طبیعي زیرمې د سوکالۍ وسیله او که د جگړې لامَل؟
30.08.2010 21:01پیلامه:
تاریخي تجربو ثابته کړې، چې د بشري ټولنې د مادي او معنوي ژوند بېلا بیلې برخې په یو ډول نه یو ډول له سیاست سره اړه پیدا کوي. خو دا په دې مانا نه ده، چې سیاست د ټولو پیښو ټاکونکی دی، بلکې د هغه تر څنگه اقتصادي ، پوځي او په تیره بیا سوداگریزې اړیکې هم ټاکونکی رول لوبوي. یا په بله وینا،
ــ اقتصادي ودې د ځواک او شتمنې تر منځ اړیکې داسي ټینگې کړي، چې اقتصادي وده او پوځي ځواک یو د بل مترادف شوي دي؛
ــ په نړیواله کچه د ازاد بازار رامنځته کیدو، د مخکنیو اقتصادي پړاونو په پرتله بنسټیز توپیرونه رامنځته کړل، چې هغو نه یوازې د هیوادونو د ملی اقتصاد پر چارو، بلکې پر نړیوالو هغو ستر اغیز وکړ. د ازاد بازار د سیستم عقلانیت د اقتصادي کارنتیا او گټورتوب ( کارآیی) په زیاتوالي او د اقتصادي ودې په لوړوالی کې نغښتی دی. خو باید یادونه وشي، چې ټولنو د تاریخ په اږدو کې د امنیت پر ارزښتونو لکه پوځي ځواک او ټولنیز ثبات هم ډیر ټینگار کړی دی.
نو ځکه هیوادونه په تیره ستر هغه په دې ټینگار کوي، چې سیاسي، اقتصادي او پوځي ځواک دې یو د بل په خدمت کې وي. له دا ډول اقتصادي او پوځي گډې همکارۍ څخه په گټې اخیستنې سره هیوادونو هڅه کړي، خپل ځواک ته پراختیا او ترلاسه شوی دریځ لا نور هم پیاوړی او همدارنگه خپل سیالان کمزوري او یا د هغو له نوو څخه مخنیوي وکړي. دې موخې ته د رسیدو لپاره دولتونه، د بشري ټولنې د سیاسي واحد په توگه پلان ته، چې دوي په هغه کې خپلې ښکاره او پټې غوښتنې طرحه کوي، اړتیا لري. د نورو تر څنگ د دولت د پلان تر ټولو مهم فکتورونه دا دي، چې:
۱ ــ واقعیت تنظیم او د هغه د پلي کولو لپاره د عمل په ډگر کې هڅه وکړي؛
۲ ــ د شته (موجودو) ښکارندیو (پدیدو) تر منځه اړیکې درک کړي؛
۳ ــ راتلونکې پرمختیاوې اټگل او که شوني وي د هغو په اړه وړاندوینه وکړي؛
۴ ــ څه چې مهم او با ارزښته دي، هغه له بې ارزښتو هغو څخه توپیر کړي شي؛
۵ ــ دا ومومي، چې دولت [موږ] خپلو موخو ته د رسیدو لپاره کومه لاره غوره کړی ) وگورئ: Huntington, Samuel P. 2002, S. 33).
ځکه په روانه پیړۍ کې د دولتونو ملي گټې او د دوي ترمنځ شخړې، کړکیچونه او ان جگړې، د تیرې هغې په پرتله، په زیاتیدونکي توگه د جیوستراتیژیکو او جیواکونومیکو معیارونو تر اغیز لاندې دي. له همدې امله د یوې ریالیستي ارزونې لپاره اړینه بریښي، چې د دولتونو په تیره د سترو هغو کړه وړه، د ټولنې د سیاسي واحد په توگه د پورتنیو فکتورونو، تر ټولو دمخه د درې وروستیو هغو، پر بنسټ وڅیړل شي. ځکه دولتونه "پوځونه لري، دیپلوماتیکې چارې پرمخ بیایي، د تړونونو په اړه خبرې اترې تر سره کوي، نړیوال سازمانونه تر خپل کنترول لاندې او تر یوه ځایه پورې تولید او سوداگرۍ په خپل واک کې لري او د هغو چارې تر سره کوي" Huntington, Samuel P. 2002, S. 38)).
