې حلالې او خپل زړه ته تسل ورکړم ځکه چې هر ملت په خپله ژبه پایي او دهر ملت چې ژبه کمزورې وي د هغه ملت مالومات او لاس ته راوړنې هم لږې وي او ورو ورو د پوپنا کیدو په لوري درومي...))
د پښتو ژبې په ادب، هنر، علم او نورو پوهنیزو برخو کې د بهرنیو آثارو ژباړه یو مهم ضرورت ګڼل کیږي او خپل اغیزمن او ارزښتناک نقش او رول لوبوي.په نړۍ کې ساینس او تکنالوژی هره ورځ په ډیره چټکۍ سره مخ ته ځي او نوې تجربې ترلاسه کوي. ژباړه د انسانانو تر منځ هغه وسیله ده چې هغوی له فکري پلوه سره نږدې کوي او په نړۍ کې له نویو ادبي او علمي خوځښتونو او لاسته راوړنو نه خبروي.د بهرنیو آثاروژباړه په پښتو ژبې او زموږ دآثارژباړه په بهرنیو ژبو زموږ هیوادوال او دنیاوال له ادبي، هنري، علمي او پوهنیزو پرمختګونود بهیرونو نه خبروي. په دې اساس زموږ د لیکوالو یو مهمه دنده دا هم ده چې د نورو ژبو آثار پښتو کړي او د پښتو ژبې آثار نورو ژبو ته وژباړل شي، تر څو چې موږ د نورو ژبو آثار ونه لولو او خپل آثار ور ونه ژباړو، پرمختګ نه شو کولای او په نړۍ کې مو څوک نه پیژني. خو په دې کې شک نه شته ژباړه آسان کار نه دی دا یو مسلکي او حرفوي کار دی. له نیکه مرغه زموږ نومیالې او پیاوړې لیکوال او ژباړونکې حمیدي صاحب په دې برخه کې د یو ځانګړي استعداد خاوند شخصیت و چې د خپلو هلوځلو په وسیله یې د پښتو ادب د بډاینې لپاره په زړه پوري، ګټور او خوندور آثار د انګریزي او فارسي ژبو نه په پښتو ژبې ژباړلې دي، چې دپښتو لرغونې او ویاړلې ژبه یې پرې شتمنه کړې او لا درنه کړې ده.
ښاغلی زرین انځورچې زموږ د پښتو ژبې یو وتلې لیکوال، څیړونکې او تکړه شاعر دی په خپله یو لیکنه کې د حمیدي صاحب د یو ژباړل شوي اثر په اړه داسې کښلي دي :
((....د نومیالي ارواپوه او ټولنیز پوه کان مورګان (د بري راز) هغه نوی اثر دی چې ښاغلي حمیدي پښتو کړی او دا دی ستاسو په لاسونو کې دی. دغه اثر په ټوله نړۍ کې دومره مشهور دی چې ښایي ډیره لږه داسې بله ژبه به وي چې د ویونکو شمیر یې له څو ملیونو څخه واوړي او دغه اثر دې ونه لري، یوازې زموږ خوارو ، اټکل پنځوس ملیونه پښتنو ، لا تر اوسه پورې دغه اثر پر خپله ژبه نه شوای لوستلی. له نیکه مرغه ښاغلي حمیدي، موږ په دې برخه کې هم دنړۍ د نورو ژوندیو اولسونو او ژبو د سیالۍ جوګه کړو.
(د بري راز) داسې یو اثر دی چې هر پښتون ته یې لوستل لازم دي، دا نه یوازي چې په ځانګړي او شخصي ژوند کې او د ځانګړي ژوند د بریاوو لپاره ډیر ګټور دی، د دې په څنګ کې د ټولنیز ژوند د سنبالښت لپاره، د ټولنیزو بریاوو لپاره او په ټولنه کې د یو غوره رول د لوبولو لپاره ډیرې په زړه پورې لارښودنې لري. په حقیقت کې دغه اثر د کلونو کلونو ستړیو کوونکو تجربو او ازموینو څیړنو یو اروایي او ټولنیز نچوړ دی چې موږ یې په څو پرله پسې ساعتونو کې لوستلی او دغه تجربې ځانته رالیږدولی شو...))
