د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پوځي اډو د رامنځته کولو اړتیا او د هغو موخې ۳

شریف بهاند 08.06.2011 11:54

موږ به یو نړیوال حکومت جوړ کړو، که هغه د نیواک له لارې وي
 او که د خوښاوی او جوړ جاړی له لارې. که تاسو له هغه سره مینه
 لري او که پرته ستاسو له خوښې څخه وي.
امریکایی سیاست پوه جیمز واربورگ James Warburg


د ناتو پوځي سازمان او افغان غمیزه:
ځیني وخت په نړۍ کې داسي تاریخي پیښې یا په ناڅاپي توگه، یا د ناسم سیاست د پلي کولو له امله او یا هم د ناڅرگند ځواک له خوا په لوی لاس رامنځته کېږي، چې د هغو پایلې د نړیوالو او سیمه ییز اړیکو پر بیلابیلو برخو په بې ساري توگه ژور اغیز او ان د ځینو هیوادونو په کورنیو چارو کې د بنسټیز بدلونونو لامَل شي. د دا ډول پیښو ښې بیلگې د نورو تر څنگ د تیرې پیړۍ په وروستې لسیزه کې د سړې جگړې پایته رسیدل او د روانې هغې په پیل کې د امریکا د متحدو ایالتونو په تاریخ کې پر دغه هیواد تر ټولو ستره ضربه یانې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې  پیښه ده. څومره چې دغه پیښه حیرانونکې وه، هومره د هغې پایلې هم پر نړیوالو اړیکو اغیزمنې وې او دي، چې ښه بیلگه یې د نړیوالې ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره، د نړیوالې ټلوالې رامنځته کیدل او ورسره جوخت د ملگرو ملتونو د ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ پریکړه لیکونو له مخې د شمالی اتلانتیک د پوځي سازمان (ناتو) له خوا د طالبانو د واکمنې د راپرځولو او د القاعده د ترهگرۍ شبکې د مادي او معنوي بنسټونو د له منځه وړلو په موخه، پر جگړه ځپلي افغانستان یرغل و. پر افغانستان د متحدو ایالتونو او بریتانیا له هوایي یرغل څخه نړیوالو او سیمه ییزو  سترو هیوادونو هم خپل ملاتړ اعلام کړ. ښه بیلگه یې:
•    د بلجیم لومړی وزیر، چې د اورپایي ټولنې پړاویز مشر هم و، اعلام وکړ: "اروپایي ټولنه پر افغانستان، د متحدو ایالتونو او بریتانیا له پوځي یرغل څخه، چې په عمل کې یوه “مشروع„ غچ اخیستنه ده،  «هر اړخیز ملاتړ» کوي؛
•    د فرانسې پخواني ولسمشر، شیراک وویل: فرانسه د متحدو ایالتونو وروستې غوښتنې ته په پاملرنې سره، د طالبانو د رژیم د پرځولو په موخه په دغو پوځي عملیاتو کې برخه اخلي؛
•    د المان پخوانی لومړی وزیر، گیرهارد شرویدر د متحدو ایالتونو په پلوی د خپل حکومت "نامحدود ملاتړ" اعلام کړ؛
•    د روسیې د فدراسیون ولسمشر، پوتین په خپل لومړی غبرگون کې، د دغو پوځي عملیاتو ملاتړ وکړ؛
•    د چین مشرانو دغو عملیاتو ته په نغوتې سره، هیله څرگنده کړه، چې هغه یوازې په محدودو اهدافو تر سره شي؛
•    د چاپان لومړی وزیر هم د بریتانیا او متحدو ایالتونو له پوځي یرغل څخه د خپل هیواد بشپړ ملاتړ اعلام کړ.
د افغانستان ګاونډیو هیوادونو په تیره ازبکستان، تاجیکستان او پاکستان نه یوازې له دغو پوځي عملیاتو څخه هر اړخیز ملاتړ، بلکې ځینو هغو ان خپل پوځي بنسټونه او څارگري پټ مالومات هم د متحدو ایالتونو او بریتانیا د پوځیانو په واک کې ورکړل. په دې توگه د متحدو ایالتونو تر مشرۍ او قومندې لاندې طالب ضد ټلواله جوړه او د دغه نړیوال هر اړخیز او نامحدود ملاتړ او همدارنگه د ناتو د ستر پوځي ځواک له ټولو شونتیاوو څخه په کار اخیستنې سره، دغې ټلوالې وکولي شول، په څو ورځو کې د القاعدې د ترهگرۍ شبکې بنسټونه له منځه یوسي او طالب رژیم رانسکور او افغانستان د ناتو د پروتکتورات Protectorat بڼه غوره کړي. د ناتو سازمان له پوځي عملیاتو وروسته افغانستان په څلورو پوځي زونونو وویشه او په هر زون کې یې د نړیوالې ټلوالې پوځیان ځای په ځای کړل، چې لاندنۍ نقشه هغه په ښه توگه روښانه کوي:
 
