د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شهید انجنیر فیض الرحمن د پولتخنیک محصل څنګه اعدام شو

ړنګ 10.12.2016 10:46

انجنیر فیض الرحمن، د پولیتکنیک محصل، ولی او څه قسم اعدام شو؟
انجنیر فیض الرحمن د پولیتکنیک د مهندسی د شعبی د اخری کال محصل، چی د اخری فراغت یو امتحان یی هم تیر شوی وو، د ملا سید الرحمن زوی د اونخی د دری د یاویز د کلی چی په سیداباد ولسوالی د وردګو په ولایت پوری تړاو لری اصلی اوسیدونکی وو.
فیض الرحمن د اونخی د دری د طالبانو د مشهور قومندان ډاکتر میروس سره ډیری نژدی اړیکی لرلی. داچی ډآکتر میروس به اکثر د شپی په خپل کور کی نه پاته کیدو او په ولس کی به د نورو خلکو په کورونو کی شپه تیروله نو ډیر ځله د فیض الرحمن په کور کی پاته شوی، او دا ځای یو د هغو مسئونو ځآیونو نه ګنل کیدو چی ډاکتر میروس او کله هم ورسره ملګرو به شپه پکی تیروله.
جمعه: د شپی ۶:۰۰ بجی، د قوس ۵، د نومبر ۲۵ تاریخ
فیض الرحمن، داکتر میرویس، مصباح او ورسره دوه نور ملګری (چی غالبا به د پیرونګ دکلی شفیع او د پیرونګ د کلی شاکر وی) د ګدایی په کلی کی د ډاکتر میروس دتره د لور په کور کی میلمانه دی.
د ماسختن د لمانځه د پاره د کلی مسجد ته ځی او لمونځ په جماعت کوی. د شپی ډوډی او شپه د ډاکتر میروس د تره د لور په کور کی تیروی. پنځه واړه په یوه کوټه کی بیده کیږی. د سهار د لمانځه له پاره بیا هم د کلی مسجد ته ځی او لمونځ په جماعت کوی.
شنبه: د سهار ۶:۳۰ بجی، د قوس ۶، د نومبر ۲۶ تاریخ
د لمر په ختلو فیض الرحمن د ډاکتر میروس او ملګرو نه جداکیږی، اوپه همدی کلی ګدایی کی د خپل خسر کور ته ځی. فیض الرحمن د سهار چای په ګدایی کی د خپل خسر په کور کی څکښی. ډاکتر میرویس او ورسره ټیم یی د موسی خیلو کلی ته ځی او د سهار چای د اهنګر په کور کی څکښی.
د فیض الرحمن پلار ملا سید الرحمن سهار وختی د خپل کور نه کابل ته ځی. فیض الرحمن د ګدایی نه په خپل موټر سایکل حرکت کوی او یاویز ته خپل کور ته راځی. خپل کالی او بکس ورسره اخلی اودی هم کابل ته حرکت کوی.
شنبه: د سهار ۸:۳۰ بجی، د قوس ۶، د نومبر ۲۶ تاریخ
د کوټی د ملګرو په استناد، د شنبی په ورځ ۸:۳۰ دقیقی شاوخوا فیض الرحمن د پولیتکنیک په لیلیه کی خپلی کوټی ته رسیږی. (د اونخی نه تر کابل پوری لار تقریبا یو ساعت ده، چی پدی اساس فیض الرحمن باید د ۷:۳۰ بجو په شاوخوا کی د کابل پر لوری حرکت کړی وی.