خو د اوسنیو نړیوالو شرایطو په پام کې نیولو سره دا پوښتنه رامنځته کېږي، چې په ریښتیا هم دولتونه پر هر څه واکمن دي؟ او که نړیوالې چارې د څو ملیتي کنسرنو د ناڅرگند لاس له خوا تر سره کېږي؟ او یا دا چې له هغو څخه لا لوړ ناڅرگند ځواک، کړه وړه تر سره کوي؟ همدې موضوع ته په نغوتې سره المانی څانگیز پوه، توماس هانکه Thomas Hanke څومره ښه ویلی دي: " څو ملیتي کنسرنې د ولسواکۍ له لاری ټاکل شوي حکومتونه په خپلو لاسپوڅو تبدلوي او چاپیریال ساتنه او کارکري قوانین د تیرې زمانې بوبولاې بولي. په لنډه توگه: د څو ملیتي کنسرنو واکمنی د ملي حاکمیت ځای ترلاسه کوي" (Hans, Kronberger,1998, S. 20).
که څه هم د دغه خیال پلي کیدل د عمل په ډگر کې گران بریښي، خو سره د هغه هم په دې سترگې نشو پټولي، چې څو ملیته کنسرنې د ناڅرگند ځواک په څیر د دولتونو، په تیره د سترو هغو د سیاسي ــ اقتصادي کړنلارو د طرحې او پلي کولو په برخه کې ټاکونکی رول لوبوي او دغه اغیز په تیره په اقتصادي برخه کې په روښانه توگه تر سترگو کېږي. ځکه د بیلا بیلو څانگو کنسرنې نه یوازې دا چې د خپلو تولیداتو لپاره د لگښت کونکو (بازارونو) په لټه کې دي، بلکې دوی د تولید لپاره د نورو ترڅنگ په تیره اومه توکو ته، چې بنسټیز هغه یې له طبیعي زیرمو ترلاسه کېږي، اړینه اړتیا لري.
باید یادونه وشي، چې د بشري ټولنې د ټولنیزو ــ اقتصادي پرمختیاوو سره سم ځیني کشف شوي طبیعي اومه توکي کله د ارزښت وړ او کله هم هغوي خپل ارزښت له لاسه ورکړي. خو په هغو کې ځیني داسي توکي هم شته، چې د بشري ټولنې د تکامل د هر پړاو په بهیر کې، نه یوازې خپل ارزښت له لاسه نه دی ورکړی، بلکې د هغو د پیژندل شوو زیرمو په کمښت سره د ستراتیژیکو توکو په نامه نومول شوي او ارزښت یې لا نور هم لوړ شوی دی. دغه توکي د نورو تر څنگ سره او سپین زر، مس، اوسپنه، کلمبیوم، نکل، قلعی، پلوتونیوم، تانتالوم، تیتانیوم، نیوبیوم Niobium، لیتیوم Lithium، ... او داسی نور دي. په دغو کاني توکو کې یورانیوم او تر ټولو دمخه هایدروکاربني زیرمې لکه گاز او تیل هم راځي، چې د هیوادونو په تیره د سترو صنعتي هغو د اقتصاد او ټولنې لپاره ژوندیز توکي بلل شوي او د دوي د اقتصادي خوځښت (محرک اقتصادي) بنسټیز لامَل ګڼل کېږي (وگورئ: بهاند، شریف، ۲۰۰۷ ).
که څه هم د هایدروکاربني انرژۍ معاصر تاریخ د نولسمې پیړۍ له دوهمې نیمایې څخه وروسته پیل شوی دی، خو له تاریخي پلوه دغه توکی له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکي هم خلکو پیژنده، چې د تر ټولو د نامتو زیرمو پریوت (موقعیت) یې بابل (اوسني بغداد) ته نږدي د فرات د سیند تر څنگ په حیتHit کې و. په همدې اړه د یونان نامتو تاریخ پوه، دېودور Diodor لیکی: "د بابل په هیواد کې د نه باور وړ معجزې تر سترگو کېږي، خو له هغو څخه هیڅ یوه هم، د دې ځای د طبیعي قیرو پرماني ته نه رسیږي" (Yergin, Daniel: 1991, S. 26 ).
