د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مجید قرار ته د فلسطین د ماشوم د لیک ځواب !

صادق 27.07.2014 08:45

ستا لیک هغه مهال ماته را ورسید چې زما لاس زما د مور او پلار په وینو سره ؤ ،کور مې د اسرايلو په بمونو وران ؤ او اوښکې مې په مخ را روانې وې ،نو بښنه غواړم چې ستا لیک زما د مور په وینو سور شو ،او د ورانې خونې ګردونه او د باروتو تور لوګي هم پرې پریوتل ، ما د الوتکو په غرهار کې ستا لیک تر ګوتو ګړ ، ډیره ورته خوشهاله شوم ، چې زما په شان په درد درمن اولس څخه یوه ځوان راته لیک را استولی کیدای شي ، ماته یې د شهید پلار او مور تسلې را استولې وي او یا یې د مرستې په موخه ، زما د اوښکو د پاکولو په موخه کوم دسمال را استولی وي ....خو داچې د درد دشریکولواحساس دې را سره شریک کړی ؤ بیا هم مننه کوم ..
خو ته به خبر وې او که نه چې زما د غم داستان د نن خبره نده ، دا پنځوس کاله وشول چې زما د نیکه کور یهودیانو د انګریزانو په ملاتړ په (نني حیفاّ) کې په بلدوزو وران کړ ، زما کورنۍ یې وشړله ،زما ځمکه او کلی یې یهودیانو ته ورکړل ،زما کورنی نن په غزه یې د مهاجرت شپې تیرولې دلته یې هم دیوال را څخه را چارپیره کړی ، زه دلته له نورې نړۍ ګوښې یم ، نه مې څوک پوښتنه کوي او نه مې څوک مرستې ته را تللای شي ،دادې ډیر کلونه وشول چې په لوږه او تنده کې په کمپ کې اوسیږم ، ټولې نړی ته مو زارۍ وکړې چې یهودیان له دې ظلمه لاس په سر او په موږ رحم وکړي خو ستاسو په شمول، کافر لا څه چې مسلمان مې هم چیغه نه اوري . نو مې وروڼه او د آکا زامن په دې سلا شول چې تر دې بندې خانې راته مرګ ښه دی او د لرګو او ډبرو په واسطه یې د آزادی غږ پورته کړ ، خو نن اسرايلو دلته هم زما کورني په ویر کښینوله ،او زما پلار او مور یې راته په وینو کې ولمبول ‍ ، اوس زه یوازې یم هري خوا نارې وهم چې یو څوک راشي له دې یهودیانو مې وژغورۍ ، خو څوک په څوکیو ویریږي او څوک په پیسو ،او څوک تاغوندې راته وایی چې زما ماشومه هم تا غوندې کړیږي ...زه نه پوهیږي څه وکړم ؟
زه مې په خپله هغه خور چې ستا په وطن کې په وینو کې لیت پیت ده ډیره دردیږم ،زما او د هغې یو احساس دی ، یو درد دی ، او یو ډول وینه را څخه روانه ده ، خو ته پوه شه چې زه د یهودیانو له لاسه کړیږم ، هغه مې په خپل کلي او ټاټوبې کې ژوند کولو ته نه پریږدي ، دلته زما ټاټوبۍ یوازي زما ټاټوبی ندی ، دلته د ګردې نړی د مسلمانانو مقدس ځای ( بیت المقدس ) دی چې یهودیانو زما د شړلو وروسته هغه هم نیولی او اوس یې د ورانولو پلانونه جوړوي ...
داچې زما په ملاتړ د نړۍ په لر او بر کې خلک چغې وهي زه ترې مننه کوم ، ماته دا جرئت را کوي چې صبر وکړم او خپل هوډ نور هم پیاوړی کړم ، له تا مې په دې ګیله وشي چې په خپله خو ددې توان نه لري چې د همدې ( درواغجنو شیخانو )سره (ته ) په ریښتیا یوه اوښکه تویی کړي او یا د ريښتیا نعره پکښې وکړې، نو ددوی په نارو هم ملنډې وهې او ماته خپله ماشومه پلمه کوې؟
زه په دې ډیره خواشینې یم چې زما خویندې ما غوندې کړول کیږې خو ته پوه شه چې ستا د ماشومې د وینې په بهیدو کې ته هم شریک یې ، ځکه دا وینه چې ته یې یادونه کوي ستا غوندې مسلمان په لاس تویږي ،زما د معلوماتو له مخې :ته کولای شي دي وینې تویونې ته د پای ټکی کیږدې ، ځکه دا ستا وطنوال دي، دوی تا اړ کړل چې غرونو ته اوچت شي د هغوی په خلاف تا جګړه پیل کړه ، کور یې تا ورته وران کړ ، هغوی مو د پردو په لاس بې عزته کړل ، ماشومان مو یې ورته په پردیو بمونو ووژل، هغوی مو مجبور کړل چې ستا د وطن دښمنانو ته پنا وروړي ، او دښمن چې له تا کومه غوښتنه لري له هغو یې هم لري ،د جګړې په تیارو کې تا د خپل هیواد دښمنانو ته موقع ورکړې چې د وطنوال په جامو کې ستا ماشومان ووژنې نو اوس همدا ته کولای شي د هغوی په زخمونو پټۍ ولګوي ،د یوه هیواد وال په سترګه ورته وګورې د دښمنانو پلانونه مو شنډ کړې . خو فکر کوم چې ته دې ته تیار نه یې چې دا کار وګړې ځکه ته په خپله څوکي ویریږي ،په خپل راتلونکي ، او په خپل ډالري معاش ... او فکر کوم چې په خپل هیواد کې به ددې کار واک هم نه لري ، نو له چا ګیله مه کوه ، ستاسو ماشوم وژنه به روانه وي ، ته به د هغو ماشومان وژنې او هغوی ستا ...
نور زه وخت نه لرم ماته څو جنازې ایښې دي ، په آخر کې دا نصیحت درته کوم څوک چې زما په غم اوښکې تویوي د هغو په سترګو پورې ملنډې مه وهه .او خپله په خپل لاس جوړه کړې جګړه دې نورو ته مه پلمه کوه