د حمیدي صاحب یو بل ګټور او خوندور اثر د (ژورې خبرې ) په نوم یادیږي. په دې اثر کې په لنډو او خوندورو جملو کې پوهانو او علماوو په خپلو پاکو او سپیڅلو ویناوو په خوږو الفاظو او افکارو کې د انساني او اخلاقي ژوند په اړه په ډیر عالي او جامعی ډول د استدلال او منطق پر بنسټ داسې اشارې کړې دي، چې په لوستلو یې د هر لوستونکي پر وجدان، فکر او احساساتو ژور اغیز شیندلی شي.
ښاغلی سرمحقق زلمی هیوادمل چې زموږ د هیواد یو نومیالی او مخکښ لیکوال او وتلې څیړونکې دی په خپله یو لیکنه کې د دې اثر په اړه داسې کښلې دي:
((....د خوښی ځای دی، چې زموږ زیارکښ مترجم او په پښتو مین لیکوال ښاغلي میرزا علم حمیدي د پښتو د علمي ذخیرې د زیاتولو په خاطر په ورستیو کلونو کې ښایسته زیاتې ترجمې او خپلې لیکنې او ټولونې خپرې کړي. د همدغه سلیم ذوق او پښتني مینې په دوام یې دا دی اوس د (ژورې خبرې) دا حاضر کتاب آماده کړې دی. د دې کتاب شیګڼه دا ده چې د شرقي او غربي فرهنګونو دواړو پورې مربوطو پوهانو، علماوو او مفکرینو، لنډې څو ژورې ویناوې یې پکې راټولی کړیدي او دغه ښکلې مجموعه یې ترې په دې نیامت جوړه کړې ده، چې د پښتنو په اخلاقي او فکري روزنه کې ترې ګټه واخیستل شي ...))
سره له دې چې حمیدي صاحب د پښتو ادبیاتو اکاډمیک لوست نه درلود، خو د پشتو ژبې، ادب، کلتور او فرهنګ سره یې ځانګړې مینه لرله او په دې لاره کې يې د خپل خوږ ژوند ډیر وخت وقف کړې و، او په مطبوعاتو کې يې لیکنې په بیلابیلو وختونو کې خپرې شوې دي، او خپل ګټور آثار یې په ډیره روانه، ساده او خوږه ژبه لیکلي دي. ده د خپلو نورو لیکنو تر څنګ طنز او طنزي لیکنو ته هم ډیره مینه درلوده، همدا د ده مینه وه چې بې شمیره طنزي آثار یې له نورو ژبو څخه پښتو ژبې ته وژباړل د بیلګې په توګه د ده دا آثار د یادونې وړ دي لکه : دوه مخي کسان، د ټوکو خورجین، ژوبڼ، بختوره پيشو، وری څنګه لیوه شو او داسې نور...
ښاغلی عبدالواحد نظري چې یو تکړه لیکوال او وتلې طنزلیکونکې دی، په خپله یوه لیکنه کې د حمیدي صاحب د یو اثر په اړه چې (د زړې ادې کیسې) په نوم یادیږي داسې کښلې دي:
((.... د حمیدي صاحب په ټولو آثارو کې که ژباړه ده او یا د ده خپل لیکلي آثار، د ده زیږه او نیش داره ژبه، چې په عین سادګۍ کې ډیره خوږه ده له ورایه څرګندیږي. لکه د ده دزړې ادې کیسې که په ظاهره تاریخي او خیالي کیسې یې سره پییلي دي ، خو هر وار چې کیسه تر یوې نقطې او ډډې پورې رسیږي او یا په بله مانا زړه ادې خوله وتړي، بیا نو ډډوال خوستی خپل د زیږې ژبې شربت او د ناباورۍ خواږه زهر ورپاشي، تر څو دا کیسې د خپل تاریخي ارزښت تر څنګ خپل هنري اوذوقي بعد او حلاوت هم تر لاسه کوي. لایق صاحب د ده د زړې ادې کیسو په سریزه کې لیکي : ( حمیدي صاحب غواړي د تاریخي پیشو هغه کړۍ چې دی یې د خپلو لیکنو لپاره د استدلالي پایو په توګه کاروي، د طنزونو په یو مرغلین مزې باندې وپيي او په دې توګه په هغه پاروونکیو بحثونو باندې د طنز سیوری خپور کړي، چې محتسب غوسه کولای شي.))
