د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غوبلونه او اشرونه لنډه کیسه

خوشال کونړی مزاروال 25.11.2014 12:07

سږنی اوړی د تېرو څو کلونو په تله خورا ګرم وو. د چا خبره د سړي ډډې یې لږ کوټې ګرمولې. له همدې کبله اروپایان، په تېره بیا ډنمارکمیشتي زیات خوښ ښکارېدل. په ټنډو یې د خوښۍ نښې له ورایه ځلېدلې. د ګرمۍ له برکته د سمندر غاړې، او د سمندر په غاړو هغه ځایونه چې د لمبا لپاره په نښه شوي، په زړو او ځوانانو ډک ول. ځانونه یې لمر ته اړول رآړول، او د خوښیو په غېږه کې یې ورځې تېرولې. په تېرو څو کلونو کې، کله چې به د ژمي یخه بړستن ټوله شوه، واورې به والوتې، نو دهر یوه به له سپرلي روسته، اوړي ته تلوسه وه،  چې د تودوخې مزه یې وڅښي. خو اوړي به هسې سر راښکاره کړ، بېرته به یې د مني ساړو او ړچوونکو بادونو ته غېږه پرانېسته، چې د سړي دزړه مراندې به یې لاپسې شنې کړې….
 خو سږنی اوړی داسې نه وو. د تېرو کلونو تودوخه یې هم له ځانه سره راخیستې وه. د اوړی دې ښکلي موسم ته د هر یوه زړه ټوپونه وهل. ټول ورته په خپلو لباسونو کې نه ځایېدل. ټول ورته خوشاله ول. خو) پردېس خان ( ورته له ټولو نه زیات. هغه هم له دې کبله چې خوارکی د هډوکو په درد اخته وو. له همدې درکه به وخت ناوخته په ډاکټرانو ګرځېده؛ که ګوندې دردونه یې لږشانې ارام شي.... بس پردېس خان به لا د غرمې مړۍ تر ستونې تېره کړې نه وه، چې بیا به له خپلې مېرمنې سره یو ځای قدم وهلوته وتی وو.
نن هم د نورو ورځوپه څېر ووت. خو داځل یې لاره بدله کړه. په کرنیزو او زراعتي ځمکو ورسم شو. د غنمو بې پولو، بې کنیو، او بې ورخونو سترې کروندې یې تر سترګو تېرولې. هرې یوې ته به یې په غور سره کتل. ځینې وخت به یې د افسوس سر خوځاوه. په زړه کې به یې اوړېده را اوړېده،  چې ولې یې خپل هېواد داسې ځمکې نه لري..... غمجن به شو. په زړه  به یې د بدمرغیو او ناخوالو لوی پنډ پرېواته. د هېواد جنګ جګړې، نارامۍ، ځانوژنې او وینې تویېدنې به یې سترګو ته نېغې ودرېدې. نور به هم خواشینی شو .بیا به یې سترګې په غنمو وګنډلې. د غنمو وږو ته به یې ښکته پورته وکتل، او ورسره به د غنمو په لویو او پلنو کروندو کې ورک شو….
غنم پاخه ښکارېدل. پاخه څه چې د لو، لور وخت یې وو. لږ وړاندې یې سترګې په زراعتي ماشین ولګېدې، چې د رېبلو او لو سره یې د غوبله چارې هم سمبالولې، او تر څنګ یې غنم له بوسو بیلول. پردېس خان  یوه شېبه د ماشین کار ته پښه نیولی شو. د ماشین کار یې خوښ شو، چې د ډېرو خلکو کار یې په یوازېیتوب تر سره کاوه. خو د کلیوالو هغه ګرمه مینه یې په کې ونه لیده چې د لو، لور او غوبله په وخت کې به یې یو له بله سره کوله، او یو د بل لاسنیوی به یې کاوه.... له دې سره جوخت په سوچ او خیال کې لاړ. ډېر وړاندې.  ډېر کلونه لرې. خپل د زوکړې کلي ته:
