د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بيارغونې که د بياټولونې اتل؟

پښتون 12.03.2011 17:52

افغانستان چې دا مهال په نړۍ واله کچه په اداري فساد کې دويم ځاى لري. رښتيا هم دا د دې هېواد لپاره يوه جدي او د اندېښنې وړ ستونزه ده؛ ځکه خو د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال پر ښاغلي کرزي باندې د نړيوالو يوه نيوکه همدا وه، چې د ده په اداره کې په پراخه کچه اداري فساد شتون لري او ده په تېره اته کلنه دوره کې ونشول کولاى، چې د دغه مرض مخه ونيسي. که سړى رښتيا هم ځير شي، دا موضوع همدومره زيات اهميت لري، ځکه د افغانستان په څېر يو غريب هېواد کې په دومره پراخه کچه د اداري فساد شتون، چې نږدې يوه اداره او يو چارواکى يې هم ترې خلاص نه دى، د دې ولس لپاره له قاتلو زهرو څخه بله مانا نه لري.
د هېواد د اداري فساد په اړه خپله د افغانانو د خولو خبرې چا ته دومره ارزښتمنې نه ښکاري، لکه څومره چې د بهرنيانو خبرو او نظرونو ته ارزښت ورکول کېږي. خو که سړى لږ ځير شي، نو د اداري فساد په رامنځته کېدو او دومره دودکېدو کې خپله د همدې بهرنيانو لاسونه دي. خپله همدا بهرنيان غواړي، چې دلته دې اداري فساد شتون ولري، ځکه همدوى دي چې په فساد کې د ښکېلو موجوده چارواکيو ملاتړ کوي. که يو يې له يو پست څخه لرې کړاى شي، همدوى بيا په يو نه يو ډول اوسنى افغان حکومت تهديدوي او د خپلې خوښې چارواکى پرې بېرته مقروروي. په ننګرهار کې به د ننګرهار پر والي ښاغلي ګل آغا شېرزي باندې وغږېږو، چې د بهرنيانو له پراخه ملاتړ څخه برخمن دى، خو تر ټول زيات همدغه ښاغلى په اداري فساد کې ډېرککړ دى، ځينې وخت د يو چا د نامه ډونډوره دومره ګرمه وي، چې تر خپلې سيمې يې لا زيات په نورو لرو پرتو سيمو کې خلک له کړنو او کردار سره اشنايي لري، حال دا چې دغه نامه ور به دومره نه وي. دا هم يوه د ځيرنې او پلټنې موضوع ده، چې ولې ځينې وخت د يو چا نوم په ځينو کړونو دومره ووځي، چې هغه کړنې به په نوموړي پورې هېڅ تړاو نه لري او يا به يې هېڅ نه وي کړي، په دې اړه زموږ اصلي موضوع د هېواد په کچه نه؛ بلکې تر ننګرهار ولايت پورې رامحدوده ده، د هغو تش په نامه د بيارغونې په کارونو يې لږ رڼا اچوم، چې په عامه ذهنيت کې ورته د ډېرو سترو هڅو تر نامه لاندې ځاى ورکړل شوى او خلک ورته په ډېر ښه نظر ګوري؛ خو که د دغه ډول کارونو څارنه په دقيق ډول وشي، ترې جوته به شي، چې دا هڅې تش په نامه او رنګ ميدان فعاليتونه دي؛ نه بنسټيز.
په ننګرهار کې يو نيم ځاى پارک جوړونه، لږ تر لږه د کوم واټ قيرکونه، د مېلو او چکرونو لپاره ځانګړي ځايونه د ژوبڼ په نامه د تشو تورو کټارو تاوونه او يا دې ته ورته په لسګونو نورې بېلګې، چې دا ټول نظر غولوونکي کارونه دي؛ خو سره له هغې بوديجې او د همدغه ولايت خپل عايدات چې د نوموړي ولايت لپاره تخصيص شوي دي، نږدې پينځه سلنه يې پر لګښت رسېدلي دي او پاتې نورې ټولې پيسې د ګل اغا شيرزي شخصي جېب ته ورغلي دي. د دې پرځاى چې د ننګرهار ولايت بوديجه پر وړ کارونو ولګېږي هسې بېځايه په رنګ ميدان او نظر غولوونکو کارونو لګېږي، که همدغه ډول کارونو ته تر رغېدو وروسته وګورو په هماغه کيفيت نه وي پاتې څرنګه، چې ترې تمه شونې وي.