د بشر د تاریخ په دې پړاو کې دغه توکی ته، چا د ډبرې غوړی، چا هم د روښنایي سرچینه ویله او ځینو نورو بیا هغه د جادویي درملو په نامه یادول. په اوومه پیړۍ کې د بیزانس د امپراتورۍ وگړو هم د دښمن په تیره بیا د هغوي د بیړیو په وړاندې له "یونانی اور یا، "oleum incendiarum، چې د تیلو او آهک یوه گډوله (ترکیب) او د نمدبل په ورسیدو سره به یې اور اخیست، ګټه ترلاسه کوله او د هغه فرمول د دولت له اسرارو څخه ګڼل کیده. د دغې امپراتورۍ لارښودو او پوځيانو به د خپلو سرتیرو د غشیو څوگې په دغو موادو لړلې او هغه به یې د لیندیو په مرسته لکه د لومړنیو لاسي بمونو په څیر د دښمن په لوري گوزارول. دغه گډوله د څو پیړیو لپاره تر باروتو ډیره وېره ونکې وسله ګڼل کیده (وگورئ، Yergin, Daniel: 1991, S. 26 ).
خو په شلمه پیړۍ کې د تیلو د صنایعو په ودې او پراختیا سره، د نړۍ ماهیت په بنسټیزه توگه بدلون وموند او په تیره بیا دغو درې فکتورونو د تیلو تاریخ تر خپل اغیز لاندې راوست:
لومړی فکتور:
په مدرنې بڼې سره د پانګې او سوداگرۍ وده او پراختیا. د نولسمې پیړۍ په وروستیو لسیزو کې تیل د سوداگرۍ او صنعت د یوې سترې برخې په توگه رامنځته شول؛
دوهم فکتور:
که څه هم تیل د کالیو (متاع) له جملې څخه ګڼل کېږي، خو هغه له ملی ستراتیژیو، نړیوال سیاست او ځواک سره نږدي تړاو او له هغو سره اوږه په اوږه په خوځښت کې دي. کله چې د لومړۍ نړیوالې جگړې په ډگرونو کې نفتي ماشینونو د اسونو او د ډبرو د سکارو د لوکوموتیفونو او ماشینونو ځای ونیوه، نو تیل د ملی ځواک د یوه عنصر په توگه رامنځته شول. همدارنگه تیلو د دوهمې نړیوالې جگړې د بهیر او برخلیک په ټاکنې کې هم بنسټیز رول ولوباوه.
درېیم فکتور:
په نړیواله کچه د تیلو تاریخ دا روښانه کوي، چې څنگه زموږ نړۍ په یوې هایدرو کاربني ټولنې بدله شوې ده او د انسان پیژندنې Anthropologen د څانگیزو پوهانو په اصطلاح موږ هم په یوه هایدروکاربن انسان بدل شوي یو. (وگورئ، Yergin, Daniel: 1991, S. 11-13 ).
د هایدروکاربني زیرمو ارزښت هغه وخت لا نور هم زیات شو، کله چې په نولسمې پیړۍ کې د بریتانیا د امپراتورۍ په وړاندې د المان او فرانسې دولتونه د سیالانو په توگه رامنځته شول. نو د سترې بریتانیا لپاره دا پوښتنه رامنځته شوه، چې په څه ډول سره باید د دغه جدی سیاسي او اقتصادي گواښ په وړاندې مبارزه وکړي؟
هماغه وه، چې د سترې بریتانیا په سمندري ځواکونو کې لومړی لارد، جان فیشر په ۱۸۸۲ کال کې د خپل هیواد د حکومت پاملرنه د تیلو ستراتیژیک ارزښت ته ورواړوله (وگورئ Hans, Kronberger,1998, S. 55)، چې د دوي د پوځي ځواک په تیره بیا د سمندري هغه د ماشیني وسایلو تنده پری ماته او دغه هیواد به وکولی شي، خپل برلاسی (هژموني) پر نړۍ او په تیره بیا پر سمندري لارو لکه د تیر په شاني خوندي کړي. په همدې باب چرچیل پارلمان ته په یوه پیام کې ولیکل: " که په دې بریالي نه شو، چې تیل په لاس راوړو، و به نشو کړي د بریتانیا د اقتصادي پایښت د ساتلو لپاره خوراکي توکي، مالوچ او ۱۰۰۱ نور اړین کالي ترلاسه کړو" (Daniel, Yergin, 1991, S. 207-208 ). دا چې د بریتانیا هیواد په خپله د تیلو له زیرمو بې برخې و، نو د هغو د همدې ستراتیژیک ارزښت له امله، د سترې بریتانیا ټولواک، اووم ادوارد د خپل هیواد څارگر سازمان ته دنده ور وسپارله، تر هغه ځایه چې شوني وي، تیل لرونکې سیمې په کوته او ان هغه تر خپلي ولکې لاندې راولي، چې د هغو په مرسته بریتانیا وکولی شي خپل امنیت او په تیره سمندري برترې وساتلی شي. د چیرچل په وینا: "زموږ د ولس او امپراتورۍ برخلیک، ټوله نیکمرغې او شتمنې، چې د څو پیړیو په ترڅ کې مو په سرښندنې او بری سره ترلاسه کړې ده، په سمندري برترې پورې اړه لري، که نه نو هغه ټول به له منځه لاړ شي" (Daniel, Yergin, 1991, S. 199 ).
