د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روانې جګړې ته یوه کتنه

اېمل افغان 12.02.2012 21:27

د ډاکټرنجیب الله د حکومت له نسکوریدلونه مخکې په افغانستان کې د چوکۍ او جګړې د ګټلو لپاره د رهبرانو په قول او وینا کومه اړتیا نه لیدل کیده،ځکه دوي په هغه وخت کې همدا بیانو نه او تبلیغات کول،چې موږ په افغانستان کې یوه ساده سیده اوسوچه اسلامي اداره غواړو او نه پریږدو،چې د ډاکټرنجیب الله فاسده اداره دې نوره په واک کې پاتې شي.
نو هماغه و،چې دغو رهبرانو د افغانستان له دوښمنانو سره لاس یو کړو او دغه اداره یې رانسکوره کړه،چې په پایله کې زموږ اسلام پالو او په دین مینو رهبرانو د کابل په ښکلي ښار په هغه وخت کې یوه زوره وره حمله وکړه او هر رهبر غوښتل چې خپل ځان د ډاکټرنجیب الله چوکۍ ته ورسوي دا ځکه چې دوي ډېر له پخوا دغې پاکې چوکۍ ته تږي ناست و. د دې کار په سرته رسولو سره په هغه وخت کې زموږ منظمه اردو یې د نورو په لمسون په سیمه ایزو قوماندانانو بدله کړه،چې هغوی بیا وکولای شول له دې لارې په افغانستان کې د خلکو په عزت ،د مالونو په لوټولو او د کابل د ښکلي ښار په ورانولو لاس پورې کړو، ولس چې شل کاله د دوي اسلامي تبلیغاتو او د پاک جهاد نارو ته تږي ناست وو هغه خوب او خیال یې ورته تر نن ورځې پورې په لوی سیند لاهو کړو.
دا چې په افغانستان کې د رهبرانو خوند او کړې ژمنې خلکو په خپلو رڼو سترګو ولیدلې نو یوځل بیا یې له هغوی نه مخ واړولو، چې په نتیجه کې د ملاصیب اداره د پاکستان او امریکا په خوښه په دغه خاوره کې رامنځ ته شوه ملاصیب یوازې او یوازې دومره وکولای شول،چې په دغه خاوره خپل کنترول او واک ولري هغه جګړه مارې ډلې،چې په دغه خاوره کې یې ښه نوم اونیت نه درلوده په هغوی پسې خپلې مټې را بډ وهلي چې په نتیجه کې یې ټول د پنجشیر په ولسوالۍ وسپارل او ملاصیب ورنه نور بیرته په شاه شوو دا ځکه چې ملاصیب ته هم نور ډیر کارونه ور ترغاړې وو او نه یې غوښتل چې له پنجشیر نه یې هم ورک کړي.
لنډه دا چې ملاصیب په دغه خاوره کې خپل حکومت اعلان کړو چې په نتیجه کې د ټولې نړۍ له هیوادونو څخه یوازې او یوازې سعودي عربستان په رسمیت وپیژندلو له نورې نړۍ سره د ملاصیب کوم کار او اړتیا نه لیدل کیدله او بس خپل سوچه اسلامي نظام او قانون یې په دغه خاوره کې عملي کړو رښتیا خبره ده،چې د ملاصیب په اداره کې د خلکو سترګه له بیکاره خبرو، غلا او بیکاره اعمالو نه سوزیدله ځکه ملاصیب سمدلاسه د پولې په سر په سړي باندې خپل حد جاري کولو، چې ښکاره بیلګه یې د ډاکټرنجیب الله په دار زړولو و چې د خپل بادار په اشاره یې په ډېر لنډ وخت کې دا کار ترسره کړو خدای دی ډاکټرصیب اوس وبخښي ولس ته یې اوس قدر معلوم شو،چې هغه په هغه وخت کې دا ټول ښه په رسمیت پيژندل چې په خپله اداره کې یې ورته ځای نه ورکولواو خپل ځان یې هم له دغې ادارې او خلکو نه قربان کړلو.
رښتیا خبره ده ، چې د ملاصیب په وخت او اداره کې انجینیر،ډاکټر، مطبوعاتواو سیاسي کارپوهانو ته اړتیا نه لیدل کیدله ترڅو چې به چا دیني مدرسه نه ولوستې نو د هغه لپاره کومه د ماموریت چوکۍ هم نه ورکول کیدله ځکه داشی په هغه وخت کې یو منل شوی شرط و او په څنګ کې ځوانانو ته د ښوونځي او پوهنتون دروازې په پړو کلکې تړلې وې نو ځوانان مجبور ول،چې د کمپیوټر نړۍ ته شاه کړي او مدرسه ولولي ، چې اوس د ښاغلي کرزي صیب په اداره کې چې چا مدرسه لوستې وي او د اسلام تبلیغات کوي هغه بیا د القاعده او طالب په نوم د پلچرخي او ګوانتانامو زندانونو ته ورپيژندل کیږي،چې د دې کارونو په ترسره کولو سره له ځوانانو نه خپله تګلاره ورکه شوې ده چې څه وکړي ځکه دوی ته اوس څوک له ږیرې او مدرسې سره په موسساتو کې کار نه ورکوي.
کله چې د ملاصیب نیټه اودوره په افغانستان کې پوره شوه او خلکو ته یې خوند معلوم شو نو نور خپله پاکستان او امریکایانو هم ونه غوښتل چې په دغه خاوره کې دوي خپل کار ته دوام ورکړي نو د اسامه لالا په نوم باندې یو بل په اسلام مین شخص را پیدا شو چې امریکا له طالبانو نه وغوښتل ترڅو دغه سړی ترې وغواړي خو ملاصیب د دې سړي په نه ورکولو سره د امریکا B ۵۲ الوتکو ته ځان چمتو کړو چې د هغوی مقابله وکړي نو هماغه وو چې په څلرویشت ساعتونو کې ملاصیب خپله چوکۍ اواداره پريښودله او د طورخم له مزي نه د پاکستان هیواد ته واوختل چې اوس د پاکستان د حکومت تر کنترول لاندې د هغوی په ناولې غیږه کې ژوند کوي.
د ملاصیب د ادارې له نسکوریدونه وروسته د ښاغلي کرزي او د پخوانیو جنګسالارنو اداره د امریکا په خوښه یو ځل بیا په دغه خاوره کې جوړه شوه،چې په لومړي سرکې افغان ولس ورته هرکلی کولو او خوشحاله ول چې په افغانستان کې که خدای کول اوس به یوه اداره جوړیږي نو هماغه و چې نوی اساسي قانون تش د کاغذ په مخ ولیکل شو د ټولټاکنو لپاره ازاده سیالي ترسره شوه چې منتخب ولسمشر د خلکو له خوا وټاکل شو او تر یوې اندازې پورې کار وشو چې له هغې جملې نه یو ځل بیا د مدرسې ځای په ښوونځي او پوهنتون بدل شو او د بیا رغونې په نوم کار پیل شو نوی اساسي قانون پاس شو.
دوخت په تیریدلو سره کله چې په دغه اداره کې خلکو ولیدل چې کار د اهل کسانو ته ونه سپارل شو او نه هم ولسمشر صیب د خپلو سپارل شوو کارونو پوښتنه له خپلو برحاله وزیرانو نه وکړه نو هرسړی په خپل واک کې شو چې څنګه خپل جیب ډک کړي او د ځان لپاره پرې په بهر او دننه کې ماڼې جوړې کړي تر دې پورې چې کابل بانک چور او تالاشو دا هغه کړنې وې چې په خپله دغو برحاله کسانو په دغه اداره کې ترسره کړې غریبو هیوادوالو دا کار نه دی کړی او نه یې په وس کې پوره وو.
نو اوس به څنګه څوک له دغې ادارې سره په پوره اخلاص کار وکړي او څوک به سرمایه ګذاری وکړي دا هغه څه وو چې په دغو دورو کې زموږ د واک خاوندانو ترسره کړل او ولس همداسې سپیره خوله پاتې شو چې د ځان لپاره یوه مړۍ ډوډۍ اوس نه لري وخت هم اوس تیرشو نړیوالو هم یوځل بیا آوازې اچولي چې موږ نور افغانستان ته شاه کوو خدای دې نور د افغانانو مل شي او سیاسي کار پوهان دي هم نور خدای په دغه خاوره کې ماړه کړي.