***
د سهار اته - نهه بجې دي. د غوبلونو موسم او زور دی. څوک غنم بادوي. څوک )ګونډی( ټکوي. څوک رشې تړي. خو د غوبلونو په لړ کې وار) سینور اکا ( ته رارسېدلی. نن د هغه د غوبله ورځ ده. ټول کلیوال، هغه چې غوایان لري، له خپلو مالونو سره د غوبله ځای ته راغونډ شوي، هغه چې مال نه لري، خو د خیر ښیګڼې نیت لري. د کومک او مرستې هوډ لري؛ هغوی هم ځانونه رارسولي. پنځلس - شل سره مال جوړ شوی. د غوبله )تلی( د زړه په مینه اوار او ټپک ښکاري، چې د دروزو سټې یې پښې یبلي ته زیان نه رسوي. د غنمو )سرای( هم ښه وچ شوی. ښه خواري پرې شوې. ښه ښاخۍ پکې وهل شوې، او لمر ته ډډه په ډډه اړول شوی. درمندګی(درمندلرګی) هم له وړاندې ټکوهل شوی، او ګردچاپېر یې غنم شیندل شوي دي. هلته لږ وړاندې د خوړ د غاړې په اوچته دېره کې د پردېس خان په ګډون یو شمېر تنکي ځوانان د غوبله ویشتلو ته په څو ناست دي، اوشېبې شماري. په دېره کې ۵۰۳)ټیپ رېکارډر (د مېز د پاسه ایښی دی. خوږو او مستو سندرو یې د دېرې فضا رنګینه اوګلورینه کړې. د راټولو کسانو غوږونه نازوي، او د اوړي په دې ګرمو شپو ورځو کې د خوړ د غاړې د یخې هوا او پستې وږمې سره یوځای د سړي په زړ ه ښه لږی…. لږ وخت  روسته دا دی د غوبله په پنډ پړي د غویانو تړل پیليږي. ټول غوایان یې په درې ډلو ووېشل .تر ټولو چست و چالاک غوایا د)  ترومباز( پر ځای وتړل شو. اوس د منځ برخې وار راغی. دوی یې هم وتړل .دا دی لټه او وروستۍ ډله په )نوي(  کې د درمندګي خواته تړي. د هغوی کار هم وشو. په دې ډلو کې هغه غوایان چې ښکرې اچوي، د جګړې او ګډودۍ سبب ګرځي، د هغوی لارې چارې لټوي. د هغوی )وندني (یې لنډ کړل. په هر صورت په پړي د غوایانو د تړلو کار پای ته ورسېد . اوس د غوبله دغه پنډ پړي باید له درمندګي سره ټینګ وتړل شي؛ او دا کار )سربانډه(غواړي. په دې کې یو ه وویل:
- سربانډه چېرې ده؟
سینور اکا ژرخپل زوی حکیم ته وویل:
- هله زویه سربانډه راوړه!
او حکیم سربانډې پسې دننه حوېلۍ ته منډې کړې.
لږه شېبه پس دادی غوایان د غنمو په ډېریو ورخیږ ي. پردېس خان لومړی هلک دی چې له حکیم سره یوځای غوبله پسې شو. یو شمېرو )ښاخیو( ته لاس واچاوو. د غوایانو پښو ته ګردچاپېره سرای راارتوي، او نور د چایو د څښلو او دمې نیولو لپاره دېرې ته روانیږي.
تر لومړي) پوړ( اړولو پورې غویانو پسې کېدل ستونزمن وي، ځکه له یوې خوا غوایانو لاره نه وي اخیستي. هره شېبه د دې اندېښنه اوخطره وي چې په خپلو منځو کې سره ونښلي، سره مالومه کړي، یوبل ژوبل کړي،او زړونه سره یخ کړي.
له بلې خوا غنم لا د غوایانو پښو لاندې مېده شوي نه وي، او تګ پکې ستونزمن وي؛ هغه هم دماشومانو لپاره. خو پردېس خان سره له دې ټولو ربړو دا دی غوایانو پسې دی .هغه د خپل همیشني عادت او خوي له مخې تر هغو چې څلورم او اخري پوړ نه وي بشپړ شوی، غوبل نه وي خلاص شوی، له دېرې او کاره اوږه نه خالي کوي. له همدې کبله یې د کلي د مشرانو زړونه ځان ته رانږدې کړي ، او ټول یې نازوي....
وروسته له څلور- پنځه ګړیو کار او زحمت ګاللو دادی د غوبله دوه پوړه اوختي دي.  د غنمو ټول سرای د مالونو تر پښو لاندې شوی. لمر سترګه هم  یوه نېزه راښکته او منځ آسمان ته رارسېدلې ده. لمر اوګرمي نور د سړي ډډې سوځوي. کولمو هم چنګاری پیل کړی. د ډوډۍ خوړلو تابیا هم روانه ده.
په دې کې سینور اکا د غوبله له ځایه ښکته دېرې ته راکوز شو. خولو ترې دارې وهلې. له سره یې خپل پګړۍکړی څادر پرانیستو. خولې یې پرې پاکې کړې. د چاټۍ خواته ورغی، او د اوبو یخ جام یې په سر راواړاوه. له اوبو څښلو وروسته یې سم د واره وویل:
- ځوانانو! داځل به سپین ږیري پرېږدو چې ډېره ګرمي ده. تاسې راولاړ شئ چې دا درېم پوړ واړاوو. ډوډۍ هم تیاره ده چې لږ ه په کراره او په ارامه یې وخورو. ځوانان سپک پاڅیږي او پوړ اړولو ته روانیږي.
