د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وزير صاحب، اوس دې بايلوده

نجيب منلی 22.02.2011 02:25

په ډېره خواشینۍ مې ولوستل چې د جي اېس اېم اتحادیې (GSMA) خپله کلنۍ جایزه په افغانستان کې د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ د مخابراتي خدمتونو د ودې او پراختیا او په دې برخه کې د ښې حکومتدارۍ په خاطر ښاغلي امیرزي سنګین ته ورکړه.

ټام فیلیپ د جي اېس ایم اتحادیې د مقرراتو مشر په خپلو څرګندونوکې وویل چې افغانستان ته د دې جایزې ورکول د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د افغان حکومت د زړه ورتیا، پاکۍ اوپراخه لید د تصدیقولو په مانا دي.

په مجموع کې د افغانستان د حکومت زړه ورتیا، پراخه لید او پاکي دومره جوت دي چې زموږ هېواد د فساد په نړۍواله سیالۍ کې د سپینو زرو مډال لا پخوا ګټلی و. نن د معاصرې تکنالوژۍ هغه سکتور چې د پټو رازونو د افشا کولو د اتلولۍ میدان یې ګټلی د افغانستان پر حکومت تور لګوي چې هم په خپلو اقداماتو کې زړور دی، هم د خپلې راتلونکې په اړه روښانه ليد لري او هم په خپلوکړنو کې پاک دی.

که په افغانستان کې د مخابراتو اومالوماتي تکنالوژۍ چټکې اونسبتاً سالمې ودې ته وګورو نو د خوځنده تلېفون د نړۍوال سیستم د اتحادیې دغه تور ډېر بې ځایه هم نه دی. په لسو کلونو کې افغانستان د ګوتوپه شمار له څو محدودو سیمي تلیفونونو څخه خپله مخابراتي شبکه څو ملیونو موبایل تلېفونونو ته ورسوله او نن به په هېواد کې داسې کلې نه وي چې په يو ډول نه یوډول مخابراتي اسانتیاوې و نه لري. دا بریا یوازې د حکومت لاس ته راوړنه نه ده، تکنالوژیک چاپېریال، خصوصي سکتور اود هېواد وګړو په کې برابره ونډه اخیستې ده. له دومره چټکې اوپراخې ودې سره سره بیا هم د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په وزارت کې د اداري اواقتصادي فساد نخښې دومره نه دي چې د مطبوعاتو پام ورواوړي. څارنوالي خوبې له هغې هم خدای بخښلې ده، دومره بې کفایته نه ده چې هغه څه ته توجه وکړي چې ټول یې ګوری، دا محترمه اداره په هغو ساحو کې فعالیت کوي چې نور ورته ډېره پام نه کوي.

د مطبوعاتو او څارنوالۍ له سترګو د مخابراتو د وزارت دغه لوېدلی حالت که هر علت ولري پرته له شکه چې د دغې ناکامۍ د مسوولیت یوه برخه د وزیر او د هغه د کاري ټیم په غاړه ده. که نه په دغه وزارت کې د نوررو ګڼو ادارو په پرتله ډېرې پیسې ښکته پورته کېږي. خورا کوچنیو او د لږو مالي امکاناتو درلودونکو ادارو تر دغه ستر وزارته د افغانستان د فساد د سپینو زرو د مډال په ګټلوکې ډېر کار کړی دی. د مخابراتو اومالوماتي تکنالوژۍ بې کفایتي خو د افغانستان ولسي جرګې هم و منله او د باور رایه یې ورنه کړه.

اوس چې دا ښاغلی د یوې معتبرې نړۍوالې ادارې له خوا د پاکۍ، پراخه لید او زړورتیا د نه بخښلو په جرم تورن شو نو په پوره باور دا تمه کېږي چې د حکومت پر چوکۍ د ده د بقا په شمار څو شپې ورځې پاتې دي.

د پرنګیانودې کور ړنګ شي، چې دې ته هم څوک نه پرېږدي چې په پټه خوله د وطن خدمت وکړي، په نړۍوال مډال یې یادوي.