همدا راز هیوادمل صاحب هم د همدې کیسو په سر پاڼو کې لیکي:
(( زما په پوهه په دې کیسو کې ډیر درانه موضوعات یې په ساده ژبه په حکایتي انداز کې، چې د طنزونو مزاح مالګه هم لري، خلکو ته وړاندې کوي...))
د حمیدي صاحب یو بل په زړه پورې او خوندور ژباړل شوې اثر د (چلباز) په نوم یادیږي.
ښاغلي اکادیمیسن سلیمان لایق په خپله یوه لیکنه کې د دغې اثر په اړه داسې کښلي دي :
((د میرزاعلم حمیدي د (چلباز) نومې ژباړې خپریدل کومه چې د شلمې پیړۍ د مشهور ترکي طنز لیکونکې (عزیز نسین) په سکونډونکې قلم لیکل شوې ده، په داسې مناسب وخت لوستونکو ته وړاندې کیږي چې افغانستان د یوه ژور هر اړخیز بحران د اخلاقي طاعون په تبه کې سوځي. دا پښتو ته د نورو ژبو د ادبي آثارو د انتقال پر اقدام بر سیره، له وخت سره مطابق د موضوع د ټاکلو په برخه کې یو ابتکار دی. کله چې حمیدي صاحب د خپل یاد شوي اقدام په باره کې زما سلا ته مراجعه وکړه ما د ده مفکوره تایید کړه او دی مې وهڅاوه چې دغه کار په نورو ړومبی کړي او طنز ډوله داستانونو ته په خپلو ادبي هلو ځلو کې لومړي او په صدر کې ځای ورکړي...))
ټوکې د هرې ژبې فلکلوریکه، په زړه پورې او خوندوره برخه ده. په اولسي ادب کې د عوامو وګړو ږغ دی، چې دیوه نسل نه بل نسل ته ، د یوې سیمې نه بلې سیمې ته لیږدول کیږي، ویونکي او جوړونکي یې معلوم نه دي. ټوکې د اولسي نقد هغه هینداره ده، چې له یوې خوا په ټولنه کې خلک خندوي او له بلې خوا د ټولنیزو، اقتصادي، اخلاقي ناخوالو، ظلمونو، ستمونو او نورو بیلابیلو نیمګړتیاوو په مقابل کې مبارزه کوي او ورپورې ملنډې وهي، خپله کرکه ورسره ښیي تر څو له ټولنیزژوند څخه یې لمن ټوله شي. په هغه ټولنه کې چې ظلم، تیری، ناروا وي او اولس ونه شي کولای خپل بر حق ږغ پورته کړي نو خامخا په داسې یو ټولنه کې د خلکو په منځ کې ټوکې ټکالې جوړیږي.