بله خبره دا ده، چې ګل آغا شېرزي ته د بيا رغونې په نوم حکومت هم پيسې ورکوي، خو هغه هم دى ټولې پر بيارغونې نه لګوي، بلکې له نيمې څخه زياتې په خپل جېب کې اچوي، همدا لامل دى چې اوس يې سرمايه له درې سوو ميلونو ډالرو څخه هم اوښتې ده، دا ځکه چې ښاغلي شېرزي دلته په ننګرهار کې خپل شرکتونه جوړ کړي دي، د بيارغونې هېڅ يوه پروژه، هغه که حکومتي وي او که بهرنۍ، ترې بل څوک نشي اخيستلاى، که احياناً بل څوک يې واخلي هم، نو خپله ده يا د ده شرکت ته به په کې برخه ورکوي.
بل والي صيب په ننګرهار کې هغه څوک ځان سره د کارمند په توګه مني، چې د ده خوښ وي، د ده همنظره وي او د ده ګټو ته ژمن وي، که يو څوک د ده خوښ نه وي ځينې وړ او پر کارپوه خلک چې د ولسمشر ځانګړي فرمانونه په لاس کې لري؛ خو بيا هم ورته کار نه پيدا کېږي او په دندو پسې سرګردانه ګرځي او څوک يې نه مقرروي؛ خو د يو سوداګر په اشاره او نغوته يو نالوستى سړى پر لوړه څوکۍ کېنوي او کينولي يې دي، سوداګرو په ننګرهار کې رياستونه په خپلو کې سره وېشلي او له هر رياست نه زرګونه افغانۍ مياشتنى عايد لري، چې د برېښنا رياست يې يوه جوته بېلګه ګڼلاى شو، د دې بېلګې د لا روښانتيا په خاطر بايد ووايو، چې يو سوداګر په ښار کې ځينو سيمو ته د جنراتور برېښنا ورکړې، خو د برېښنا په تارونو کې يې بيا دولتي برېښنا ورپرېږدي. په جلال آباد کې عام خلک د برېښنا پړک پسې ړانده شول؛ خو سوداګرو خپلو کورونو او خپلو ملګرو ته 24 ساعته برېښنا ورکړې، چې هغوى بيا نورو ته د برېښنا تارونه غزولي او بيلونه د رياست پر ځاى شخصي جېبونو ته اچوي. دلته د يادونې وړ ده چې د برېښنا دغه رئيس اوس بدل شوى دى او پر ځاى يې بل ښاغلى راغلى دى.
په ننګرهار کې د بيارغونې ډېرې پروژې همدې سوداګرو ته ورکول کېږي، چې د همدوى د ناکاره کړنې له امله په درېيمه ورځ جوړ شوى ځاى بېرته نړيدلى وي. دولتي ټيکه دارانو چارواکو سره خبره غوټه کړې، چې د ملي اردو، ملي پوليسو او نورو دولتي ادارو لپاره به دوى لمده مېوه، کېک، هګۍ، غوښه او نور خوراکي شيان برابروي. په جلال اباد کې د يوې ښې کېلې بيه پينځه پاکستانۍ کالدارې ده؛ خو دولتي ټيکه داران يې د ملي اردو سرتېرو ته په لس افغانۍ حسابوي. د يوې هګۍ بيه اته پاکستانۍ کالدارې ده، خو ټيکه داران يې پر دولت په لس افغانۍ پلوري. اوس دې نو لوستونکي په خپله قضاوت وکړي، چې دا کار د چا په سلا او مشوره کېږي؟ که په دې چارو كې ورسره والي صيب لاس نه واى يو كړى يو سوداګر کولاى شي په ښکاره توګه د دولت او ملت سترګو ته خاورې وشيندي؟
د نوموړي له راتګ سره په ننګرهار كې ټول دولتي املاك په كندهاريانو او يوشمير سوداګرو ته د مختلفو معاملو په نتيجه كې وركړل شول، دولتي ډاكونه د نوموړي په شراكت سره ووېشل شول او ده په كې په پراخه توګه پېسي او ځمكې واخېستې كه يوه دقيقه څېړنه وشي نو دا خبرې به ټولې درته په ثبات ورسېږي.
