د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کاڼو باران... ريښتينى خوب...

امين خاطر 11.08.2010 11:11

دا زما خوب دى چې ما بېګا شپه (د روژې مبارکې مياشتې د لومړۍ ورځې په شپه) وليد.

د کاڼو باران... ريښتينى خوب...


زه لږ لرې مسافر وم، بې خبره له خپل کلي، له خپل ښاره

ناڅاپي ... ها... ناڅاپي زه خبر شوم چې زما په ښار کاڼې راوريږي هم خوټيږي له ځمکو... خلک مړه شول... د چا زړونه دي چاودلي، ځيني له کورونو تښتېدلي... هر څه تالا والا دي. ماوې خدايه لويه خدايه! دا څه شوي؟ خدايه خير کړې... زما کور – زما کلى – زما ښار...

بس چاره نه وه زه هم لالهانده او جړپړ د خپل کور په لور رهي شوم – بس همدغه مې په زړه ول... خدايه ما مړ کړې له ما هر څه واخله خو ... خو چې زما په کور کې څه خيريت وي... همدغه سوچونه را سره ول چې د ښار د لويې لارې پرڅنډه له خپل کلي سره کوز شوم – ها ... عجيبه وې صحنې دلته... بس شور ماشور وو خو ... يو شان خاموشي هم وه نه کلام وو، نه له ځانه څوک خبر وو، لالهانده او غمجن ول. خاموشي هم وه، ژړا هم وه، منډې ترړې هم وې... بس باران وو نور تم شوى خو ... خو لږ لږ به مې د غټو غټو ډبرو د ماتېدو او کولېدو آوازونه تر غوږو شول... عجيبه ول غږونه... بس د ځمکې ښورول ول او د انسانانو غورځول ول، ماوې خدايه دا خو اوس هم... زه نور هم وارخطا شوم... په يوه منډه د کلي په لور ولاړم... د کلي د عمومي مارکېټ له لارې مې خپل کلى را تر سترګو شو ... بس دومره وايم اوس هغه کلى نه وو تشه کنډواله وه، ديوالونه نيمايي ول، کورونه کاږه شوي، غورځېدلي ...زه تيز شوم چې ناڅاپي مې زمونز د کلي جامع جومات ته مخامخ د هماغې غټې او ګڼې د بېرو، ونې ونې ته څېرمه پښې ونښتې چې زمونز د کلي د هماغه ښکلي دوکان، ښکلى شاګرد د لرګيو په انبار ناست وو... زما په ليدو کړپ په ژړا شو او په حساسه منحني زاويه کې يې زمونز په کور سترګې ورواړولې او ما هم... خدايه زما د کور ديوالونه خو هم نه وو، هر څه تالا والا ول، خدايه! لويه خدايه! خير ... او ..........
هو ...

زما پر کور – زما پر کلي – زما پر ښار د کاڼو باران شوى وو.
.. خدايه خير کړې...