نور هیوادونه لکه المان او فرانسه هم د تیلو په ارزښت پوه وو. په تیره د المان دولت په پام کې لرله، چې د برلین – بغداد د اورگاډي د پټلې په جوړولو سره، له یوېخوا د منځنی ختیځ د تیلو زیرمو ته، چې د عثماني امپراتورې تر ولکې لاندې وي، ځان ورنږدي کړی او له بلې خوا د سمندري لارو په ارزښت کې کموالي رامنځته او په دی توگه د بریتانیا ګټې هم له گواښ سره مخامخ او خپلې راتلونکې موخې ترلاسه کړي. هانز گرونبرگر په همدې اړه لیکی: د برلین – بغداد د اورگاډي د پټلې په جوړولو سره به " الماني سرتیرو، بریتانوي ګټو ته په مصر او د سویز په کانال کې ځان ډیر ورنږدي کړي وای. بیا کیدای شواي دوي، د هند په لوري ډیره مهمه ارتباطی لاره تر خپل یرغل لاندې نیولې وای" (Hans, Kronberger,1998, S. 55).
سربیره پر بریتانوي او الماني سیاستوالو، د فرانسې پخوانی سناتور او د صنایعو د چارو وزیر، هنری برنژر Henri Berenger په ۱۹۲۰ کال کې د تیلو دغه ارزښت ته په نغوتې سره ویلی و: " هر څوک چې نفت په خپل واک کې لري، هغه پر نړۍ واکمن کیدای شي. ... ځکه هغه به د ډیزلو په مرسته په سمندرونو واکمن وي. د کروزین په مرسته په هوا او وچه به د بنزینو او د خاورو د تیلو په مرسته ترخپلې ولکې لاندې لري. سربیره پر دې ښایي د هغې عالی شتمنې په مرسته، چې له تیلو ترلاسه او ورته تر ټولو زیاته غوښتنه (تقاضا) شته او تر سروزرو باارزښته ده، په خپلو همنوعانو باندې له اقتصادي پلوه [هم] واکمن وي"( Massarrat, Mohssen, 2002, S. 2). دا په دې مانا چې له نولسمې پیړۍ راپدېخوا د تیلو او گازو د زیرمو تر ولکې لاندې راوستل او د هغو ساتنه (حراست) د جگړو بنسټیزه موخه وگرځیده او په عین وخت کې تیل د جگړې د پرمخ بیولو په ځواک هم بدل شول. یا په بله وینا د جگړو تجربو ټولو مسؤلو سیاستوالو، اقتصادي لارښودو او پوځي مشرانو ته په ډاگه کړه، چې راتلونکې وسله والې شخړې او جگړې بې د تیلو له پوره اندازه زیرمو او د هغو له پر له پسي پوره کولو پرته نه شي گټل کیداي.
نور بیا
اخځای:
1- Huntington, Samuel P.: Kampf der Kulturen, Die Neugestaltung der Weltpolitik im 21. Jahrhundert, 4. Auflage, München, 2002
2-Yergin, Daniel: Der Preis. Die Jagd nach Öl, Gold und Macht, Frankfurt am Main, 1991
3- Kronberger, Hans: Blut für Öl. Der Kampf um die Ressourcen, Wien ,1998
4- Massarrat, Mohssen: Der 11. September und der Afghanistan-Konflikt im Kontext der US-Ölinteressen und Geostrategie, 2002
۵ ــ بهاند، شریف: بریتانیا: د طبیعي زیرمو په باب زړې نوې ستراتیژې، ۲۰۰۷ ، وگورئ په:
HYPERLINK "http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/bahand_britania.pdf" http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/bahand_britania.pdf