ډاکتر میروس د اهنګر کره د چای د څکښلو نه ورسته خپلو نورو ملګرو ته هدایت ورکوی چی همدلته په موسی خیلو کی پاته شی. سهار ۸:۳۰ بجی شاوخوا ډاکتر میروس اومعاون یی مصباح دواړه یوازی د نامعلوم مقصد په طرف حرکت کوی. خپل مقصد او منزل د نورو ملګرو سره نه شریکوی. (داسی ویل کیږی چی پخوا به هم کله کله داکتر میروس بعضو موضوعاتو ته یواځی تللو). په همدی ورځ په پلان کی ده چی د اونخی په کلینیک کی د طالبانو یوه غونډه جوړه شی. ډاکتر میروس موټر چلوی او مصباح ورسره څنګ ته په مخ سیټ کی کینی. د موسی خیلو د کلی نه د شرق په طرف حرکت کوی. د موسی خیلو د کلی د شمال شرق خواته د عمومی سړک نه د شمال خواته د د دوو غونډیو په منځ کی د خوړۍ خواته د ۴۰ مترو په واټن خپل مسیر ګرځوی او د سړک نه چپیږی. موټر ګولوی اوهنډ بریک راکاږی. داسی بریښی چی میروس او ورسره ملګری مصباح په همدی ځای د سهار په ۹:۰۰ بچو د موټر د شا سیټ نه په تفنګچه ویشتل کیږی.
(د قراعنو په کتو داسی بریښی چی دا به ډیره مخفی پروژه وه چی صرف داکترمیروس او ورسره ملګری مصباح یی په راز خبر وو او غوښل یی چی دلته د لاری نه چپ د کلی او خلکو د لید نه لری انجام شی. که دا کوم مخفی ملاقات وو، نو ولی دا کار په کوم کور کی نه کیدو؟ ولی نور ملګری د موضوع نه لری ساتل کیدل؟ او که د کوم شی راکړه ورکړه وه نو حتما به وخت ګیره وو چی د سړک نه چپیدل، موتر خاموش کیدو او هند بریک کاږل کیدو، او د معاملی له پاره خوړۍ انتخابیدله. مقابل کس هم باید ډیر اعتمادی وی چی موترته د ختو اجازه ورکول کیږی.)
لومړی میروس د شا له خوا ویشتل کیږی اوکله چی مصباح مخ ور اړوی نو هغه هم مخامخ په خوله ویشتل کیږی. د فیر د جهت ته داسی بریښی چی قاتل با ید دقیقا د ډاکتر میرویس شاته ناست وی او د مصباح شاته به په ۴۵ درجو زاویه ولری. میرویس دوهمه مرمی هم ویشتل کیږی چی تر سترګه یی وځی.
قاتل د ډاکتر میروس د لپتاټ، تلفون، مخابری، د اوږی وسله او کمری وسلی سره هیڅ کار نه لری. د ورځی په جریان کی د غونډی په منظور په کلینیک کی د طالبانو تعداد زیاتیږی او ټول د داکتر میروس راتګ ته په انتظار دی خو د داکتر میروس تلفون او مخاره ځواب نه ورکوی. دسورلۍ موټر کوم چی په سړک تیریږی په مختلفو وختونو کی د داکتر میروس موتر د شا له خوا وینی او پکی سواره دوه کسان له ورایه ښکاری خو عمومی ګمان داسی وی چی شاید څه کار به لری، یعنی د قتل موضوع ته څوک نه متوجه کیږی. د ورځی په ۳:۰۰ بجو شاوخوا طالبان خبریږی چی میروس وژل شوی دی او د واقعی محل ته ورځی.( هیره د نوی چی شواهد داسی بریښی چی د قتل وقوع او د فیض الرحمن کابل ته د حرکت زمانی واتن هم یونیم ساعت دی، پدی معنی چی فیض الرحمن د ۷:۳۰ بجو په واټن کی د کابل په خوا حرکت کړی. او قتل د ۹ بجو شاوخوا صورت نیولی. بله موضوع چی ګنګه پاته ده او باید د داکتر میروس دوه هغه ملګری یی ځواب ووایی چی د میروس سره یی په ګدایی کی شپه کړی او بیا په موسی خیلو کی پاته شوی، چی دوی ولی د داکتر میروس د ځند په صورت کی په تلیفون او یا مخابره تماس ندی نیولی؟ ایا دوی ته هدایت همداسی وو چی باید دوی تماس و نه نیسی؟ او که دغه کار یی کړی وی او د مقابل لوری نه ځواب نه ترلاسه کیدو نو دوی څه اقدام کړی؟ ولی د قتل موضوع تر ۳:۰۰ بجو پوری خاموشه پاته وه؟)
یکشنبه: د سهار ۸:۳۰ بجی، د قوس ۷، د نومبر ۲۷ تاریخ
سیدالرحمن د فیض الرحمن پلار د یکشنبی په ورځ بیرته وردګو ته حرکت کوی. د غرمی شاوخوا خپل کور ته رسیږی. په موټر کی د سورلیو ترمنځ بحث روان دی، د میرویس د قتل موضوع ده. اوازه ده وایی چی د میروس په قتل یی څو کسان نیولی دی، یو پکی د مولوی صاحب خوانی لمسی دی. (مولوی صاحب خوانی جید دینی عالم او د جهاد په وخت کی د حرکت انقلاب اسلامی په تنظیم کی د اونخی د دری مسئول کس پاته شوی.)
