د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اعلاميه

حبيب الله غمخور 18.03.2012 12:33

دروزگان ولايت دهراود ولسوالی شهيدانوقاتلان داسلام او افغانانودښمنان دي .

موږ دبېگناه انسانانووژنوکوباندي هرڅوک چي وي اوپه هرنامه چي انسان وژنۍ دې ډول کړنوته دنفرت اوکرکې په سترگه گورو.

له هغې درودونکي پېښې چې امريکايي عسکر و(( ۱۶)) کورنۍ دغم پر لمڅی کښېنولې، يوه ورځ وروسته دهلمنددمارجې په سيمه کښي اته نفره په شهادت ورسېدل دهغوي د ويرخبرې دخلکوپر ژبه وې دادي  داسلام ټېکېدارانودخپلوپاکستاني تورلينگيودخوښی لپاره مارچ پر ((۱۵))ددهراودولسوالی ((۱۳)) نفره  بېگناه ماشومان اوښځې له خپل خواړه ژوندنه محروم کړل .

موږ  ددې درانه اودردونکي غمگينې پېښې  په طرڅ کې دشهیدانو درنوکورنیوسره ځان پدې غم کښي شريک بولو، دشهېدانو دوستانواوپاته کسانوته دجمیل صبر اوشهیدانو ته فردوس جنت  غواړو.

دحيرانتياخبره داده چي دهلمند دمارجې اودروزگان ولايت ددهرادو ولسوالی  ددي مرگونې جنايت په وړاندي ولي ټول چوپ دي؟  ولي ښاغلی کرزي اوټول بشردوستان ددغو شهيدانو نوم نه اخلي؟ ولې ددوي په خاطر څوک لاريون نه کوي؟

ولې ددوي په خاطرپارلمان کښي استراری غونډه نه جوړېږي اوياله پارلمان څخه نه راوزی ؟

پوهېږو!دليل دادی چي دښاغلي کرزی اوله بده مرغه يو زيات شميردولتي چارواکو،ډلو اوتنظيمونونو لپاره دگاونډ يانودلسونکوپلاس دامريکايانوسره دجگړې په نامه دبېگناه افغانانودوژنې اوزورونې په هکله ،نه پوهېږودکوم ډار اوکوموگټوپه خاطر حوپه خوله پاتېږي اوداډول وژنوته عادي بڼه ورکوي .

پدې څوکلونوکښي داثابته سوې دغوچارواکواوپه اصطلاح افغان دوستانوته هغه پېښه  ډيره ارزښت منه ده په کوم کښي چې ددوي  لپاره گټي نغښتي وي .

اوس  ښاغلي کرزی اويوشمېرنوروکسانواوډلو ته ده  زنگاوات ناورين دسوداگری اوسياسي گټوترلاسه کولووسيله ده. ښاغلی کرزی کله يوڅه اوکله بل څه وايي .کله ځان اوکله هغه چې دده وشاته ولاړدی اونوموړئ ئي پردې زورېدلې دشهيدانواوزخميانوپر ورارث ملت تپلی ملامت بولې اوبې مسوليته څرگندونې کوي .

دخواشينۍ اوسوال خبره داده چې دغه ،سياسي گوندونه ،مدنې اوفرهنگی ټولنې ،خپلواک شخصيتونه چې کله ،کله په  يوه اوبل نامه  په درب پيغامونه نشروی په روزگان کښي د۱۳ بېگناه افغانانو چې ((۹))ئي ماشومان اونورښځې دي ولي  چوپ  پاتې دي؟؟؟

ايادافغان  وژنې ډولونه لرې چې کومه ئې غندل کېږي اودکومې په وړاندي  بايدبې تفاته پاته شئ ؟

کنه خودسرک پر غاړي دماين قربانيانوشمير ۱۳ تنه دی،که دايوهم وي خوهغه هم انسان او افغان دی نوولي ددې مرگونې ترور په وړاندي خاموش پاتېږئ ؟ له بده مرغه دغه چوپتيا دوطنپرستۍ بېلگه نه بلکي دمړوپرسرسوداگري ده .

