د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له بیځایه شویو کورنیو سره د سون توکو مرسته و شوه

جواد 22.02.2012 18:13

له بیځایه شویو کورنیو سره د سون توکو مرسته وشوه

د بګرامیو په کمپ کې بیځایه شویو کورنیو ته د سون توکي وویشل شول. دا توکي د کمپ ټولو اوسیدونکو کورنیو ته چې شمیر یې ۴۰۰ ته رسیږي او د هیواد له بیلابیلو برخو څخه د ناکراریو او نورو ستونزو له کبله دې ځای ته راکډه شوي دي، وویشل شول. دا مرسته د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له لورې تر سره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۱۰ کیلو ګرامه لرګي وویشل شول، چې ټوله بیه یې یو میلیون افغانۍ کیږي. نوموړې اداره به همدا راز په پام کې لري، چې ورته مرستې د نورو دا ډول بیځایه شویو کورنیو سره تر سره کړي. یاده دې وي، چې سږ کال د اوږده او ساړه ژمي له کبله په نوموړي کمپ کې ۱۷ تنو کوچنیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ډیرو نورو ژوند لا هم د ګواښ سره مخامخ دی. هیله ده، چې حکومت، نادولتي موسسې او سوداګر پدې برخه کې د انساني ناورین د مخنیوي په موخه د مرستې ډګر ته راودانګي او د قمبر څلورلاري، بګرامیو او نورو کمپونو له اړو کورنیو سره دغو اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او سون موادو په برخو کې لازمې مرستې ترسره کړي.