سید الرحمن کله چی کور ته رسیږی سمدستی د خپل مشر ورور کور ته ځی، او داموضوع ورسره شریکوی. او خپلو وریرونو ته زنګونه وهی، د ټولو ادرسونو نه د خیرت اطمنان ورکول کیږی. فیض الرحمن ته زنګ نه وهی ځکه مطمئن دی چی هغه خو په کابل کی دی.
دوشنبه: د سهار ۱۰:۳۰ بجی، د قوس ۸، د نومبر ۲۸ تاریخ
په ولس کی د فیض الرحمن د اتهام موضوع خپریږی. دخپل کلی نه فضل د شاه غلام زوی (د فیض الرحمن د ماما او عمه زوی) او نصرف د دولت خان زوی چی نصرت برحاله طالب هم دی فیض الرحمن ته زنګ وهی او د اتهام موضوع ورسره شریکوی، ورسره مشوره ورکوی چی وردګو ته مه راځه د راتګ موضوع د خطرناکه ده. فیض الرحمن نصرت ته خوشکه کوی او ورته وایی چی داتاسی په ما پسی اتهام کوی دا کار ټول د تاسی کلیوالو دی او زه چی د چارشنبی امتحان ورکړم په خپله به درشم. پلار یی د موضوع نه خبریږی. فیض الرحمن ته زنګ وهی او د نه راتلو ورته وایی خو فیض الرحمن موضوع عادی ښیی او وایی چی دا د کلیوالو خبری دی زه په خپله درځم او د ځآن سپیناوی کوم. بلی خواته د پیرونګ د کلی شفیع چی برحاله طالب دی، د ډاکتر میروس ډیر نژدی کس هم وو او د فیض الرحمن سره هم ډیر نژدی پاته شوی، چی په ځلونو ځلونو یی د فیض الرحمن اب نمک خوړلی او په کور کی یی شپی سبا کړی، فیض الرحمن ته د راتګ اطمنان ورکوی او ورته وایی چی ته راشه دا موضوع به د نژدی نه حل کړو که طالبان څه پوښتنی لری وبه یی کړی نور خو موږ شته یو.
دوشنبه: دمازدیګر ۳:۳۰ بجی، د قوس ۸، د نومبر ۲۸ تاریخ
د مازدیګر په ۳:۳۰ بجو شاوخوا شفیع د ملا سید الرحمن کور ته ورځی او ورته وایی چی فیض الرحمن راته زنګ کړی وو چی زه د چار شنبی په ورځ کورته درځم خو پلار می تشویشی دی ته ورشه ورته قناعت ورکړه. شفیع سیدالرحمن ته د وضیعت ډاډ ورکوی او ورته وایی چی دا هسی د کلیوالو خبری دی تاسی تشویش مه کوی. (پدی ډول کوشش کوی چی د سید الرحمن حساسیت د موضوع په رابطه کم کړی ترڅو د خپل زوی د راتګ مانع واقع نشی.)
چارشنبه: دغرمی ۱۲:۳۰ بجی، د قوس ۱۰، د نومبر ۳۰ تاریخ
سید الرحمن د فیض الرحمن پلار کابل ته راځی د پولتکنیک په لیلیه کی خپل زوی پیداکوی او موضوع ورسره شریکوی.
