د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له پوځي اډو سره د مخالفت جبهې خپل شتون اعلان کړ

امين خاطر 29.08.2011 21:48

د افغانستان د ملي يووالي او امريکايي پوځي اډو سره د مخالفت جبهې خپل شتون اعلان کړ.
دې جبهې، چې له ديني علماوو، د مدني ټولنې استازو او ځينو سياسي ګوندونو څخه جوړه ده، خپل شتون په کابل ښار کې د وږي په ٦مه، د يوې سترې غونډې په ترڅ کې اعلان کړ.
دا جبهه اوسمهال يوه ١٢ کسيزه موقتې شورا له خوا اداره کېږي او رسمي دريځ يې د وياند (احمد وحيد مژده) له خوا څرګندېزي.
يادې جبهې د غونډې په ترڅ کې يوه اعلاميه خپره کړه، چې په لاندې توګه ده:
اعلاميه
له لسو کلونو زياته موده کېږي، چې لوېديځوال ښکېلاکګر ځواکونه زموږ پر هېواد واکمن دي، په دې موده کې د هېواد ځمکه او فضا د هغوی په واک کې ده او څنګه يې چې غوښتي، خپل فرمانونه يې په کې پلي کړي دي.
د جهاد له برياليتوب وروسته کورنيو جګړو، د طالبانو رژيم د حکومت کړنلاره او د هغه وخت جنګي وضعيت او د ۲۰۰۱زېږديز کال پېښو، د افغانستان مسلمان ولس له دې غافلګيره کړ، ترڅو د ملګرو ملتونو سازمان تر چتر لاندې د بهرنيو ځواکونو د بې پردې او ښکاره يرغل پر وړاندې خپل تصميم ونيسي. د هغوی د برخليک تصميم د يو څو محدودو کسانو په ګډون د امنيت شورا سازمان له خوا به بن کې، چې يو غير واقعبينانه تصميم و، ونيول شو. پر نړۍ اوسنی واکمن استعمار به بن کې د بن قرارداد تر نوم لاندې غير عادلانه او د دې هېواد له اسلامي او ملي فرهنګ څخه پردۍ پرېکړې وکړې او پر هغو يې د تنفيذ مهر ولګاوه. کوم نظام چې په افغانستان کې د همدې قرارداد له مخې رامنځ ته شو، د هېواد ستونزې يې نه هوارې کړې او نه يې هوارولای شي.
نړيوال او په ځانګړي ډول د دې نظام بنسټ ايښودونکي د ورځو په تېرېدو د وضعيت ښه کېدو په تمه وو او لا اوس هم همدغه خوب ويني؛ خو لس کاله کېږي، چې افغانان وژل کېږي، توهينېږي، بې عزته کېږي او له څو محدودو استفاده جو کسانو پرته، نور ټول ولس ورځ تر بلې بېوزله کېږي. کرنه، کانال او ويالې يې، کورونه او باغونه يې د بهرنيو ځواکونو له امله ويجاړ او سوځول کېږي.
دغه ټول انتظارونه په ناهيلۍ واوښتل، ان همدغو ظالمو پرديو ځواکونو هم اعتراف کړی، چې د لسو کلونو له تېرېدو سره سره، د هغوی بې اندازې لګښتونو او د پوځيانو وحشيانه کړنو ونه شو کړای، چې د افغانستان وضعيت او حالت د ښه والي او پرمختګ پر لور روان کړي، له دې هېواد د وتلو او يا په کې د پاتې کېدلو د فکرونو په ګرداب کې راګير شوي، سرګردان، حيران او ګوته په غاښ دي. هغوی تر ۲۰۱۴زېږديز کال پورې د وتلو چيغې وهي؛ خو هغه کسان چې په علم اليقين سره يې دا درک کړې، چې خپل واک او څوکۍ به له لاسه ورکوي، بيا د ملي ګټو، د کورنيو جګړو د وېرې او د ګاونډيانو د لاسوهنې په بهانه تر ۲۰۲۴ز کال پورې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو فريادونه کوي.
له څو مودې راهيسې په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو د جوړولو موضوع، بيا د ستراتيژيک تړون مسئله او په دې وروستيو کې د يوې اعلاميې له لارې د امريکايي ځواکونو شتون او يا هم د افغان ځواکونو له اډو د هغوی د استفادې خبرې مطرح شوې دي. دغه وضعيت، د هېواد علما، پوهان او اصيل وارثين اړ کړل، ترڅو سره يوځای شي او د پرديو ځواکونو د شتون ستونزې او کورنيو اختلافاتو ته د حل لارو چارو د پيداکولو لپاره سره لاس په کار شي.