 
اخځای:
http://de.wikipedia.org/wiki/NATO
خو د نړيوالې ټولنې له خوا د ناڅرگند ځواک (ترهگرۍ) او طالب اورپکو پر وړاندې له پيل شوې جگړې ۱۰ کاله وروسته، داسي نښې نښانې تر سترگو کېږي، چې نه یوازې دغه جگړه پایته نه ده رسیدلې، بلکې نړیواله ټلواله په هغې کې د خپلې احتمالی ناکامۍ خبري کوي. د بیلگې په توگه د متحدو ایالتونو د پوځ پخواني مشر، جنرال ستانلي میک کریستال McChrystal Stanley په خپل ۶۶ مخیز پټ رپوټ کې د خپل هیواد په حکومت غږ کوي، چې په خپله پوځي ستراتيژۍ کې بدلون رامنځته او نور پوځیان افغانستان ته ولیږي. د نوموړي په اند: "که په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر زیات نه شي، ښایي په دغه هیواد کې د متحدو ایالتونو ماموریت له ناکامي سره مخامخ شي" (۱). میک کریستال گواښ کوي، چې " ... منابع ناکافی احتمالاً به شکست منجر خواهد شد" (۲). نوموړي د خپل رپوټ په یوې بلې برخه کې زیاتوي، چې "... ناکامی در فراهم کردن منابع کافی خطر طولانی شدن جنگ، تلفات بیشتر، هزینه های بیشتر و از دست رفتن حمایت های سیاسی را با خود به همراه دارد" او" ... هر کدام از این مسایل می تواند به شکست ماموریت (آمریکا در افغانستان) بیانجامد" (۳). د میک کریستال د همدې سپارښتنې پر بنسټ، پنتاگون خپل نور ۰۰۰ . ۳۰ پوځیانو افغانستان ته ولیږل. سربیره پر دې واشنگټن د ناتو له نورو غړو هیوادونو او د خپلې ټلوالې له غړو او همدارنگه له دوستو هغو هم وغوښتل، چې له خپلې شونتیاوو سره سم نور پوځیان، پوځي تجهیزات او لوژیستکي وسایل افغانستان ته ولیږي. په دې توگه د نړیوالې ټلوالې د پوځیانو شمېر له ۰۰۰ .۱۴۰ څخه زیات شو. وگورئ لاندنی جدول.
په افغانستان کې د نړیوالې ټلوالې د مهمو غړو هیوادونو د ځواکونو شمېر

گڼه

هیوادونه

د سرتیرو شمېر

۱

د امریکا متحده ایالتونه

۰۰۰ .۹۰

۲

بریتانیا

۵۰۰ .۹

۳

المان

۸۸۶ .۴

۵

فرانسه

۸۵۰ .۳

۶

ایتالیا

۶۸۸ .۳

۷

کانادا

۹۲۲ .۲

۸

پولند

۵۱۹ .۲

۹

ترکیه

 ۷۹۰ .۱

۱۰

رومانیا

۶۴۸ .۱

۱۱

اسپانیا

۵۷۶ .۱

۱۲

استرالیا

۵۵۰ .۱

۱۳

گرجستان

۹۲۴

 

اخځای:
http://www.donaukurier.de/nachrichten/topnews/D-Portugal-USA-NATO-Russland-Gipfel-Atom-Ruestung-Russland-arbeitet-bei-Raketenschild-mit-NATO-zusammen;art154776,2349014