همدارنګه هغه سوداګريز توكي، چې له پاكستان څخه افغانستان ته راځي د هغو لپاره يې (تله) درولې ده او خپل كسان يې ورته ټاكلي او ښې پريمانه پېسې ورڅخه لاسته راوړي د مستندو معلوماتو له مخې، چې هره ورځ له دغې تلې څخه نوموړى يو لك ډالر عايد تر لاسه کوي.
بله خبره دا ده، چې ولسمشر کرزي ښاغلى شېرزى ننګرهار ته د والي په توګه رالېږلاى، چې د دې ولس خدمت وکړي، د دوى د درد دوا شي، د دوى له لوږې او تندې څخه ځان خبر کړي، خو زموږ والي صيب دا ټول هر څه شاته اچولي، يوازې موسيقۍ ته يې خپل ټول پام رااړولاى او هره شپه يې په قصر کې دوکړې او
باجې سر کړي وي، بنډارونه يې جوړ کړي وي، خپله هم په دې لويه تنه ورته ناست وي. خاندي، چکې ورته
وهي.
.
دننګرهاروالي ګل اغا(شيرزي) دننګرهار په قصرکي د ګډا اوچک چکوپه حال کي . افسوس دا زمونږوالي دي
همدا لامل دى، چې د ښاغلي شېرزي په واکمنۍ کې د قصر دروازې د ټولو هنرمندانو پر مخ خلاصې دي او په مقابل کې يې د عامو ولسي وګړيو پر مخ بندې دي. په دې اړه خو يوې مجله كې يوه ټوكه هم ليكل شوې ((وايي، چې يوكس له بل كس څخه پوښتنه وكړه، چې يار والي صيب دا ډېر وخت نه ښكارېږي نادركه دي نو هغه بل كس ورته وايي، چې ياره دا خو سخته خبره نه ده ډول ته ډنګ وركړه والي صيب په خپله پيداكېږي.))
ولايت ته نېږدې سرچينې وايي، چې والي صيب د ميلاد په شپه هم قصر ته يو شمېر ډمان وربللي (دعوت) وو او ټوله شپه يې ورته چچكې او ګډا وكړه او په همدغه شپه په يو شمير چادونو كې ملي پوليس او يو شمېر بې ګناه هېوادوال شهيدان شوي ول. دغه راز د كابل بانک د پېښې په شپه، چې دا پېښه د ټولو افغانانو لپاره ډېره ځوروونکې او ويرجنه پېښه وه، خو د والي صيب زړه وار ونه كړ او په دې شپه يې هم د قصر تالار په دوكړو ګرم وساته.
