د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استاد ایوب زموږ د هیواد خوږ ژبې، نامتواوپخوانۍ هنرمند

انجنیرعبدالقادرمسعود 28.02.2014 11:45

په یوه ټولنه کې هنر دانسانانو د ارتباط وسیله ده، چې هدف او موخه یې د انسانانو راویښول دي او د انسانانو هرډول ویده عواطف، احساسات او تمایلات را بیداروي.

هنرمند د خپل کلام اوهنر په وسیله خپل واقعي او ریشتیني افکاراو احساسات په مبتکرانه ډول نورو ته بیان اوانتقالوي . په هره ټولنه کې بیلابیل هنرونه موجود دي لکه : د ښکلا او ښکلا پیژندنې هنر،دموسیقي هنر، د انځوریز هنر، دخطاطي هنر، دنقاشي هنر، دلیکنې هنر، د نڅا هنر، دتیاترهنر، د ډبرلیکنو هنر، د فلم او سینما هنر او داسی نور په زړه پورې حرکتونه د هنرونو په مکتب کې موجود دي. دموسیقې هنر د نورو هنرونو تر څنګ یو ډیر په زړه پورې هنر دی چې خدای پاک هنرمندانوته ورپه برخه کړې دی. لکه څرنګه چې لیدل کیږي دا هنرهم لکه دشعر هنریوالهامي کیفیت اوالهي حکمت دی، چې زیاتره هنرمندانو ته ډالي شوې دی.

همدا خبره ده چې زموږ زیاترو هنرمندانو د خپلو ښکلو آوازونو او هنر په وسیله د شعرونو ګلدستی د موسیقې سره یوځای په ډیر ښکلي کمپوزونو کې خپلی ټولنې او خپلومینه والو ته وړاندې کړې دي.
زموږ د موسیقې په بڼ کې ډیر شمیر استادان او هنرمندان راټوکیدلي وو او دي، یو له دی نامتو استادانو نه، وتلې او خوږ غږ لرونکې هنرمند استاد ایوب دی.

استاد ایوب زموږ دهیواد خوږ ژبې، وتلې اوتکړه سندرغاړی، نامتو اوپخوانی هنرمند دی. ده د بیلا بیلو قدرمنو، مخکښو او نوښتګرو شاعرانوشعرونه په ډیرعالي طرزونو او کمپوزونو کې په خپل خوږ ، ښکلي او د اغیز نه ډک آواز کې د موسیقي په پردو کې داسې ویلې دي، چې د خلکو په زړونو کې منګولې ښخوي او خپل مینه وال ځانته راکاږي او روح ته یې آرامش ورکوي. ما د استاد ایوب یوه په زړه پورې او ښایسته سندره چې شعر یې د وتلي، نامتو او نوښتګر شاعر حمزه بابا دی په YOUTUBE د کلیپ په شکل ترتیب کړې ده، د دې ښکلې سندرې د اوریدلو او لیدلو لپاره ستاسو د ادب او موسیقي مینه والو پام ورته را اړوم. هیله من یم خپله ادبي او هنري تنده پرې ماته کړئ .

په درنښت او ادبي مینه