حمیدي صاحب په خپل یو اثر کې چې (د ملانصرالدین کچکول) نومیږي په خپله یوه لیکنه کې داسې کښلي دي :
((....زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د اولسي ادبیاتو په لیکلي ډول راټولول او څیړل په (۱۳۱۶لمریز) کال کې د کابل ادبي انجمن له خوا پیل شوې دي او تر اوسه دوام لري چې په دې لړ کې ماهم د خپل کمزوري وس او توان په اندازه (۴۸۶) ټوکې د لیک پر سپڼسي وپییلې او په ( ۱۳۷۰ل) کال کې مې (د ټوکو خورجین) له لارې خپلې قدرمنې ټولنې ته وړاندې کړي. دا ده څه نا څه لس کاله وروسته کټ مټ د هغه چا په څیر چې په لوګرو پسې وږي ټولوي، بیا د خپلې نیمګړي هڅې په لړ کې لکه څنګه چې وایي : ( له نشت نه نینې هم ښې دي.) ایله بله په دې بریالی شوم چې د ملانصرالدین له خولې راوتلي او یا په هغه پورې ورتپلي؛ له بې شمیره خوندورو خبرو څخه یوازې (۳۳۵) مرغلرې په دې هیله د لیک پر مرغلین مزی وپییم چې ښایي په پښتو ادب کې د ملانصرالدین نیمګړې او تش نه لیکلی ځای پر ډک کړم... ))
حمیدي صاحب ته خدای پاک داسې یو هنري، ادبي او علمي استعداد اوذکاوت ور په برخه کړې و، چې ده د خپلو هنري او ادبي هلو ځلو په وسیله د هنري نثرونو تر څنګ د پښتو ادبیاتو په رنګین او غوړیدلي ډګر کې د شعر ویلو او لیکلو په برخه کې هم خپل قلم اوچت ساتلی و.
شاغلی نظیف تکل چې د پښتو ژبې یو وتلې لیکوال، تکړه شاعر دی په خپله یو لیکنه کې د حمیدي صاحب د شعر او شاعرۍ په اړه داسې وایي:
((.... د ارواښاد حمیدي صاحب شاعري په هماغه (۱۹۹۷زیږدیز) کال کې کله، چې هالند ته مهاجر شوی، پیل شوې ده او لومړی شعر یې هم يوه پرتلنه یا مقایسه ده، چې خدای بښلي په (۰۸/۰۹/۱۹۹۷ز) کال لیکې دی، که څه هم داسې مقایسې زموږ اکثرو شاعرانو کله چې له خپل هیواد څخه بل هیواد ته مهاجر شوې یا په چکر تللي داسې مقایسې یې کړې دي. دخپل وطن انسان، د خپل وطن طبیعت، د خپل وطن اوبه خواړه او حتی د خپل وطن ونې پوټي یې هم د بل وطن له ورته شیانو سره مقایسه کړې دي. یا یې خپل ښه بللي یا دبل. حمیدي صاحب هم دغه مقایسه ډیره زړه راکښونکې کړې ده. دبیلګې په توګه د دې شعر یو څو بیتونه:
دلته پسرلی دی ښایسته میلې سیلونه دي
هلته میندې بورې، کړي ویرونه او غمونه دي
دلته خنداګانې، نڅا ګانې خوشالۍ ښکاري
هلته ژړاګانې، بې وسې او سره اورونه دي
***
دا ډیر اوږد شعر دی، چې دلته له هلته سره پرتله شوی دی.د هیواد ناوړه شرایط د هالند له هوساینو سره پرتله شوي دي.انسان یې د هغه ځای له انسان سره، چې ده خاپوړې ورسره کړې دي او د ژوند ډیره برخه یې په کې تیره کړې ده، پرتله کړې دی او بیا یې د خپل انسان په بې وسۍ د خپل شعر اوښکې تویې کړې دي. خو ماته د حمیدي صاحب شاعري له څو پلوو د ستاینې وړ ښکاري:
۱- دا چې د ده په شعر کې هیواد پالنه، انسان پالنه، ملي افغاني ناسیونالیزم، له جګړې کرکه، صداقت او مینه نږدې په هر بیت کې ځان راښکاره کوي.
۲- دا چې د ده شعر ډیر ساده، عام فهمه او بې تکلفه دی، چې زموږ د ټولنې هروګړي ته د پوهیدو وړ دی، بې له دې نه چې یو بل څوک یې ورته توضیح اوتفسیر کړي او یا په پخوانۍ اصطلاح (المعنا الشعر في بطن الشاعر) داسې نه دي او دا هغه دی، چې د ډیرو په شعر کې لا نشته.
