د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ازاد نظم

میرویس نجیبی 30.09.2011 23:12

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

داښایست تری واخله
ای د ښکلاڅښتنه ای د ښکلا څښتنه
دکبرجن حسن میرمن ده
خیالونه لوټوی
ضمیرونه لوټوی
تش ګوګل شی پاتی
زړونه لوټوی
دماشوم په څیر یی چیړي
دخندا او د ژړا نه یی
خپل روح ته لذت ورکوی
د فرعونی غرورڅښتنه
دښکلا په انعام مسته
دا په خیال کی
دشداد جنت جوړوی
داښایست تری واخله
ای دښکلا څښتنه ای د ښکلا څښتنه
زمادخیال زین شوی اس
کله یوخوا کله بل خوا
په ورشو د محبت کی
دوصال په نظر
ورته په مخ کی
خپل وزرخوروی
بیا په معصوم کی اندازکی
ترینه غوښتنه کوی
کړه څلورم شرط عملي
درضا په خاطر
شه حقیقت ته نږدی
د تسلا په خاطر
دښکلا له ګنجه
څوسیکی دحسن
ورکړه دچاپه خاطر
خو:
ښکلا یی د یوسف له رنګه
ضد دنمرود کوی
څنګه ورکړمه
دازما برخه
د ازل نوشتوکی
دغرورپه پاڼه
لیک دنمرودکوی
ځان ته مکتب جوړوی
ځان ته کتاب جوړوی
نو:
داښایست تری واخله
ای د ښکلا څښتنه ای د ښکلا څښتنه

جلال اباد