که دامريکااويابل بهرني هيواد په پوځئ عملياتوکښي چي ددغه ناولي حاکميت دستالو لپاره کېږي په تيروتنه اوياهم قصدأکوم چاته زيان ورسېږې نودپاکستان اوايران دولتي چارواکوامرپه هغه شېبه پلی کيږې .ولې داچي دپاکستاني تورلينگیيودروزل سوو لخواددهراودپه ولسوالۍکښي ۱۳ بېگناه انسانان دژوند نه محرومېږې،ټول چوپ دي ،ته به وايه هیڅ نده پېښه سوې .دډير افسوس ځاي دی، کله چي د پاکستان اويران استخباراتی کړۍ دخپلو لاسپوڅوپوسيله افغانان وژنی دغه وژنه يوه عادي خبره ده!

زموږ دټولنې لپاره ديوه بې گناه افغان وژنه دهرچالخوااوپه هرنامه چي وې ستر جنايت اودغندلو وړده . 

ددولت مخالفين بايد پدې پوه وي چي دلويولاروپرسربمونوښخول اوياپه مختليفوبهانودبيگناه انسانانوژول اوياهغوي په ښارونوکښي دکاراوتعليم نه منبع کول نسې کېداي افغان ولس ته دخدمت په نوم ومنومول سي، بلکې دازموږ دکورنيواو بهرنيودښمنانولپاره دافغان ولس پرخلاف دصادقانه چوپړيوه روښانه بېلگه ده.

په افغانستان کي دانسانودوژلوپه قيمت داڅرگندول چي گويادلته امنيت نسته اودولت کمزوری دی دخپلو هيوداوالو سره جفااوملي خيانت دی .دالمرغوندي ټولوته څرگنده اوروښانه ده چي دادولت ،دې ملت ته دمنلو وړنه دۍ اوددې ترڅنگ داهم روښانه ده چي دولت مخالفينوهم ونسوه کولاي دعام ولس زړونه لاسته راوړي .ويلاي سودعامولس نفرت دواټن لري والۍ ددريو واړوپه وړاندي يوشان ده ،ملت له دغوپه جگړه کښې ښکيلو خوانه لاس په سراوپه رښتياسره لارځينې ورکه ده چي څه وکړي .

موږداسلامي هيوادودکنفرانس له مشرتابه اوپه سرکي دسعودي عربستان نه په کلکه غوښتنه کوو چي دغوداسلام په نامه سياسي واک ته درسېدوتږی خپل اسلامي اوانساني ضد کړنوته متوجه اودهغوي له مالي،مادي اومعنوی ملاتړنه چي کړنې ئې يوازي انسان وژنه ده لاس واخلي .

دټولوافغانانوڅخه غواړو چي دخپل هيواد ژغورنې لپاره خپلې مټې راونغاړي اوهرهغه څوک اوځواک چي په افغانستان کښي دقدرت ترلاسه کولوپه موخه افغانان له خپل ژوندنه محروموي اوپر ټول ولس ئې دوحشتاوډارفضامسلطه کړې په کلکه وغندي .

زموږ ټولنې مشرتابه جرگه په زغرده هغه خونړی اوویرجنی پیښی چی دځانمرګواو بمی چاودنو،هوايي غونډارو،توپونواوټنکونو،خپل سرو عملياتوله کبله زموږ د ولس بېگناه انسان وژل کيږي په کلکه غندو اود هغوي عاملین محکوموو.

زموږپه نظرپه هيڅ بهانه اودهيڅ موخې لپاره افغان وژنې ته بايد اجازه ورنکړه سي،له ټول افغان ولس اوپه ځانگړې توگه هغونه چي ځانونه باسواده بولې ،هیله کووچې  دملي یووالي اوافغان ولس له دې ناورين څخه دخلاصېدوپه موخه  اړین ګامونه اوچت  کړي . امين يارب العلمين

د دوستۍفرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه