لنډه کیسه ،بنده مرغۍ ( ۲ برخه)
25.01.2012 19:48۶
ګوره اخونه وروره! مه مو مایوسه کوه، موږ ډېر په امید راغلي یو.-
ـ ده له ګوره!( چا په کلي کې نه پرېښود، ویلې آس مې د ملک کره وتړئ)! داسې وکړه چې اوس خو زموږ د لور د ورکړې کومه اراده نه شته. د کور کارونه راله کوي او بل داچې هغه لا ماشومه ده. نور را سره هغه دغه پرېږده،بل کوم ځای ولټوه، هر چاته چې یادونه وکړئ، نه به پکې نه وایې. په دې باره کې له ما نور تپوسونه مه کوه. دا کار هېڅکله هم نه کیږي او مه مې زیاتي ماغزه خوره. کله چې اخون په تریو تندي سره داخبرې کولې نو میرمن یې چې د شنډو د ښځی اوربلې څنګ ته ناسته وه، سپکه پاڅېده او بلې خونې ته لاړه.
شنډو اکا چې نور ورته د بل کوم سوال ځواب پاتې نه و، او نه یې خبرې کوم ارزښت درلود، ځان ورته ډېر کمزوری مالوم شواو له هرې بلې خبرې یې دې ډېر زیات زړه ودرداوه چې ویل یې: (چا په کلي کې نه پرېښود، ده ویل آس مې د ملک کره وتړئ) یا (د خپل پوزي سره پښې غځول پکار دي). هغه و چې خپلې میرمنې اوربلې ته یې وویل:
ځه چې ځو، یا به زموږ نصیب خراب وي او یا به د زړګي لیک تر اوسه نه وي شوې. سپک پاڅېدل او له کوره ووتل.
په کاله کې د زړګي سترګې یواځې او یواځې د لویې دروازې په وره کې ښخې شوې وې. که به کوڅه کې هم څوک تېرېده او ده به یې د پښو دربا واورېده نو همدا به یې ذهن ته راغله چې اوس به یې په دروازه د خوښۍ زېری راننوځي. هغه و چې له لږ ځنډ وروسته یې مور او پلار په دروازه راننوتل. کله یې چې د مور ټنډې ته پام شو،چې له قهره لو لپه ده او د مخ ګونځې یې لا پسې پړسېدلي، نو زړه یې ټوپونه شروع کړل. ده لا پوښتنې ته ځان جوړاوه چې مور یې پرې را ړومبۍ شوه:
سرخوړلی دې شي! نور هر څه یې لا پر ځای پرېږده، د ستغو سپورو یې په مونږ څه حق و. له خپلو بچو دې خلاص شي. که لور یې نه راکوله، نو د بدو ردو یې څه حق و. د لور سر ته دې کېني.
ـ نه مورې! داسې مه وایه. لور یې څه ګناه کړې. د هغې مسکینې هېڅ قصوراو ګناه نشته. په دې کې یې پلار د زړګي خبرې پرې کړې او ویې ویل:
۷
کیږي، خیر( یتیم په ژړا پوخ دی).دایې وویل او له کوره ووت.
هغه ورځ چې د زړګي مور او پلار د زرکې د غوښتلو لپاره د اخون کره ورغلي وو او زرکې د وره له شانه د خپل پلار له خولې د رد ځواب اورېدلی و، له هغې ورځې راهسې د زرکې په زړه پولۍ پخېدل شروع شوي وو، او دا له دې وجې په کومه ورځ چې د زړګي او زرکې لیده کاته په ژرنده کې شوی وو، له هماغه ورځې د زرکې زړه څه بل شان ښکارېده او د زړه طوطي یې د زړګي په منګلو کې ښکېل شوی و. خو د نن ورځې د رد ځواب وروسته هغې ته خپل کور له هغې پنجرې نه چې د هسکو هسکو غرونو نه پورته الوتونکي پکې بند پاتی وي، کم نه و. څه به یې کړي وای. هغې د خپلې پښتنې ابرو له مخې د خپل پلار په سترګو کې شګې نه شوای شیندلای. هغه بنده پاتې وه، بنده مرغۍ .
وختونه تېرېدل او د وختونو تر څنګ د زړګي او زرکې ژوند له یو عالم خواشینیو او کړاوونو سره روان و. د زړګي دونیا په کراره کراره بدلېده او کټ مټ د لیونو او ملنګانو د نړۍ په لور روانه وه.