سربیره پر پورتنیو هیوادو دنمارک ۷ ۵۰ ، بلغاريا ۵۱۶ ، مجارستان ۵۰۲ ، سویدن ۵۰۰ ، بلژیک ۴۹۱ ، جمهوری چک ۴۶۸ ،  ناروی ۳۵۳ ، کروشیا ۲۹۹ ، البانیا ۲۵۸ ، سلواکیا ۲۵۰ ، سویلی کوریا ۲۴۶ ، نیدرلند ۲۴۲ ، نیوزیلند ۲۳۴ ، لیتوانیا ۲۱۹ ، لتونیا ۱۸۹ ، مقدونیه ۱۶۳ ، فنلاند ۱۵۰ ، استونیا ۱۴۰ ، پرتگال ۹۵ ، اذربایجان ۹۴ ، یونان ۸۰ ، سلوانیا ۷۸ ، مغولستان ۴۷ ، بوسنیا هرڅگووینا ۴۵ ، ارمنستان ۴۰ ، سنگاپور ۳۸ ،  عربی متحده امارات ۳۵ ، مونته نگرو ۳۱ ، مالیزیا ۳۰ ، اوکراین ۱۶ ، لوکزامبورگ ۹ ، ایرلند ۷ ، ایسلند ۴ ، اتریش ۳ تنه پوځیان په افغانستان کې ځای په ځای کړي دي (۴).
د متحدو ایالتونو تر مشرۍ لاندې د نړیوالې ټلوالې دغې پوځي پراختیا، نه یوازې دا چې په هیواد کې هر اړخیزه سوله رامنځته نشوه کړاي، بلکې افغان غمیزه یې نوره هم ژوره، د جگړې لمنه لا هم پراخه او د هغې عمر اوږد کړ. ځکه:
ــ له هماغه پیل څخه په خپله د ناتو غړي هیوادونه د افغانستان د کړکیچ د ماهیت په اړه گډ نظر نه لري. د بیلگې په توگه د بریتانیا او متحدو ایالتونو د مشرانو په اند، د ناتو سازمان د پاڅون کونکو په وړاندې په جگړه لگیا دی، خو د سازمان نور غړي هیوادونه د هغو له ډلې المان بیا په دې نظر دی، چې د ناتو ماموریت په افغانستان کې د هر اړخیزې سولې ټینگښت دی، نه جگړه (۵). د همدې لامَل پر بنسټ دوی ونشو کړي، د افغانستان لپاره پر یوې گډې ستراتیژۍ هوکړه وکړي؛
ــ  سر بیره پر دې اوس "د ناتو هر غړی هیواد په افغانستان کې خپله پوځي ونډه د خپلو ستراتیژیکو گټو پر بنسټ تر سره کول غواړي" (۶)، نه له متحدو ایالتونو سره د ملاتړ پر بنسټ. د توبیاس فیلوگر Tobias Pflüger په اند: "زړه اروپا نیت نه لري، په سوله ساتي ځواک بدله شي، بلکې په دې لټه کې ده، چې له یوېخوا خپلې اقتصادي گټې او له بلې خوا پوځي هغه ترلاسه کړي (۷).  ځکه "هیوادونه دایمي گټې لري، نه دایمي دوستان". دا په خپله روښانه کوي، چې په سیمه کې د اقتصادي گټو پر سر سیالې نه یوازې د لویدیځې نړۍ د سترو اقتصادي ځواکونو ترمنځ، بلکې د دوی او سیمه ییزو ځواکونو لکه چین، روسیې او هند ترمنځ په خورا شدت سره روانه ده. خو د اقتصادي شمېرو (ارقام) او د څانگیزو پوهانو د څیړنو له مخې ویلی شو، چې په نړیوال ډگر کې د لویدیځې نړۍ اقتصادي برتري د زوال په حال کې ده. د فرانسوی اقتصاد پوه، فرانسوا پریو Francois Perroux په اند، پر نړۍ باندې اقتصادي واکمنې ډیره زیاته موده د بریتانیا په لاس کې وه. له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته متحده ایالتونه "د نړۍ د ښاغلی" په توگه دغه ډگر خپل کړ، چې اوسمهال دغه هیواد شأ تګ ته اړ شوی دی او په ځای یې د چین ولسي جمهوریت، هند، برازیل، روسیې او سویلي افریقا د نوو نړیوالو اقتصادي ځواکونو دریځ ترلاسه کړی او یا د هغه د ترلاسه کولو په درشل کې دي. لاندنی جدول د ځینو نړیوال اقتصادي ځواکونو، اقتصادي وده په ښه توگه روښانه کوي.

