د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتون

02.11.2016 11:17    |   سردارولي پښتون زوی افغانه نجلۍ ( د افغانستان پېژندني نخښه )

کله چي په ۱۹۷۹ع کال کي پخواني شوروي يرغلګرو پر افغانستان بريد وکړی، سمدلاسه لوېديځ د خپلو شومو موخو د پاره په مِکر سره د افغانانو تر شا ودرېد او افغانان ئې خورا مظلومان او د زړسوي وړ ښوول، يو له مکرجنو تبليغاتو څخه د افغاني نجلۍ ننۍ د بحث عکس دئ چي په سترکو کي ئې خواري او بې وسي له ورايه نارې وهي، هغه عکس چي لوېديځ غوښتل د روسانو څخه د کرکي د پاره ئې د هر چا په سترګو ورننباسي، لوېديځ د خپلو تبليغاتي دستګاوو په زور دا عکس د نړۍ هر کونج ته ورساوه، ددې عکس تر شا خورا لوی داستان هم پروت دئ چي نن به ئې وشنو.

14.08.2016 10:10    |   پښتون خوځښت خپرونو څانګه پښتون خوځښت غندن لیک

لکه څرنګه چېد څو لسیزو را پدېخوا امریکايي نیواکګر په افغان وژنه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول برخه لري خو د 2001 میلادي کال څخه تر ننه چې څه باندې یوه نیمه لسیزه کېږي دغه امریکایي یرغلګر زمونږ په ګران هیواد باندې د یو داسې پوځ په مټ مستقیم تیری کړی چې په هر اړخیزه مډرنه او پرمختللې ټکنالوجي سنبال او روزل شوی

28.12.2015 12:10    |   مجاهد ((پښتون)) طالبان دې خپل ځان وژغوري

د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو د تحريک له پيل راهيسې د دوی شعار د وطن ساتل او شريعت نافذول دي. رښتيا هم هغه وخت چې ملا عمر راپاڅېد د همداسې يو چا اړتيا وه چې ولس د اختلاف له بدمرغۍ وژغوري له يو والي او امنيت وروسته د پرمختګ پر لور ګامزن شي.

27.08.2015 09:22    |   مجاهد ((پښتون)) خپل ته شېر بل ته روبا درنه جوړيږي

خبره بيا پر طالب او د طالب پر کردار ده او دا ځکه چې دعوه يې ډېره ستره او اعلان يې ډېر غټ دی، طالب اعلان کړی چې په هېواد کې جهاد کوي او د ملت اصلي ممثل دی. طالب اعلان کړی چې جګړه يې د ولس د خوندي کولو لپاره ده. دلته د افغانستان اسلامي امارت چې پر طالب ياديږي خپل مسئوليت ته متوجه کوو، او هغه د ننګرهار په ولايت کې د داعشيانو د نفوذ او ناوړه کړنو په اړه پر طالب غږ دی.

23.08.2015 13:37    |   مجاهد ((پښتون)) طالبه خدای که به باچا شې

د طالبانو تحريک د افغانستان په نوي تاريخ کې هغه حرکت او پاڅون و که څوک يې ښېګڼې له ياده باسي هم نه يې شي ايستلی، ځکه چې افغان ولس ته يې هغه څه ورکړل چې په هغه وخت کې يې ورته شديده اړتيا درلودله، او ملا محمد عمر مجاهد د افغانستان هغه څېره ده، چې د زمان هيڅ ډول توپان يې د تاريخ له پاڼو نه شي محوه کولای، ملا محمد عمر ستاينه د هغه په زړورتيا، کلک ايمان، او هغه ملي دريځ کوو چې د خپلې پاچاهۍ پر مهال يې وښودل. د ملا عمر د سلطنت له سقوط وروسته به د هغه حال د هغه سره نژدې پاتې شويو کسانو ته که يې هغه ملګري وي، که يې دوښمنان وي او که يې دوکه کوونکي وي، او يو الله ته معلوم وي خو موږ په دې باور و، چې ملا عمر په خپل ذهن او فکر سره وياړمند ژوند کړی او په هماغه باور چې پنځلس کاله مخکې يې درلود مړ شوی دی. خو د سقوط يا شاتګ څخه وروسته بيا (اسلامي امارت) هغه شان پاتې نه شو چې پرې زېږېدلی او پنځيدلی و پر هغه لاره يې يون ونه کړ چې ملا عمر ورته جوړه کړې وه او ورته ژمن و او له ملا عمر راښکته ډير کم مشران د يوازې افغانستان او اسلام ته ژمن پاتې شول.