فیض الرحمن وردګو ته په تګ اسرار کوی او خپل پلار ته ډاډ ورکوی چی ته ولی تشویش کوی داکار چی ما کړی ندی نو ولی وډارشم؟ دا د کلیوالو اوازی دی هسی ما بدناموی. اوس که زه کور ته نه درځم بیا به وایی چی ولی پخوا راتلی چی اوس نه راځی؟ پلار یی ورته وایی ګوره ډاکتر میروس چی د تا ملګری وو وژل شوی او هغه اوس تر منځ نشته، او په تا د همغه سړی د قتل تور دی، نو داښه ده چی په کابل کی دی ووژنی تر دی چی د کورنه د بوځی. پدی خلکو اعتماد ندی پکار، ګوره دخلکو چی څوک بوولی بیا ژوندی ندی راغلی. خو فیض الرحمن په شفیع، شاکراو نورو طالبانو ډاډه دی او فکر کوی چی داخلک به په دوستی کی خیانت نه کوی نو اسرار کوی چی نه زه حتما ځم.
دخپل پلار نه رخصت اخلی دد په خاطر چی پلار یی مانع نشی په بل موټر کی وردګو ته حرکت کوی. پلار یی هم په ناهیلی کور ته روانیږی. پلار یی ترده څو دقیقی مخکی کور ته رسیږی. فیض الرحمن ته زنګ وهی چی چیری یی وایی دادی راورسیدم. څو دقیقی ورسته فیض الرحمن هم کورته رسیږی.

چارشنبه: دمازدیګر ۳:۰۰ بجی، د قوس ۱۰، د نومبر ۳۰ تاریخ
فیض الرحمن کله چی کور ته رارسیږی نو سمدستی شفیع ته زنګ وهی چی چیری یی زه خو دادی راورسیدم او کور یم. شفیع ورته وایی چی دادی زه هم درغلم. څو دقیقی ورسته شفیع په خپل موتر سایکل د فیض الرحمن کور ته رارسیږی. ستړی مشی کوی او ورته وایی چی د چای ضرورت نشته کینو نه، نور ملګری په کلنیک کی دی خی راځه هلته به ورشو. فیض الرحمن هم خپل موټر سایکل اخلی او دواړه د کلینیک په طرف حرکت کوی. په کلنیک کی ډیر طالبان راغوند دی، کلینیک ته په رسیدو کله چی فیض الرحمن سلام اچوی، سمدستی په فیض الرحمن حمله کیږی. د نورو خبرو موقوع نه ورکول کیږی او داسی وهل کیږی چی د دریدو توان د لاسه ورکوی. لاس یی پری تړل کیږی. دده موټرسایل پریښودل کیږی او د شفیع په موټر سایکل کینول کیږی او ورسته ورپسی شاکر کینی. فیض الرحمن د چک ولسوالی مربوطاتو ته اړول کیږی. د کور مشران او کلیوال پدی تصمیم نیسی چی څه وکړل شی. مشوره کیږی چی اوس خو شپه په مخ کی ده د پیداکولو امکان یی هم نشته خو سبا به پسی ووځو. سبا ناوخته د اونخی په مسجدونو کی اعلانونه کیږی چی د جمعی په ورځ ټول خلک د چک سیوَکی ته راشی.
