د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسامه وژل کيدل او د القاعده راتلونکی

صادق 03.05.2011 19:23

د ٢٠١١ ميلا دي کال د مۍ په دويمه نيټه دسهار له خوا رسنيو خپره کړه چې اسامه بن لا دن دپاکستان په ايبټ اباد کې ديوڅوى او دوو ميرمنو سره ووژل شودا پیښه دمۍ په لومړۍ مازيګرمهال دامريکايي څانګړوفوځي عملياتوپر مهال رامنځته شوه.
اسامه بن لادن چې دروسي يرغلګرو ځواکونو پروړاندې دامريکا په ملاتړ مبارزې لپاره افغانستان ته راغلى وو ،دطالبانو دواکمنۍ پر مهال کله چې په نيوياک کى د سپتمبر ديوولسمې پيښه رامنځته شوه نو موړى پرې تورن شوهغه هم دامریکایانوپروړاندې دجهاد غږپورته کړ او دامريکا له خوابیا دهغه دنیولو پر سر په ملیونونو ډالره جایزه وټاکل شوه او ترڅنګ یی د‌‌طالب نظام (چې اسامه يي ديو ملمه په توګه په غيږه کې ساته) د نسکورولو هڅه پيل کړه داچې دجهاد له وخته دنوموړي اړيکې دپاکستان سره ښې وې او په دې تمه چې ګويا نوموړى هيواد به ده ته پنا ورکړي او يا به بل خوا دتيښتې لاره کې ورسره مرسته وکړي مخه وکړه او دننګرهار ولايت دتورې بوړې څخه دسپين غره له لارې نوموړي هيواد ته د ځينو نورو ملګرو سره يو څاى واووخت.

په پاکستان ګې داسامه اوالقاعده فعاليت:
له هغه مهاله چې اسامه په دې نيت پاکستان ته واووخت چې نوموړى هيواد به ورسره دجهاد د وخت دوستي وپالي اوهغه ته به يوه لاره ورکړي ، خو د پاکستان استخباراتي شبکې نوموړى د نظر بند په توګه پټ وساته چې زما په اند په دې کار کې دوه هد فونه موجود ول- يو داچې پاکستان له وړاندې دطالبانو حکومت حمايه کاوه تر څو خپلو اهدافو ته ورسيږي او دا وخت نوموړى نظام دامريکا له خوا ماتې ته اړ شوی وو، بله داچې اسامه هم دطالبانو ترڅنګ ولاړ وو، نو دا یوه ښه موقع وه چې نوموړی ديوې کيلۍ په توګه ددوى لاسته ورغى او س به داسامه پر ځاى د پاکستان له خوا القاعده رهبري کيږي او په يو ډول به له دغه ګرو پ څخه په سياسي ډګر کې د يوې کيلۍ په توګه کار واخلي - دويم داچې د هدفونوله پوره کيدووروسته به پدې نامه چې دوى دتروريزم پر وړاندې مبارزه کې ريښتيني دي له نړيوالې ټولنې او امريکا څخه ډير امتيازات تر لاسه کړي.

پاکستان ولې تردې دمه اسامه له نړۍ پټ ساتلى وو:
که څه هم پاکستان دالقاعده او په ځانګړې تو ګه اسامه دله منځه وړلوپه برخه کې دامريکا لوى ملګرى بلل کيده اوتر بل هر چا پرې زيات په دې برخه کې باور کيده خو ددې هيواد استخباراتي، فوځي او نورې دولتي ادارې تر دې دمه دهيواد ملي ګټو او سيا سي موخولپاره په پوره صداقت په يوه خوله داسامه دساتلو موضوع په پرده کې ساتلې وه داچې داسامه موجوديت په پاکستان کې ددې هيواد دلاس يوه سياسي اله وګرځيده دهغه دنظراوډلې مستقيم فعايت نا شونى شواو ان تر دې چې ښايي پر هغه د خپلو نږدې ملګرو ليدل، ورسره اړيکې نيول (چې دراتلوونکى په اړه تصميم ونيسي) هم ناشوني شول اوس نو اسامه استخباراتي لاسته پريوت هغوۍ دخپلو سياسي موخو لپا ره دنوموړي له خولي ددوي له خواترتيب شوې ډيرې تبصرې نظريات پيغامونه او القاعده ته لارښوونې نشرولى او تر هغې چې زړه يي غوښتل ددې الې په واسطه په افغانستان کې لاسوهنو او ګډوډيو، له نړۍ دمرستو ترلاسه کولواو دخپل ځان په قوي کولو کې تر ټاکلي وخته پورې ګټه واخلي.

