طنز
05.07.2011 21:30يوه ورځ په پارلمان کي غړمبه هار شو
ديو بوټ دپاسه په بل بوټ باندي ګوزار شو
په دي ځاي کي يو سپين ګيري شو راپورته
په زاريو په عذرو يي خوله پ وار شو
يو بريتو ماما دپاسه پري را غږ کړو
څه خبره ده عذرونــه کړي په قار شو
يوغټ خيټي سړي راغي په دي حال
ويلو لوبه دي خرابه کړه ناتار شو
ويلوڅه کړي ځه ورځه خپل کاروبارکړه
زمونږمنځ ته يي راغلي په کوکارشو
سپين ګيري شو خفه له دغه حاله
شوروان په خپله لاره په تالارشو
ويل نورشرم دي په کار دنيا راپوري خاندي
راځي مټي کړو رانغاړو لاس پـــه کارشو
چه دنيا ته نمونه داتفاق او پرمختګ شو
نفاق پريږدو اويو ښه سياستمدار شو
خداي دي وکړي هدايت دغي نا اهلو ته
شو روان له پارلمانه په ګفتارشــــــــــو
1390/4/13