13.04.2015 20:27    |   ظاهر پښتون دکوچنيانو د ساتني او روزني اداري خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

کله چي په ۱۹۸۸ ز کال کي د ګران هيواد څخه موږ و بلوچستان ته را کډوال سو ، نو زموږ د افغان کډوالو د پنډغالو د زده کړي (تعليمي ) چاري د افغان کمشنریټ له خوا پر مخ وړل کيدي ، چي کتابونه مو اکثره پاکستاني نصاب وو، خو زه په ۱۹۹۶ ز کال کي په دريم ټولګی کي وم ، چي د افغان کمشنريټ څخه دافغان کډوالو د پنډغالو د زده کړي (تعليمي) چاري د کوچنيانو د ساتني او روزني اداري ته د ( يو ، ين ، ايچ ،سي ، آر ) په لارښوونه وسپارل سوي . د کوچنيانو د ساتني او روزني اداره يو نړيواله خيريه ټونه ده او دنړی په زياتو هيوادونو کي د کوچنيانو د ساتني او روزني لپاره کار کوي . ددغي اداري په راتګ سره دافغان کډوالو تر کورونو پوري ، د علم ډيوه را ورسيدل او هر افغان ته رڼا يي ورکړه ،خو زموږ د ښوونځيو اکثره ښوونکي په دغه وخت کي د بهره پنډغالو ته راتلل او زموږ په اکثرو پنډغالو کي د شپږم ټولګیو څخه فارغه زده کوونکي نه وو.

15.02.2015 09:40    |   زلمی پښتون د بهرنیو چارو وزارت باید دیوقام او یوی سیمی له انحصارڅخه خلاس شی

دافغانستان برنیو چارو وزارت له هغه وخت نه دیوقام او یوی سمیی په انحصار کې ده له کوم وخت نه چی د دی وزارت وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله وه دافغانستان ټول سفیران او دسفارتو ټول کارکونکی ډاکټر عبدالله ولیږل دنړی ډیری هیوادو ته ټول دیوی ولسولی او یو قوم خلک وه له هغه ورځی نه پښتانه مسافرین چی دنړی ګوټ ګوټ کی میشت دی دافغانستان له سیاسی نماینده ګیو سفارتونو قونسول ګریو شکایت کوی خو تر نن ورځی پدی وزارت کې هیڅ ډول اصلاحات ندی راغلی دیو ډیپلومات دوره دری کلنه ده په یو هیواد کې خو دافغانستان ډیپلوماټان چی هغه لس کاله دمخه یو هیواد ته تللی دی بیرته راستانه شوی ندی هغه یو هیواد کې خپل دنده ترسره کوی،

17.01.2015 15:26    |   حزب الله پښتونيار د عالمي طاقتو په جګړو کښي د پښتون تاوانونه