هسې خو د زړګي سروکار له ژرندې او اوړو سره و. مګر اوس به ببر سر، څېرې ګرېوان، شلېدلې څپلۍ له زړو ختو سره ګرځېده. خو نن سبا خبرې چېرې پټې پاتی کیږي. آن له وړو وړو خبرو خلک غرونه جوړوي. په کلي کې ورو ورو د ګونګوسو بوی خورېده چې د شونډو اکا په زوی څه شوي چې اوس ترې د کلي واړه او پېغلې ډارېږي. ځینو خپلې لوڼې ژرندې ته له لیږلو بندې کړې. ځینې ښځې چې د زړګي له کیسې خبرې نه وې، ګومان یې کاوه چې چېرې په چرسو او پوډرو لکه چې اوختې. خو ځینې چې په کیسه پوه وې پټې به پسېدلې او ویل به یې:
۸
د زرکې ژوند کټ مټ دغه غوټۍ ته ورته شو، یا هم هغې توپاني بېړۍ ته چې د سمندر په زړه کې له سخت زړه بګنوونکي توپان سره ډغرې وهي او هره ګړۍ یې د ډوبېدو خطره وي. ډېرې تودې جرګې او مرکې د زرکې پسې تلې راتلې او د شونډو اکا غوندې به نا امېده او مایوسه له وره وتې. خو په زرکې یې هېڅ کوم اثرنه کاوه او نه یې د هغې خوارکۍ په پټو زخمونو پټۍ ایښودلای شوای. له زړګي وروسته هغې ته ټول ژوند بې مانا او نیمه خوا ښکارېده او نه د چا په کیسه کې وه.
لږه موده لا تېره شوې نه وه چې د ګلو خان د حوسونو تورې څپې د اخون د لور زرکې په لور کږې شوې. ګلو خان زامن خو یې لا پر ځای پرېږده، آن د لمسو خاوند دی. او ږیره یې هم که نن سبا یې مرګی دروازه ونه ټکوي، سوچه سپینېدله. بیا هم د نوې کوژدې او نوي واده په تکل کې و.
۹
ـ اخونه وروره! خدای دې مه خواروه. همېشه دې خدای ډوډۍ ګرمه او اوبه یخی لره.
ـ خان صیب دا ټول ستاسې له دعا او برکته دي. ستاسې سیوری دې خدای همېشه پر مونږ لري. څنګه دې نن زمونږ د غریبانو تپوس وکړ.
ـ نه وروره! ستاسې تپوس او پوښتنه پر ما حق ده، او بل داچې غوښتل مې یوه خبره درته وکړم که بدې در ته نه ښکارمه.
خدای مه کړه! سل کرتې خویې وکړه خان، تاسې پوره حق لرئ. -
ـ خبره داسې ده، که چېرې خدای پرې ورحمېږي، تاته خو پته ده چې ته زما له وړوکوالي دوست یې. نو که چېرې دا دوستي لاپسې ټینګه کړې، ښه به وي.
پوه نه شومه خان چې څه مطلب دې دی. -
ـ هسې د ځان لپاره مې د زرکې د غوښتلو خبره کوله.
له دې خبرې سره جوخت اخون غلی غوندې شو، او په کوم اوږده چرت کې لاړ. خدای خبر چې څه یې په زړه کې ګرځېدل، چې په دې کې ګلو خان بیا تپوس ترې وکړ:
وروره! لکه چې زما خبره درباندې ښه ونه لګېده، که څنګه؟ -
ـ نه وروره داسې نه ده! ستا خبرې هېڅکله هم داسې نه وي چې په چا دې بدې ولګیږي. او بیا له دې سره په سوچونو کې شو:
له یوې خوا یې ځوانه لور زرکه، له بلې خوا د خان صیب شته او دوستي او ...د دې په څنګ کې د هغه اولادونه خو لا څه کوې آن د هغه لمسي، بیا هم د هغه غوړ لیستوڼی او جایداد او...
اخونه وروره! غلطي خو مې ونه کړه چې بیا چېرې لرې لاړې؟ -
ـ نه وروره! تاسې او غلطي. داسې هېڅکله کېداې نه شي. ته داسې وکړه چې زه به بېګاه ته د وړو مور سره سلا مشوره وکړم، سبا ته به که خیر وي تاسې ته ځواب درکړم.
وروره! چې خبرې ورځو ته پرې نږدې، سودایې ژوند مې نه خوښیږي. -
ته بې غمه شه،سبا ته ځواب درکوم له خېره. -
۱۰
ته فکر مه کوه خدای به خیر کړي. -
هغه وچې په لنډه موده کې د ګلو خان او زرکې کوژده تر سره شوه. د اخون پدې کار د چم ګاونډ ټول خلک هک پک شول. پېغلو به د زړه له درد او جوشه ویل: ګلی خداې په دې عمر وشرماوه. توبه خدایه بوډا او زرکه خوارکۍ؟ -
هېڅ د منلو وړ نه ده. د زرکې په کوژدې زړګی سوچ لیونی شو. هغه اوس د شپې په تروږمۍ کې له کوره وځي او هېڅ پته نه لګیږي چې چېرې ځي. ځینې وخت داسې هم راشي چې په شپو شپو ورک وي.
څو میاشتې لا تېرې شوې نه وې چې د ګلو اکا واده تیار شو. ښه مست ډول ډبلي غږېږي. مازیګر مهال و چې د زرکې ډولۍ د کلي له وستل نه تېرېده او د وستل په کونج کې لوغړن، څیرې ګرېوان لېونی حېران دېران ولاړ او ډولۍ ته یې دوه سترګې څلور کړي.زړګي لیوني! له همدې شپې وروسته بیا چا د زړګي دوه سترګې ونه لېدې.ته به وایې زمکه وچاوده او دې پرې ننوت.
پاکستان- د ټکسلا ښار