د نړۍ د ځینو مهمو سترو او سیمه ییزو ځواکونو اقتصادي وده شمېرې په ٪

هیوادونه

۲۰۰۹

۲۰۱۰

۲۰۱۱

نړۍ

۶ .۰ ــ

۸ .۴

۲ .۴

د امریکا متحده ایالتونه

۶ .۲ ــ

۶ .۲

۳ .۲

د المان فدرالي جمهوریت

۷ .۴ ــ

۳ .۳

۰ .۲

بریتانیا

۹ .۴ ــ

۷ .۱

۰ .۲

جاپان

۲ .۵ ــ

۸ .۲

۵ .۱

روسیه

۹ . ۷ ــ

۰ .۴

۳ .۴

برازیل

۲ .۰ ــ

۵ .۷

۱ .۴

هند

۷ .۵

۷ .۹

۴ .۸

د چین ولسي جمهوریت

۱ .۸

۲ .۱۰

۶ .۹

اخځای:
Fred Schmid: China, Krise als Chance? Aufstieg zur ökonomischen Weltmacht, isw ____ Report Nr. 83-84, 2010, München, S. 6

   د پورتني جدول له ارزونې دا پایله ترلاسه کېږي، چې اسیا له اقتصادي پلوه ټکان خوړلی او په هغه کې د نورو ترڅنگ دوه ستر اقتصادي ځواکونه، چین او هند، د رامنځته کیدو په حال کې دي. که د دوی په دغې غوره شوې لار کې لویدیځه نړۍ خنډونه رامنځته نه کړي، چین به په راتلونکو څو کلونو کې د اقتصادي ځواک په توگه، د متحدو ایالتونو ځای ونیسي او هند به له هغه سره اوږه په اوږه مخ په وړاندې درومي. وگورئ لاندنی گراف.


 
اخځای:
http://www.spiegel.de/fotostrecke/fotostrecke-63775.html

د ارواسیا د دغه سیاسي ــ اقتصادي ارزښت په باب زبیگنیو بریژینسکی څومره ښه ویلی: "ارواسیا د سطرنج هغه تخته ده، چې پر نړۍ باندې د راتلونکې برلاسۍ لپاره لوبه پرې تر سره کېږي"(۸)، او افغانستان د سطرنج د دغې تختې تر ټولو ستراتیژیکه برخه گڼل کېږي. د هیواد د دغه ستراتیژیک پریوت له امله، بیلا بیل نړیوال او سیمه ییز ځواکونه په دې هڅه کې دي، چې د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره پر افغانستان مستقیم او یا غیر مستقیم اغیز ولري. یورگین شیفران Jürgen Scheffran هم دغې موضوع ته نغوته کوي او وایي: "افغانستان ... تر زیاتې اندازې پورې د هغه د ستراتیژیک پریوت له امله، چې د بیلابیلو سترو ځواکونو د گټو ټکر ځای او د تیلو د لیږدولو څلور لاره (دهلېز)) گڼل کېږي، تر بمبارۍ لاندې ونیول شو ... "(۹). که څوک غواړي په ریښتنې توگه په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د پوځي اډو د جوړولو او یا د بهرنیو ځواکونو د اوږدمودیز شتوالي گټورتوب او زیان وڅیړي، نو ښه به دا وی، چې هغه د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو تر منځ د اقتصادي سیالۍ پر بنسټ وارزوي.
نور بیا
 
اخځایونه:    

1- http://www.spiegel.de/politik/ausland/0,1518,650202,00.html
2- http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2009/09/090921_ram_af_more_troops.shtml
۳ ــ هماغه اخځ
4-http://www.donaukurier.de/nachrichten/topnews/D-Portugal-USA-NATO-Russland-Gipfel-Atom-Ruestung-Russland-arbeitet-bei-Raketenschild-mit-NATO-zusammen;art154776,2349014
5-Vgl.: Noetzel, Timo; Schreer, Benjamin: Das Vietnam der NATO? Afghanistan und die Auswirkungen auf das Nordatlantische Bündnis, Juli / August • 2009, sehen in:
http://kops.ub.uni-konstanz.de/bitstream/handle/urn:nbn:de:bsz:352-opus-112275/07_noetzel_schreer.pdf?sequence=1
۶ ــ هماغه اخځ،
7- Tobias Pflüger : Konkurrenz oder Parallelität EU/NATO/USA? Sehen in:
C. Haydt/T. Pflüger/J. Wagner: Globalisierung und Krieg, Hamburg, 2003, S.
۸ ــ شریف بهاند: د ارواسیاEurasien  د سیمې پر سر سیالي، وگورئ په؛
http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/sharif_bahand_interesse_euroasia_2.pdf
۹ ــ هماغه اخځ؛