نن په نړى کښې تر ودانى، ابادى او پرمختګ سه شل زله زيات رقم په تخريب، پر شاتګ او بربادى باندي لګيژي. په مجموعي توګه ١ ټريلين ډالرپه نړى کښې يو بل په وېره ولو، خوژولو، برباده ولو او په جنګي تياريو خرسېژي. دا وخت په نړى کښي ٣٠ زره نيو کليايې بمونه موجوده دي. د موجوده بمونو د دهماکې قوت د هېروشېما دراېټومک بم لس لکه وار زيات دۍ. د يو اندازې مطابق دا وخت په نړى کي دومره اسلحه موجوده ده چي هر انسان سو وار وژلې شي. جنګى جنونيت دومره زيات شوې د ى چي په نړى کښي د هر لک ابادى دپاره خالي ٨٥ ډاکټران او ٥٥٦ فوجيان دي. پر هر فوجي له کاله ٢٠ زره امريکي ډالره خرسېژي او پرهر لوستونکي خالي ٣٨٠ ډالره لګيژي. بلي خوا ته د تيرو ٣٥ کلو راهيسې ده دوه سوپر طاقتو نو امريکه او سويت يونين اووس موجوده د نړې د غټو قوتو د جګړو مېدان د پښتون وطن زړه وګرذېدى. ددې سره د نړى زيات

08.11.2014 12:15    |   مجاهد ((پښتون)) د شريفانو د بهرنيو سفرونو موخه

سعودي عربستان او چين ته د ولسمشر اشرف غني سفر له هر اړخه ښه ارزول کېدای شي، که څه هم اشرف غني سعودي ته خپل سفر د عمرې د اداء په موخه باله، خو هلته يې سياسي خبرې اترې هم درلودې، او شک نه شته چې د افغانستان د امنيت، طالبانو سره د پاکستان د اړيکو او سعودي واکمنو څخه د افغانستان د غوښتنو په اړه هم خبرې شوې دي.

27.09.2014 10:43    |   ډاکټر ګلرحیم پښتون صافی د افغانستان د سولې بیارغاونې او کلتوري ټولنې پېغام

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو د ټولټاکنو نتیجه له شاوخوا شپږو میاشتو وروسته، د یکشنبې په ورځ، چې سپټامبر د میاشتې له یوویشتمې نېټې سره برابره وه، د ملي وحدت د حکومت په نامه اعلان شوه او د افغانانو اوږد انتظار پای ته ورسېد.

07.08.2014 09:46    |   پښتون زوی د حج او عمرې شرعي احکام

د حج او عمرې ټولو مينه والو ته زيری ورکوو چي د محترم مفتي عبدالرشيد'سعيد'د حج او عمرې د مسائلوکتاب (المناسک الشرعية في احکام الحج والعمره (د حج او عمرې شرعي احکام)چاپ سو..

25.04.2014 19:15    |   ظاهر پښتون زه لوی افغانستان يم

زه لوی افغانستان يم. زه د لوی افغانستان زړه کابل جان يم. زه د ميرويس خان ، احمد خان او غازي امان الله خان ښار يم. اې د افغان بچو ، ايا تاسي د احمد شاه او ميرويس خان تاريخ لوستی دی ؟ که مو لوستی وي ، ستاسي جغرافيه او عرضي تماميت څه سو ؟ تاسي و خدای چي د خپلو غازي بابا ګانو د نومونو او افتخاراتو څخه نه شرميږی ؟ پرون مو د سوړ جنګ او دا پردي جنګ په نتيجه کي مو زه کوم حالت ته ورسولم ؟ هغه زما ميراث مو د آمو سيند ته چي په افتخار مو ويل ونه غورځاوه ؟ بس کړی د خدای لپاره ! زما پر سرتوری زما د رقيبانو او زما د ويشلو داړه مارانو په څو پيسو او عياشيو مه تير وځی.

18.03.2014 19:47    |   پښتون زوی رښتینی مشر

په کوټه ورننوتو ښاغلي شاولي خان کرزي په موبايل کي په کم اپلکېشن اخته وه په ناسته يې له سپين ږيرو سره په يوه لاس پداسي حال کي ستړې مسي وکړه چي سترګي يې د موبايل په

26.02.2014 10:06    |   ډاکټر ګلرحیم پښتون صافی په برلین کي د افغانستان په اړه د سیمینار خبرتیا