جمعه: دسهار ۱۱:۰۰ بجی، د قوس ۱۲، د دسمبر ۲ تاریخ
د یاویز نه دری موټر د فیض الرحمن د پیداکلو په نیت حرکت ورکوی. کله چی سیوَکی ته رسیږی حالت بدل ښکاریږی. هر طرف ته پهری ولاړی دی، خلګ راغوند دی، موټر او موټر سایکلونه ولاړ دی او د ټولی سیمی امنیت نیول شوی دی. فیض الرحمن پداسی حال کی چی په پښو اولاسو کی یی ځنځیرونه پراته دی د اعدام ځآی ته راوړل کیږی. پلار یی د پیرونګ د کلی یو تن طالب ته عذر کوی چی صرف د دوو خبرو اجازه راته واخله. خودا وخت څوک نه ورکوی. بیا د بادام د کلی یو بل طالب ته عذر کوی چی د دوه خبرو وخت راته واخله، دا کار هم نه کیږی. داچی د بادام خلک نسبتا نژدی ناست وو، دوی وایی چی فیض الرحمن هم د دوه خبرو اجازه وغوښته خو یو کس چی توره یی په لاس کی وه تهدیداوه او د خبرو موقع ورنکړل شوه. او پداسی حال کی چی د قاضی فیصله او د والی تاییدیه یی واوروله،د جمعی په مبارکه ورځ د غرمی په ۱۲:۰۰ بجو یی فیض الرحمن اعدام کړ. (یوه پوښتنه چی لا ګنګه پاته ده داده چی څرنګه په یوه ورځ کی چی د پنجشنبی ورځ وه هم د متهم نه اقرار واختسل شو، هم قضا و شوه، هم د والی تایید واختسل شو؟ او ولی د محکمی جریان او اقرار د رسنیو او اجتماعی پاڼوسره شریک نشو؟ کوم څارنوال د جرم شواهد و څیړل؟ متهم ته ولی د خبرو کولو او وکیل مدافع حق ور نکړل شو؟) د اعدام نه ورسته یی جسد وارثانو ته و نه سپارل شو. او دوی تش لاس بیرته کورته راغلل.
شنبه: دسهار ۱۰:۰۰ بجی، د قوس ۱۳، د دسمبر ۳ تاریخ
د اعدام نه ورسته سبا د شنبی په ورځ د فیض الرحمن جسد اونخی ته انتقالیږی او د دوهم ځل له پاره په هغمه ځای ځړول کیږی چیری چی ډاکتر میروس وژل شوی وو. د مازدیګر په ۳:۳۰ بجو جسد ورثانو ته سپارل کیږی او ورته هدایت کیږی چی نه به یی جنازه کیږی او نه به یی فاتحه اخستل کیږی. د فیض الرحمن جسد په خپله پلارنی هدیره کی د کلیوالو له خوا د وړی جنازی په ادا کولو خاورتو ته سپارل کیږی.
چار شنبه: د مازپښین ۱:۳۰ بجی، د قوس ۱۷، د دسمبر ۸ تاریخ
د پلتکنیک محصلین او د انجنیر فیض الرحمن ټولګیوال د فیض الرحمن فاتحه اعلانوی. فاتحه د پلتکنیک په مسجد کی اختسل کیږی. ټول محصلین په فاتحه کی برخه اخلی، د پلتکنیک دوالونه او عمومی دروازی د شهید انجنیر فیض الرحمن په عکسونو، بیوګرافی او پوسترونو ښایسته کړل شوی وی.
تبصره:
د شواهدو نه داسی بریښی چی قتل باید ډیر نژدی کس کړی وی. داکتر میروس د چا سره د لیدو پلان درلود چی نیی غوښتل چی خپل نژدی ملګری او بادیګاردان یی هم باید نوی؟ ولی د غونډیو منځ او خوړۍ دد ملاقات د پاره انتخاب شوه؟ داسی بریښی چی موتر په عمدی ډول د سرک نه چپ شوی وی او ۴۰ متره د غره خواته تللی دی، ګل شوی دی او هنډ بریک کش شوی دی. ځکه چی که دا کار په جبر او اکراه صورت نیولی وی نو کیدای شی موټر چپه شوی وای، کیدای شی چیری په غټو تیږو ور ختلی وی، او د هنډ بریک او ګلیدو مجال نه پیداکیدو. نو ایا داسی کوم ضروری او مخفی کار وو چی میرویس نه غوښتل چی غیر د ده نه او مصباح نه د بل څوک نه پری خبریږی؟ که فرضا دا ملاقات قبلا پلان شوی وو نو څه وخت او کله پلان شوی وو؟ ځکه چی ویل کیږی میرویس به اکثر تلفون په بلند ګو باندی غږیدو.
