د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د څلورو ښځو د جواز د حکمت تحریف په ځواب کی:

ړنګ 02.08.2012 14:53

یو کس چی ځان د عجب ګل په نامه معرفی کوی د څلو ښځو د جواز په هکله یی لیکل کړی دی. او هغه کسان چی ادعا کوی او قرانی ایات سند راوړی چی دا حق الله تعالا نارینه ته ورکړی چی څلور ښځی وکړی تری انکار کوی او هغوی د عیاشانو او خیټورو په نامه یادوی. او د خپلی خیټي د کتابتون څخه دلایت راوړی چی دا حکم د نارینه د حق په رابطه ندی بلکی دبی سرپرستو او هغو ښخو د حق په رابطه دی چی غربت په مخ کړی او الله دد لپاره چی فحشاته مخه نکړی نو څلور ښځی یی یو نارینه ته رواکړی.
دی وایی چی د ښځو تر منځ مساوات تنها د ډوډی، بستری او لباس مساوات ندی ددوی اجتماعی اړخ یعنی دا چی ښځه کله هم بن نه خوښوی هم باید په نظر کی ونیول شی.
دا ښه کار دی چی سری په خپل دینی مسا‌ئلو تحقیق وکړی او ځان پری پوه کړی مګر نه داسی چی د غرب د اهدافو ښکار شی او په بی علمی کی استدلال کوی او داسلام احکام تحریفوی.
ته که نه غواړی دوهم یا دریم واده مه کوه دا ستا حق دی چی انتخاب وکړی او داچی د بن کلیمه بده ګنی نوخور لور دی هم چاته د دوهم واده په چوکاټ کی مه ورکوه دا هم ستا حق دی مګر د شرعی حکم تحریف ګناه ده او بعضا کفر دی دا کار مه کوه.
که خبره د غریبی او د ښځو د فقر وی نو تا تر اوسه څو ښخی د فقر د رفع د پاره کړی؟ او ایا دلته بیا د بن موضوع ځنګه ده؟ ټول لوستونکی وینی چی په هرچوک ۳ یا ۴ میرمنی سوال کوی او فقر په مخ کړی تا د کومی یوی سره د نکاح اقدام کړی پدی خاطر چی فقر یی رفع شی؟؟ داخبره منطق نه منی ګرانه د بل د هوساینی د پاره څنګه په خپله ګرانه میرمن بن راولی. مګر که دا ستا حق وی نو بیا دا کار شاید د خپل حق په چوکاټ کی وکړی. د اسلام په هر حکم کی ډیر حکمتونه وی یو لوی حکمت دادی چی مسلمانان د فحشا نه خلاص شی. که چیری د نارینه ضرورت رفع وی نو بیا هغی بیچاره خواری او فقیری ښځی ته څوک د شهوت او فحشا په خاطر مخ نه وراړوی.
تاسی ګوری چی په ټوله نړی کی نارینه دی چی د فحشا له پاره مصارف کوی او داسی فاحشی به پیدانکړی چی د فحشا د پاره نارینه ته پیسی وړکړی الی ما شاالله.
نو بیا ولی د حقیقت څخه سترګی پټوی.
بلی بل حکمت دا هم دی چی بی سرپرسته میرمنو ته سرپرست او محرم پیداشی.
دایی بل حکمت دی چی ټولنی او قومونه سره وتړل شی او دوستی ډیری شی.
د ډیر اولاد راوړل او د مسلمان نسل زیادیل یی بل حکمت دی.
ته شاید پدی نوی خبر چی یو وخت د رسول مبارک په وخت کی موقته نکاح رواه شوه ایا په دلیل یی پوهیږی؟ دلیل یی دانوو چی فقر رفع شی دلیل یی صرف او صرف همدا وو چی څوک په فحشا اخته نشی. دا کار د خیبر په فتح او د مکی په فتح کی شوی چی بیا په خطبه الوداع کی د ټول عمر د پاره حرام شو.
فحشا د ټولو مرضونو مور ده د ټولو بدبختیو مورده. نن څومره کار چی فحشاته کیږی بل هیڅ یو عمل ته نه کیږی. تلویزیون، انترنت، اف ام رادیوګانی، تیپونه، سی ډی، کسیتی، لباس، فیشن، اشتهارات، ودونه، محافل او داسی نور ټول د فحشا د ترویج په لار روان دی. حتی د ایسکریم علانات هم د یو ښځی د وجود د اخستو د پاره بس دی، بلک تورو او نوشابی یی لا بل. نو د حقیقت نه سترګی مه پټوی، د اسلام د دین خلاف مه واقع کیږی او د ښځو زیادوالی فحشا او عیاشی نه بلکی د فحشا دفع ده. که چیری ازدواج فحشا او عیاشی وای نو رسول اکرم به نه ویل چی په نکاه ستاسی دین تکمیلیږی.
( انکاح من سنتی فمن رغیب عن سنتی فلس منی)
نو عمل خو همغه یو عمل دی که یوه میرمن وی که دوه. ته که شرعی ازدواج ته د شهوت رانی او فحشا په سترګه ګوری نو بیا خو دایو ازدواج هم باید ونکړی. که خبره د فامیل وی د خور سره یو ځای ژوند غوره کړه هغه به دکور کار کوی ته د سحرا ازدواج ته څه ضرورت دی؟؟
ګرانه داحقوق دی حق پدی معنی چی که غواړی نو وکړه او که نه څه حرج نشته مګر د بل په حق کی باید مانع واقع نشی.
د ډیرو نکاحو یو حکمت د نسل زیاد والی دی کوم چی تاسی اوس د خاندانی منصوبه بندی ترنامه لاندی د کمښت دپاره تبلیغ کوی.
رسول ص وایی بهترینه ښځه هغه ده چی ډیر اولاد ولری. کوم چی ته یی ضرور مخالف یی او د الله رسول وایی چی تاسی ډیر شی چی زه د قیامت په ورځ افتخار درباندی وکړم.
کیدای شی ستا میرمن مدیره یا د پارلمان وکیله وی چی دومره یی ډار کړی یی مګر د احق الله مسلمان نارینه ته ورکړی او داحق د قیامت ترورځی په ځای دی.
د ایات ترجمه داسی ده (تاسی دوه ښځی وکړی، یا دری ښځی وکړی یا څلور ښځی وکړی. مګر که چیری عدالت نشی کولی نو یوه ښځه وکړی) سورت نسا
پدی ایات کی حکم د دوو نه شروع شوی پدی معنی چی اول حکم په دوو دی یعنی دوه وکړی او (فواحدته) د مجبوری او په هغه صورت کی ذکر شوی چی کله تاسی پدی کی مشکل ولری.
الله د ټولو ته په نیکی هدایت وکړی اول ماته آمین ثم امین.