ایساف د ۲۰۱۴ کال پای ته په افغانستان کي خپله دنده پای ته رسوي . دا هیواد نه یواځي د ټولټاکنو له کبله او امنیتي سیاست له پلوه له سختو ننګونو سره مخ دي ، بلکه باید د نورو زیاتو ټولنیزو ، اقتصادي او بیا رغوني چارو پر وړاندي خپل کلک دریځ ښکاره کړي . زده کړي ، تعلیم او تربیه په دي لاره کي مهم رول لوبولای شي . په خاصه توګه په افغانستان کي د لوړو زده کړو مدرنیزه کول د بیا رغوني لپاره یو اساسي بنسټ دي چي په دې لاره کي له هغه نه سترګي نه شي پټیدلای . که څه هم د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته په افغانستان کي د لوړو زده کړو سیستم مثبته پرمختیا کړي ، خو مهم ده چي دا پرمختیاوساتل او نوره هم مخ پر وړاندي بوتله شي .

20.02.2014 09:48    |   پښتون زوی زه د ټولټاکنو پلويتوب کوم خو !

پالـله،نو له همدې امله به لويو پوهانو او فيلسوفانو د سياست په اړه يوازي سياستنامې ليکلې چي باچا برابرئ(عدالت)ته را وه بولي،خو بيا هم په افغانستان

15.02.2014 10:37    |   زلمی پښتون په فرانسه کی دافغانستان سفارت کی څه تیریږی

دیوملګری دسترګو لیدلی هال درنو هیوادوالو پرون راته یو ملګری کیسه وکړه چی فرانسه کی دافغانستان سفارت چی دیوی سیمی خلکو په ولکه کی ده او هر پښتون چی ورزی باید د دوی دوه پښتنو کارمندو چی یو دسفیر دړیور او بل هم احمدزی په نوم یو شخص دی دوی د لاری له زرو ېورو نه تر (۱۲۰۰) یورو پوری دویته ورکړی چی افغان وپیژندل شی کنه هیڅ پښتون فرانسه کی دافغانستان سفارت کی افغا نه پیژندل کیږی تر ټولو بده خو داده چی دا سفارت چی ډیر قدامت لری او دامیر امان الله خان د دوری سفارت دی پدی کی دغازی امان الله خان انځورونه وه چی دسفیر په امر لری کړل شوی او داحمدشاه مسعود انځورونه د دی انځورو په زای لګول شوی اجیبه خو داده چی د تعصب دا لړی دولس کلونه هم اووړی اما پدی برخه

31.01.2014 15:49    |   سردارولي پښتونزوی دپرون نيمګړتيا د سبا کورنۍ جګړه ده

چارپوهان وايي چي"که دولت له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي امريکايان به کورنۍ جګړه ته لمن وه وهي". اې ايف پي خبري اژانس (۱)د امریکا د کانګرس د راپور له مخه ویلي"تېر کال(۲۰۱۳ز)۱۰۰۰ د ملي اردو سرتيري،۲۴۰۰ملکيان او ۳۹۰۰مخالفين وژل سوی دی"پوليس،اربکيان او سرحدي ځواکونه که ورسره حساب نسي نو به په يوه کال کي شپږ زره ځلورسوه افغانان وژل سوي دي،زه پوښتنه کوم چي اوس هم کورنۍ جګړه نده؟

20.12.2013 20:24    |   سردارولي پښتون زوی جوسي موجيکا

د لاطینی امریکا د يوراګواي اولسمشر"جوسي موجيکا" په نړۍ کښي د خوارو مشرانو په کتار کښي لمړی کس دي.نوموړی له اولسمشر کېدو سره سره په خپل کور کښي ژوند تېروي چي په خپله مځکه کښي د کرهڼي په کولو ځان ژوندی وساتي. دی او ميرمن "ګل داودي"دخپلو جامو پرېمنځلو تر څنګ اوبه هم له کور دباندي څخه تر لاسه کوي ،ښاغلي موجيکا دا وخت ۱۸۰۰امریکایی ډالره (۳۸۶۶۴۰افغانۍ)کيږي شتمني لري.

