د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ډېرو لېوني خوښېږي

نجيب منلی 22.02.2011 02:29

د څوکلونو راهیسې په پرله پسې ډول د انکشافي بودجې په لګولو کې د افغان حکومت پاتې راتلل د افغان سیاست والو او سیاسي شنونکو له پاره د فصاحت او بلاغت د تمرین یو عنعنوي میدان دی. هر څوک د خپل حکومتي دریځ یا سیاسي تمایل په رڼا کې د دغه وضعیت مسوولیتونه لټوي. د حکومت ټیټ ظرفیتونه، د نړۍوالو مرستندویانو له خوا پر مهال د شوو ژمنو نه عملي کېدل، د شورا له خوا د ملي بودجې پر وخت نه تصویبېدل، د تدارکاتو د قانون پېچلتیاوې، د افغانستان آب و هوا، نا امنۍ، او په لسګونو نور داسې عوامل... د بودجې د ناکافي مصرف د ګونا د پېټي د وړلو له پاره غاړې له شماره وتې دي. دا څووم کال دی چې زموږ د قلم رنګونه اود خولې لاړې په همدغو بحثونو وچېږي خو د انکشافي بودجې مصرف لا هماغسې جنجالي دی.

د ناکامیو تکرارېدل اکثره سړی دې ته اړباسي چې د موضوع پر اساساتو شک وکړي او د پوښتنې په بل ډول مطرح کولو هڅه وکړي.

د حکومت ظرفیتونه، بې له شکه چې، خورا ټیټ دي خو که د دولتي ادارو ننی حالت له دوه کاله پخوا سره پرتله کړو نو د ادارو په وړتیاوو کې جوت بدلون په سترګو کېږي. نړۍواله ټولنه د مرستې ژمنې کوي او د کال په نیمایي کې پر خپلو کړو ژمنو وفا نه کوي خو علت یې دا ښیي چې ګواکې دوی نه غواړي چې پرته له تضمینه خپلې پیسې بې ځایه ولګوي، د افغانستان جوي حالات له لږ و ډېر تغیر سره د یونیم زرکالو را په دې خوا همداسې دي لکه چې دي او داسې څه په کې نه شته چې څوک دې غافلګیره کړي. د حکومت او پارلمان تر منځ کړکېچن روابط که ډېر زاړه نه دي هم، لږ تر لږه، دا ویل کېدای شي چې د بودجې د تصویب له پاره په اساسي قانون کې ټاکل شوی وخت به هرومرو تر وروستۍ ګړۍ پورې لګول کېږي. د تدارکاتو قانون که هرڅومره پېچلی هم وي، که هر څومره ناقص وي خو زموږ په مخ کې لیکلی پروت دی. هر لوري ته چې وګورو، داسې څه نه په سترګوکېږي چې افغان حکومت دې ورته مخکې له مخکې ځان تیار نه کړای شي خو بیا هم هماغه سروکی او هماغه ټیکۍ دي چې اورو یې.

له بل پلوه بهرنیان هم د خبرې دپاسه ګواښ کوي چې که افغانان داسې یا هغسې و نه کړي نو خپلې مرستې به کمې کړي.

که د افغانستان د اقتصاد اساساتو ته وګورو د نړۍوالې مرستې کچه تر هغه څه ډېره زیاته ده چې افغانستان یې د جذبولو وړتیا لري. د مرستو دغه کچه، د دې پر ځای چې زموږ دردونه دوا کړي، موږ ته اقتصادي ستونزې پیدا کوي. یوه بېلګه یې په انکشافي برخه کې د تعمیراتي خدمتونو ونډه ده. ډېری ادارې خپله انکشافي بودجه په ساختماني چارو لګوي. د دې تر څنګه پي آر ټي ګانې او ان چي اوګانې هم په میلیاردو ډالره په همدغه سکتور کې لګوي. اوس نود افغانستان د ساختماني کمپنیو کاري ظرفیت دومره نه دی چې دغو ټولو غوښتنوته ځواب ووایي. هماغه یوه کمپنۍ چې ټول ټال دوه یا درې ماشینونه لري، لس پینځلس ځایه قراردادونه کوي او بیا د یوه قرار داد د سم پای ته رسولو وړتیا هم نه لري. په نتیجه کې نه یوازې دا چې کارونه نه کېږي بلکې د تعمیراتي خدمتونو بیې هم په سرساموونکي ډول پورته ځي. موسسې اوحکومت خو په پردیو پیسو چلېږي خو که د ښوونځي یو ښوونکی وغواړي چې په خپل انګړ کې د لرګیو ایښودلو له پاره یوه کوټنۍ جوړه کړي نو د څو میاشتو معاش به پرې لګوي.

که د افغانستان د حکومت مسوولین له بهرنیانو سره د خبرو اترو پر مهال د مهاجرینو په کمپونو کې د غربیانو، پاکستانیانو او ایرانیانو له خوا د دروېزې د رایج شوي فرهنګ له محدودې څخه ځان وکاږي، د افغانستان پراخې، اوږدمهالې او ریښتینې ګټې په نظر کې ونیسي نو کولای شي چې د دې پر ځای چې په هره خبره کې د افغانستان د حکومت لاس د بهرنیانو تر ډبرې لاندې وي، کله کله په خپلو زغردو خبرو بهرنیان هم دې ته متوجه کړي چې افغانستان که خوار هم دې بې خاونده نه دی.