بله موضوع چی ګنګه ده هغه داده چی هغه دوه کسان د د اهنګر په کور کی پاته شول بیا څه شول؟ ولی یی د میرویس د بیرته راتګ درک نه لګولو؟ ولی دا قتل د ۹ بجو نه تر مازدیګر ۳ بجو پوری خاموش پاته شو؟ ولی یی په تلفون او مخابره د احوال اخستلو تکل و نکړ؟ او که چیری د تماس کوشش شوی وی،نو د ځواب د نه اخستو په صورت کی هغوی څّه وکړل؟ طالبان که ریښیتا حقیقت ته ځآن رسول غواړی نو باید ډیر په سړو مغزو دد دواړو طالبانو نه تحیقات وشی.
د فیض الرحمن کابل ته حرکت او د میرویس د قتل ترمنځ هم یو نیم ساعت زمانی واټن موجود دی. ځکه ټولګیوال او د کوټی ملګری یی شاهدی ورکوی چی په ۸:۳۰ بجو په کابل کی خپلی کوټی ته رسیدلی دی. یعنی قتل ورسته دده تر تلو واقع شوی. نو طالبانو په کوم منظق او شهودو دی قاتل ثابت کړ؟ که فرضا قتل مخکی شوی وای او فیض الرحمن ورسره په همدی لار راکوز شوی وای نو حتما به یی د ورګرځیدلو هڅه کړی وی، ځکه چی ده ورسره معرف موجود وا. خو دا کار عامو مسافرو نشو کولی او همدا علت دی چی هرڅوک پدی لار تیر شوی نو فکر یی کړی چی شاید څه خبری به کوی. د مرګ شک چا ندی پری کړی. او که فرضا قتل فیض الرحمن کړی وی نو بیا ترکوره فاصله ۲۰ دقیقی او بیا ترکابله کم از کم یو ساعت لار ده چی پدی صورت کی باید کابل ته ۱۰:۳۰ دقیقی رسیدلی وای. او تر پلتخنیک هم یو ۱۵ دقیقی لار ده بیا د دروازی نه تر اطاقه ۵ دقیقی چی پدی صورت کی باید خپلی کوټی ته حد اقل په ۱۰:۵۰ بجو رسیدلی وای.
کله یی چی پلار تری پوښتنه کړی چی تا په ګدایی کی د میرویس سره څه کول؟ نو دده ځواب داوو چی ډاکتر میروس د خپل تره د لور د پاره کومه شهادتنامه جوړله او ماته یی وظیفه راکړه چی دا کار به ته راته وکړی. حتمی نده چی دا خبره دی سمه وی ځکه چی ډیر وخت ځوانان د پلارانو نه حقیقت پټوی.
ویل کیږی چی د ډاکتر میروس په قتل ډیر تعداد نفر نیول شوی، خو یو هم برحاله طالب ندی، ولی؟ ایا داسی کار د یو عادی کس د وس خبره ده؟ د فیض الرحمن تر اعدام مخکی هم د ډاکتر میروس ناسکه اوښی چی د میرمنی د تره زوی یی وو،او د مسجد د کلی دی په ډیره بی رحمی په خپل موټر کی په اور سوځول شوی دی. ایا د هغی اقرار، د قاضی فیصله او د والی تائیدیه موجوده ده؟ څنګه ممکن دی چی یو قتل د دوه داسی کسانو کړی وی چی یو بل نه سره پیژنی؟ ایا هغه فیصله هم قاضی کړی وه؟
بله موضوع چی ولسی اوازی دی هغه داسی دی چی د یاویز د کلی یو پخوانی طالب چی ډا څو کاله بندی وو. د هغی ښځه چی د بادام د کلی د طوطی لور ده او د مصباح کلیواله وه، د باڼډی د کلی د ګل سمین د زوی سره و تښتیده. د ګل سمین زوی په غزنی کی محصل دی او دی هم د طالبانو سره روابط پالی. ولسی اوازی داسی دی چی داکتر میرویس بد فعله سړی نوو خو مصباح ډیر بد فعله او بد اخلاقه هلګ وو او د همدی ښځی سره ناروا اړیکی درلودی. کله چی د ښځی د تیښتی موضوع واقع شوه، نو د اونخی طالبانو د شریعت خلاف، د عرف خلاف او د انسانیت خلاف د خرو په قانون فیصله و کړه چی ښځه د د همدی هلک وی چی ورسره تښتیدلی ده، او داهلک به دری لکه افغانی د د ښځی د پلار د دروازی بد ورکوی او ۸ لکه به د ښځی د میړه د دروازی بد ورکوی (د ښځی میړه هغه طالب دی چی په بګرام کی بندی دی). او د ښځی میړه به هم موافقه کوی چی ښځه به طلاقوی. داسی ویل کیږی چی دا فیصله ډاکتر میرویس د مصباح په مصلحت او پیشنهاد کړی ده، چی پدی طریقه به مصباح توانیدلی وی چی د ښخی زړه تر لاسه کړی او هغه زړه انډیوالی به پاه برجا وی.
