غزل
11.07.2011 19:12نوردي ستم زغمــلي نشم يو پاڅون ورله پـــــــــه کاردي
درقيب څنګ کي ژوند ګران دي يوجنون ورله پـه کار دي
دغاصب حکومت دلاسه يم تنــګ شوي په خــــل کور کي
زړه مي تور دي ددي ژونده نور لمسون ورلـــه په کار دي
زمونږ مشران چه په ډالرو اوچـــوکيو باندي ســر ورکوي
ملت خونه دي ملامت ژونــدون ورلـــــــــه په کــــــار دي
دابـــــــــــــــــــــــدالي ځمکه خرڅــيږي په ناچــيزه سودا
راځي پښتنو يو شــو غاښ ماتون ورله په کــــــــــــار دي
ګاونډيـــان نه غــــــــــــواړي زمونږه ترقــي اوخوښـــــي
سترګي يي ســري دي اوس غبـــــرګون ورله په کــــاردي
نورنومونږ نه غـــــواړو چه خرڅ شو په پرديــــــوبانـــدي
هر يو افغان راته ژړيږي يــــــــو بــدلون ورله پــه کاردي
دجمال په زړه کــــي ځـاي لــــــري هميــــــش وطــــــــنه
دغيرت اودميړانـي په ډګـــر کي يوپښــــتون ورله په کاردي