پوړ واړول شو. ځوانان دېرې  ته د راستنېدو په حال کې دي. نور نو ټول له اده باده وتي دي. ټول ستړي شوي دي. ټولو کرۍ ورځ خولې توې کړي. د ځوانانو د رارسېدو سره جوخت د سینور اکا زامن کوزه او چلمچي راو ړي. ټول  لاسونه پرېمینځي. هلکان د دسترخوان په خورولو  لګیا دي. په دې کې د سینور اکا میرمن او نږیندې توکرۍ او دیګونه په سر دېرې ته راخیږي. یو شوخ هلک په داسې حال کې چې د خپلې ټنډې خولې یې په څادر پاکولې، له خندا سره یوځای د سینور اکا میرمنې ته وویل:
- ترورې! ګوره چې په خړو اوبو او پیاوې دې غولولي نه یو.
د هغې په شونډو موسکا خوره شوه، او ویې ویل:
- څه چې په دیګ کې وي، اوس به کاسو ته راووځي.
د سینور اکا زامن له تورسرو ټوکرۍ او دیګونه نیسي. په ځمکه یې ږدي. له ټوکرۍ د تناره ګرمې او پستې ډوډۍ راباسي، او په دسترخوانونو یې خوروي. دغه شان د سینور اکا مېرمن په دېره کې ناستو خلکو ته له ستړیمشي روسته د ښوروا لوي دیګ ته کښیني. د غواوو په زیړو غوړو کې پاخه شوي چرګان او ښوروا له دیګونو راووباسي،  او په کاسو کې یې اچوي. ډېر ژر د بینډیو، د پالکو د سبو، مستو، شړومبو، شنو مرچکو او د پیازو له تازه غوټو سره یوځای ټول خواړه په دسترخوانونوکیښودل کیږي. ټول ټول خلک پینډې جوړوي، او په خوړلو پیل کوي. د سینو اکا زامن پینډو ته اوبه نیسي او د جامونو په لاس دریږي. ټول په پوره خوند او مزې سره د سینور اکا د غوبله اشر خوري. وروسته له ډوډۍ خوړلو، ځینې د خپلو غوایانو څنګ ته ورځي، او هغه چنډه نیم سوکړک او یا ارداوه چې یې ورله برابره کړې، هغه ورکوي،  چې ستوماني یې ووځي، اوتیګاه یې لږه کمه شي. .…
او له دې سره پردېس خان  نورې هم خپلې سترګې غړوې. د خیال په وزرو سپریږي . نور هم وړاندې ځي. دسینور اکا د غوبله او اشر تر څنګ یې د ګل خان اکا، او خیرواکا غوبلونه او اشرونه سترګو ته درېږي. د هر یوه دېرې ته خېږي. د هر یوه غوبله پسې کېږي. د هر یوه په غوبله کې خپلې خولې تویوي….بیا یې پام ښکته د خوړ په لوراوړي. د خوړ په غاړه، د ونو او ولو د سوري لاندې، هلکان او نجونې په لوبو دي. په مستۍ دي. هغوی د لوبو او مستۍ غوبل جوړ کړی. جامې او ځانونه یې په خټو لړلي. هغوی ځانته بېله نړۍ جوړه کړې. دی هم د هغوی په عمرکیږي. د هغوی همزولی کیږي. د هغوی څنګ ته ورځي. د هغوی سره په لوبو کیږي. له ځانه بې خبره. له نړۍ بې خبره. له هرڅه بې خبره.... بیا یې پام د خوړ د غاړې باغچې ته اوړي. د سینور اکا باغچې ته. روانیږي. د هغه باغچې ته ورځي. د هغه له باغچې ځانته د کشمالو د غونډلو او ډمبرګلو ښکلې غونچه جوړ وي. د خوښیو په لمن کې د خپل کور او کلي په لور درومي ، چټک چټک ګامونه اخلي ، چې په دې کې یې مېرمن پرې غږ کوي:
- وه سړیه! څه درباندې وشول! لږ په کراره شه!
***
د مېرمنې د غږ په اورېدو سره یخ پخ ودر یږي. د سوچونو او خیالونو له سمندره راووځي. نه د سینور اکا غوبل شته ، نه د خوړ د غاړې د ونو او ولو د  سیوری  لاندې د ماشومانو لوبې، او نه هم د کشمالو د غونډلو او ډمبرګلو غونچه. سترګې یې یوځل بیا د غنمو په ستره کرونده کې په زراعتي ماشین لګیږي، کوم چې په رېبلواخته دی. ښکالو او زوږ یې کرونده په سر اخیستې. لوګي ترې پورته کیږي، او بیا دغه لوګي د آسمان په پراخه سینه کې ورکیږي.په شونډو کې خپلې میرمنې ته موسکی کیږي. او دواړه خپله لار نیسي.
۲۴ - د لړم - ۱۳۹۳
۱۵ - ۱۱ - ۲۰۱۴
د ګرېستېد ښار
 ډنمارک