تردې دمه ما په ټوله نړۍ كې داسې بې احساسه انسان نه دى ليدلى لكه د دې ښاغلي((!)) د دفتر (ولايتي ادارې) په دوه سوه مترۍ کې دې بېوزله انسانان خپلې شپې د خوړو پرځاى په اوښکو تويولو سبا کوي، ژمى دې له يخنۍ څخه د رباب په شان تر سبا پړک وهي او اوړي کې دې د مياشو(غوماشو) د چيچلو ښکار شي. هى! څومره افسوس دى د داسې باصلاحيه امير په حال چې نوم دې په نړۍ واله کچه د بياروغونې اتل (بېلډوزر) وي خو په حقيقت کې د دې پېسو ټولولو او بېځايه بادولو بېلډوزر وي، کنه د دې خبرې زباد يې په اوسني وخت کې د((٣٠٠)) ميليونه ډالرو شخصي پانګه لرل دي. اوس تاسې وواياست چې داپانګه ښاغلي شېرزي ته له پلار- نيکه پاتې وه او که يې د دې ملت په غوښو کې سيخان وټومبل او ترې يې راټوله کړه؟!!
موږ د دغه ښاغلي((!)) کومه يوه بېباکي و ژاړو!!!!
تېره ورځ راته يوې ارګ ته نېږدې سرچينې (...) د همدې ښاغلي د اخلاقي فساد په ککړتيا لږه رڼا واچوله او وې ويل چې دننه په قصر کې يې له تنکيو هلکانو سره ښه ساعت تېر دى او ورپسې يې زياته کړه (( څه موده وړاندې د ننګرهار د والي د غير اخلاقي کړنو يوه ژوندۍ بېلګه جمهور رئيس کرزي ته هم وړاندې شوې وه)). اوس پوښتنه داده چې ولې ښاغلى کرزى په دې سترې بې باکۍ همداسې چپه خوله پاتې شو؟ شايد خپلو کې سره پوى شي، خو اندېښنه داده چې ښاغلى کرزى خو هم د همدې ولس په خوښه او ټاکنه د هېواد مهمه واګي په لاس کې لري او ولې بيا د همدې ولس په بچيو د يوه غيراخلاقي کړنې د مخنيوي لپاره چپه خوله پاتې کېږي. آيا دابه يوه ستره جفا نه وي؟
او دې ته ورته نورې ستونزې هم لري. هغه د چا خبره ما ترې ((مشت نمونه خروار)) تر کچې يادونه کافې.
وګڼله ښايي د اداري او اخلاقي فساد په عمل کې يې راسره ومنئ، له هر چا لومړى بايد دې نه جبرانېدونکو غلطيو ته د هېواد ليکوال او ژورنالېستان پوره پاملرنه وکړي؛ ځکه چې همدغوى((!))د ولس عقل او دماغ ګڼل شوي دي او همدوى يې په برسېره کولو کې د مهم عنصر په توګه راڅرګند دي. د هرې هغې ټولنې لوستي وګړي، چې دا ډول کړنو ته د خپل انتقادي فکر ليد را اړوي هغوى ضرور د پرمختګ او برياوو په درشل خپل قدمونه ايښي دي ما هم د يو زړه سواند افغان په حيث دې مهمې موضوع ته لږه غوندې اشاره وکړه او خپل مسووليت مې لږ تر لږه تر سره کړ.
هو! په پاى کې همدومره وايم چې دې خوار ولس څه باندې دېرش کاله وير ليدلى، په ميليونونو شهيدان يې ورکړي، په کورو کې کونډې- يتيمان لا هم بې سرپرسته خپلې سبا و بېګاه ته حيران دي او لا يې هم په غوښو خوړولو ټوله نړۍ چنګاو ده. لږ د خداى خاطر وکړئ اى مشرانو!!! د دې ولس سترګې همدا تاسې ته اوړي، لږ يې پر حال رحم وکړئ. کنه قيامت خو شته، هلته به بيا د دې لېوانو پر ځاى الله تعالى قاضي وي، ځواب او جبران به يې څه وي؟
يادونه: نور نو هېڅ يو ننګرهارى دا نشي زغملى چې په سرنوشت دې يې داسې بد مرغه انسانان لوبې وکړي، که جمهور رئيس رښتيا هم خپل ځان د دې ولس مشر بولي، نو دا پليت دې ژر تر ژره له ننګرهاره ورک او پر کور دې کېنوي، ترڅو نور بېوزله انسانان ترې هم په امان کې شي.