غزل
01.10.2011 13:00چی زما په تا خــــوږیږي توری سترګی
والله ډیری می خوښیږي توری سترګی
دپښـــــــــتون دکاله پت ته پیغورنه شی
دا چی دلته اوس خرڅیږي توری سترګی
دارمـــــــــان دزړګي څلی زخمي ښه دی
چـــــی یی یاد کی پاتی کیږي توری سترګی
په هرمخ کی وی جانانه غبرګی سترګی
خو دا سـتا په مخ نڅیږي توری سترګی
هغه ستـــرګی دغه سترګی ټولی سترګی
بس له ښکلو دی ځاریږي توری سترګی
ای میرویســـــه دزړګی کابل دی خپل که
پـه رقیب می نه لو ریږي توری سترګی
ننګر هار جلال اباد