24.11.2013 13:58    |   مجاهد ((پښتون)) داسې (زيري) خو دې خداى ډېر کړي

د افغانستان دوديزه لويه جرګه چې کېداى شي د نړۍ په کچه د لانجو د حل او فصل، او سترو پرېکړو لپاره تر ټولو پخوانى سيستم وي، بالاخره د داسې يوې موخې لپاره وکارول شوه، او پر يو داسې شرموونکي لامل د نامعلومه خلکو څخه راټوله کړاى شوه، چې مطلب ازاد انسان او افغان خو به په طريقه اولى سره په فردي توګه په خپل زړه او ضمير کې هم ورڅخه په اوو کوټو کې دننه پناه وغواړي.

11.11.2013 18:39    |   ظاهرپښتون ځينو بي ضميرو پښتنو، پښتون قام دتباهۍ کندي ته ورغورځاوه

ځينو بي ضميرو پښتنو، پښتون قام دتباهۍ کندي ته ورغورځاوه

05.11.2013 19:32    |   ډاکټر ګلرحیم پښتون صافی د افغانستان په بنسټیزه بیا رغونه کي د المان ونډه

تر پورته سرلیکي لاندي د ۲۰۱۳ کال ددسامبر په لمړۍ نېټه په برلین کي د خبرو اترو غونډه جوړیږي . د افغانستان د سولي ، بیا رغوني او کلتور کمیټه او د المان سوشل دیموکرات ګوند د نړیوال سیاست ،سولي او ودي فني هیئت په ویاړ سره ټولو آغلو او ښاغلو ته بلنه ورکوي ، په دې غونډه کي برخه واخلي .

22.10.2013 14:42    |   مجاهد ((پښتون)) د پنجاب په چوپړ کې

افغانستان هغه هيواد دى چې له دوستانو دوښمنان زيات لري، حتي هغه هيوادونه چې په ښکاره د افغانستان د ابادولو او افغانانو د ژغورلو چغې وي، او دلته يې زرګونه سرتيري را استولي دي، هم د افغانستان سره دوستي نه، بلکه دوښمني پالي، او له بده مرغه چې ګاونډيان يې د دوښمنانو په سر کې ځاى لري، يو هم له هغوى څخه پاکستان دى.

09.09.2013 12:17    |   عبدالودود پښتونځار بودا او بوډيزم

که څه هم (بودا) په لومړي ځل (سيدارتا ګواتاما) ته ويل شوي خو د بودايت په اوږدو کې د دغه دين ډېرو پيروانو ته چې دخپل دين لوړ مقام يې ترلاسه کړی (بودا) ويل شويدي.

24.08.2013 09:31    |   مجاهد ((پښتون)) مذاکرات او د (امير المؤمنين) برخليک

د افغانستان د حکومت او امريکا سره د مذاکراتو خبرونه زما لپاره تجسس زېږوونکي وو، دغه خبرونه مې په ډېر دقت څارل، خو د طالبانو پټ او تر پردې لاندې دريځ هغه دى چې له څو ځانګړيو کړيو پرته هيچاته بشپړ معلومات نه ورکوي، او ملت ته چې دوى له هغوى دي او هغوى له دوى خو هېڅکله هم نه.

31.05.2013 16:04    |   عبدالودود پښتونځار ژبې څنګه رامنځته شوي او څنګه وده کوي؟

ژبه دانسانانوترمنځ داړيکوبنسټ دى.له څېړنو ښكاره شوې،چې مرغان اوژوي هم مانادارغږونه باسي.خپل ډار،خوښي اوهيله مندي دچونګېدا، غپېدا، اوسونګېدا له لارې څرګندوي. خوانسانانوغوندې خپل افکارپه ژبه نشي ويلاى.ځكه انسانان کابوټول هغه څه چې احساسوي يې اويايې فکرکوي، څرګندولای اوويلای شي.[ خو اوس هم ډېر داسې څه شته چې انسان يې د بيان او اظهار لپاره ويي، غونډونه او اصطلاحات نلري.]