د کابل د جوماتونو ملا امامانو، علماوو، پوهانو او د ټول هېواد قشرونو د ۱۴۳۲هـ ق د روژې مبارکې مياشتې په ۱۷مه / د ۱۳۹۰هـ ش کال د زمري ۲۶مه / د ۲۰۱۱ز کال د اګست په ۱۷مه نېټه په يوه لويه غونډه کې چې ۸۰۰ کسان په کې وو، يوه فتوا صاده کړه. په دې فتوا کې د الله تعالي د کلام په استناد، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د لارښوونو او د فقهاء کرامو د اقوالو په رڼا کې، په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون، چې په هر نوم او نښان سره وي، حرام او ناجايز اعلان کړ او د تاييد لپاره يې لاسليکونه هم پرې وکړل او په هغه کې يې د افغانستان له متدينو خلکو غوښتي، ترڅو د تفاهم او حقيقي مصالحې له لارې اوسنيو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
د يادې شوې فتوا په پيروي او ملاتړ، په هېواد کې د ملي يووالي او د بهرنيو ځواکونو د پوځي اډو له شتون سره د مخالفت جبهه رامنځ ته شوه. دغه جبهه درې لاندې موخې د خپل کار په لومړيتوب کې لري:
• د بهرنيو پوځي اډو د جوړولو مخنيوی:
په اوسنيو شرايطو کې د بهرنيو ځواکونو اوږدمهاله شتون ته اجازه ورکول، د هېواد د خپلواکۍ مغاير او په هېواد کې د يوې اوږدمهاله جګړې د دوام او د هغې د انګيزې د تقويې لامل کېدای شي. دغه راز به دا کار د سيمې د هېوادونو حساسيت راوپاروي، چې په پايله کې به کورنی او سيمه ييز امنيت له خطر سره مخ کړي، همدارنګه به هېواد هم د تجزيې له خطر سره مخ شي.
• له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل:
په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون، د دې ولس ملي غرور له منځه وړي او په افغانستان کې له دې زيات د هغوی پوځي شتون د زغملو نه دی. هغوی زموږ له هېوادوالو سره غير انساني او د بشر حقونو د موازينو خلاف چلند کوي، د هغوی د شتون دوام به په دې هېواد کې د جګړې اور ته لا لمن ووهي او له هغوی څخه زموږ د خلکو کرکه ورځ تر بلې ډېرېږي. په پايله کې امنيتي اوضاع د ورځو په تېرېدو خرابېږي. د تېرو لسو کلونو تجربه د دې حقيقيت شاهده ده، چې د هغوی په شتون کې د افغانستان هراړخيز پرمختګ ناشونی دی.
• په هېواد کې د تفاهم او ملي اشتي هڅې او زيار:
دغه هڅې به د دې لامل شي، چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم د کورنۍ جګړې د تکرار او واک ته د رسېدو مخه ونيسي، يو غښتلی اسلامي او ملي حکومت به رامنځ ته شي؛ هغه نظام چې د هېواد د مادي او معنوي بيارغونې په لاره کې به په کلک هوډ سره کار وکړي.
زموم د هېواد حقيقي ستونزه د ښکېلو بېلابېلو خواوو ترمنځ د تفاهم نه شتون او يو د بل په نه زغملو کې نغښتې ده. د هېواد ډېری سياسي ځواکونه د مشترک او ملي برخليک په ټاکلو کې ټول ملت ته د برخې ورکولو غوښتونکي نه دي. هره ډله په لومړي سر کې د خپلو شخصي ګټو او بيا د ملي ګټو په فکر کې ده.
په تاسف سره بايد وويل شي، چې ډېری هغه هڅې چې د ملي اشتي په اړه جريان لري، په حقيقت کې فريبکارانه او شکلي اقدامات دي او له يوه لويه او اصلي غوښتنه يې له مخالفينو څخه تسليمي ده. دغسې له واقعيته لرې طرحې هېڅکله په هېواد کې د جنګ د ختمولو په لاره کې اغېزمنې او ګټورې نه دي، بلکې د جنګ د دوام لامل ګرځېدای شي.
نو پردې بنسټ، جبهه د هغو هېوادوالو، چې له پورتنيو موخو سره موافق دي، ملاتړ او مشارکت ته سترګې په لاره ده.
په پای کې بايد وويل شي، چې دغه جبهه په موقت ډول د يوې شورا له لارې اداره کېږي او يادو موخو ته د معتقدو او متخصصو کسانو پرمخ يې غېږ پرانېستې ده. د جبهې فعاليتونه او کړنې به د خپل ويندوی له لارې انعکاس او د خلکو او رسنيو په واک کې ورکړل شي. انشاءالله په نږدې راتلونکي کې به په کابل ښار کې د افغانستان شموله سترې غونډې شاهدان واوسو.
بهرنيان بايد په دې پوه شي، چې افغانان د هغوی پوځي شتون، چې په هر نوم او عنوان وي، نه غواړي او په دې تړاو د افغانستان له حکومت سره هر ډول تړون، که د هرې مرجع له خوا تاييد هم شي، د افغانستان د خلکو د غوښتنو خلاف او مردود دی.
ومن الله التوفيق