امريکا څنګه اسامه په نخښه کړ:
داچې په تيرو څو کلونو کې امريکا د پاکستاني استخباراتي شبکې په ملاتړ په دې ونه توانيده چې د اسامه ځاى پيدا کړي عمده علت يي دپاکستان دټولو ادارو تر منځ دنظر يو والى او امريکا ته ددې راز نه څرګندول وو ځکه چې اسامه ريښتيا هم په غروو کې نه اوسيده نوموړۍ دپاکستان ترقوي نظارت لاندې په باوري څايو نوکې( لکه چې وموندل شو) ساتل کيده ،خوپه دې اړه چې ولې په نخښه شودوه نظرونه شته - یوداچې په دې وروستيو کې په پاکستان دامريکا زيات فشارونه، داسامه دپلټلوپه برخه کې د پاکستان پراستخباراتي معلوماتو نه باور او په خپله تصميم نيول او دا هم مکنه ده چې ددې هيواد داستخباراتي شبکې له کومې ډلګۍ څخه يي دغټوامتيازاتو په بدل داسامه په اړه دقيق معلومات را ټول کړي وي تر څو يي ترګوتوکړي ، که نه ښايي د پاکستان په نظر لا هم وختي وو چې اسامه ووژني او يايي امريکا ته و سپارلي.
- بله داچې داسامه په داسې شکل وژنه چې پاکستان یی له فوځي مداخلې انکار کوي یوه بله پوښتنه ده شاید یو هدف داهم وي چې دننه په دې هیواد کې دهغه دپلویانوغبرکونونه راونه پاروي ، خو داسامه وژنه که بریا ګڼل کیږي ژوندي نیول یی تردې څو برابره غوره ول . ښایی دده په ژوندي نیول کیدا کې دپاکستان اړیکې دامریکاسره په دښمنۍ بدلې شوی وای ،ځکه چې ددې لوبې تر دې ځایه رسولو کې هم ددې هیواد لوې لاس څرګندیده.

داسامه په له منځه وړلو به القاعده له منځه لاړه شي؟
داسمه ده چې اسامه بن لادن دالقاعد ه شبکې بنياد ایښودوونکی وو خو زما په اند دپاکستان په ولکه کې د هغه د لويدو راورو سته نوموړى بې واکه وو، دهغه رهبري القاعد ه شبکې لپاره له دې وروسته موهمه نه وه ،ځکه دده پر ځاى ددې شبکې سر پرستي دپاکستان حکومت په څانګړي ډول داستخباراتي شبکې پر غاړه وه او دا ايډيال يي پرخپله خوښه مخ په وړاندې بيولو.
له دې وروسته به هم لکه څنګه چې ترډيره دا شبکه په اصلي شکل (القاعده) نه وه پا تې بلکې دپردې تر شاد پاکستان له خوا رهبري کيده په راتلوونکې کې به هم تر څو چې يي نو موړى هيواد په خپله خوښه دله منځه وړلو تکل ونکړى همداسې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي نو ويلاى شو چې داسامه مړينه دالقاعده شبکې دسقوط سبب نشي کیدای.

دپاکستان راتلوونکې:

که څه هم پاکستان په څرګنده تو ګه دتروریزم او القاعده پر وړاندې دکلکې مبارزې ژمنې کولې او په همدې پلمه یی له امریکا ډیرې مرستې تر لاسه کولې، خو دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته نږدې په نظامې مرکز کې داسامه موجودیت او وژنه حقیقت څرګندوي او د ددې هیواد دوستي او صداقت نړیوالو ته ښیی.
اوس نو دداسې ثبوتونو او ښکاره اسنادو سره دپاکستان اعتماد د خاورو سره خاورې شو او ښايی چې په نږدې راتلوونکې دداخلي او خارجي سختو ستونځو او مخالفتونو سره مخ شي چې ددې هیواد راتلوونکې له همدې ورځې وروسته ډیره تیاره څرګندیږي.