داسی اوازی هم شته چی ۸ ورځی مخکی هغه د ښځی میړه او پخوانی طالب د بند نه ازاد شوی دی، ډیر لږ لیدل شوی او بیا چا ندی لیدلی. نو ایا داقتلونه به ناموسی او د هغی موضوع تسلسل نوی؟
د طالبانو د محاکمو په قانون کی ایا متهم د خبرو اجازه لری؟ که لری یی ولی فیضل الرحمن ته دا اجازه ورنکړل شوه؟ ایا متهم ته د وکیل مدافع حق حاصل دی؟ که وی ولی فیضل الرحمن ته ور نکړل شو؟ ایا د انسانی خطا په خاطر او د شخصی خصومت په خاطر متهم ته د ثلاثه وو محاکمو حق حاصل دی؟ که حاصل وی نو فیض الرحمن ته ولی نوو حاصل. ایا طالبان د جرم او شهودو د مطالعی څآرنوالان لری که لری یی کوم شهود مطالعه او تحقیق شول؟ ولی د رسنیو سره نه شریکیږی؟ یابه داسی وی چی ددوی محاکم به په ګمان او شک فیصلی کوی.
د ډاکتر میروس اوښی چی په مومټر کی په اور وسوځول شو ایا دا هم د محکمی فیصله وه؟ فرضا که ډاکتر میرویس ژوندی وی ایا د خپل اوښی سره به یی داسی سلوک ورته د قبول وړ وو؟
نتیجه: د میرویس د قتل موضوع څو خبری واضح کړی. طالبان نه د محاکمو شرعی قوانین پیژنی او نه یی زده دی نه د خپلوی او دوستی او نه د اب نمک پاس لری، په خپلو ملګرو یی د یوه په سر او د بل په ناموس لوبی وکړی.
نو ټولو ځوانانو ته مشوره ورکول کیږی چی د افغانستان غمیږی تر ټولو زیاد د افغانستان ځوانان و خوړل. ډیر ځوانان یی د طالب په نامه د علم او تعلیم نه لری و ساتل او ډیر ځوانان چی تعلیم یی کړی دی د دولت سره د همکاری په تور د خاورو خوراک شول. نه محصل مسئون دی او نه متعلم، څو میاشتی مخکی خو د اونخی د دری ټول معلمین راټول کړی وو او د منډوی په نرخ یی پدی جرم وهلی وو چی ولی نجونو ته د تعلیم شرایط برابر کړی دی.
هغه ځوانان چی تراوسه کلیو ته تلل، کوشش وکړی خپل تګ محدود او که ممکن وی مطلقا قطع کړی. په هیچا په هیڅ عنوان اعتماد مه کوی خصوصا د ژند او مرګ په موضوع کی، هیڅ ملګری مو او هیڅ شناخت مو په بده ورځ په درد نه درځی. نو په هغو سپیو ځان مه داړی چی په خپلو ډوډیو مو لوی کړی وی.