۳- دا چې ده په خپل شعر کې هیڅ کله د خپل زړه خبره په خپل زړه کې د ننه نه ده پریښې ، هڅه یې کړې چې هغه وکړي ، ځکه چې دا د ډیرو افغانانو د زړونو خبرې وي او په دې کې بیا په دې پسې نه دی ګرځیدلی، چې د شعر قالب په پام کې ونیسي او د ده د زړه د خبرې خنډ شي .
زه په دې برخه کې د خپلې خبرې د زبات لپاره د هغه یو اوږد نظم یو څو بیتونه د بیلګې په ډول را اخلم دا نظم ولسمشر کرزي ته ویل شوی دی:
رسیدلی یې کرزیه لوړ مقام ته
د تاریخ عبرتونو امتحان ته
دا مقام نه دی، دا سم پل صراط دی
لاره وځي یا جنت ته یا نیران ته
پر بغل دې پروني لوټماران ګرځي
خدای دې خیر کړي د ستا سر ته زموږ ځان ته
لږ چرت ووهه له تانه مخکې څوک وو
چې مختورې شول تاریخ او پاک سبحان ته
***
ترپایه ))
ما حمیدي صاحب له ډیر نږدې څخه پیژندو، په رښتیا سره چې دی یودروند، با احساسه ، پاک او سپیڅلې انسان و. د نیکو اوصافواو عالي اخلاقوخاوند شخصیت و.د خپلو ملګرو او دوستانو سره صمیمي، مهربان، رښتینې او خواخوږې و.
ښاغلی افصل ټکور چې یو وتلې او مخکښ شاعر، پیژندل شوی لیکوال دی او دحمیدي صاحب ډیرنږدې دوست او ملګری و، د ده په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي:
((.... کله چې د ارواښاد حمیدي صاحب نوم اخلم، نو سمدلاسه مې ډیرې خبرې ډیرې لیکنې ډیرې ګرویږونې، خاطرې په ذهن کې تداعي شي. ډیرو ته مې فکر یوسي، ډیرو پيښو او ډیرو کیسو ته د غم او زغم اوښکې تویې کړم او دا په دې، چې زه فکر کوم په دې ناسته غونډه کې تر ټولو زیات، زه له حمیدي صاحب سره نژدې پاتې شوې یم. له ډیرو اوږدو کلونو راهیسې زما له حمیدي صاحب سره ناسته پاسته وه.هغه ما د یوه دروند پښتون، د یوه صمیمي انسان، د یوه سپیڅلي او منلي لیکوال، ژباړونکي، لیکونکي او شاعر په توګه پیژانده. هغه به چې ما هر وخت لیده او یا به مې د هغه دحال احوال پوښتنه کوله، نو هغه به همیشه بوخت و، د آثارو په ژباړلو د لنډو کیسو په لیکلو او د شعر په ویلو سره یې ژوند کاوه. له لیکلو او ژباړلو سره یې مینه وه. زما په فکر په پښتنو کې به ډیر داسې کم کسان پیدا شي، چې هغه دې په دې دومره لږ وخت کې د حمیدي صاحب هومره آثار ولیکي... ))
لنډه دا چې حمیدي صاحب هغه پیاوړې لیکوال، ادیب او شاعر و چې د ده نوم او آثار به زموږ دادبیاتو په تاریخ کې د تل لپاره ژوندی وي او زموږ خلک او په ځانګړي توګه زموږ د ادب مینه وال به د ده په نوم ویاړي او د ده هلې ځلې او کارنامې به ستایي او دقدر په سترګه به ورته ګوري.شاعر وايي :
خلک وایي غم ښادي سره ورور خور دي
څه به ښه وای که دا ورور ورسره نه وای
خوشحال خان ختک وایي:
د خوشحال قدر که اوس په هیچا نه شته
پس له مرګه به یې یاد کا ډیرعالم
اروایې ښاده او یاد د یې تل ژوندی وي .
په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود