ځانمرګی بریدونه د چا له خوا ترسره کیږې؟
19.02.2011 22:44تر ټولو د مخه غواړم په ورستیو ځانمرګو بریدونو کې چې په خوست ، کابل،قندهار او دادې نن په ننګرهار ولایت کې ترسره شول او زموږ په لسګونه وطنوال یې شهیدان او زخمیان کړل خپله کرکه او نفرت د وطن د دښمنانو څخه څرګنده کړم ، او له خدای پاک څخه شهیدانو ته د فردوس جنت ، زخمیانوته د عاجلې شفا، له غمجنو کورنیو سره خپله غم شریکی او ددې غیر اسلامی غیر انسانی او غیر افغانی عمل ترسره کوونکوته د درد ناک غذاب غوښتونکې یم.
اګر چې ټولو ته معلومه ده چې د قرآن او حدیث له نظره د نفس قتل نه یواځې داچې جواز نلری بلکه په سختی سره غندل شوې هم ده ، لکه پدې مبارک آیت کې( من قتل نفسا بغیر نفس فکأنما قتل الناس جمیعا) څوک چې یو نفس له بدل او فساد څخه پرته ووژني نو لکه ټول خلک یې چې وژلي وي
.
او یا هم دا حدیث شریف چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:( من اعان علی قتل مؤمن بشطر کلمة لقی الله مکتوب بین عینیه آیس من رحمة الله)
چا چې د مؤمن په وژلو کې د نیمې کلمې په ویلو مرسته وکړه، له الله تعالی سره به په داسي حال کې مخامخ شي چې د سترګو تر مینځ به یې لیکلي وي: د الله تعالی له رحمت څخه نا هیلې دې.
او همدا شان الله تبارک وتعالی داسې کسانو ته په قرآن کې د درد ناک عذاب وعده ورکړې ده.
(ومن یقتل مؤمنا متعمدا فجزاؤه جهنم خالدا فیها وغضب الله علیه و لعنه و أعد له عذابا عظیما)
او هرڅوک چې مؤمن په قصد سره ووژني جزایې جهنم دی، تل به پکې وي، الله تعالی پرې غضب کړی او په لعنت یې اخته کړی او ډیر لوی عذاب یې ورته تیار کړی.
نو د پورتنیو آیتونو او حدیث شریف له په نظر کې نیولو سره څوک چې خداې (ج) او رسول الله صلی الله علیه وسلم منی هغه به هیڅکله هم پداسې ناوړه کار لاس پورې نکړی.
خو بد بختانه لکه څنګه چې زموږ د هیواد اکثره خلک د جګړو له امله د پوهې له نعمت څخه بې برخې پاتې شوی او له عقیدتی لحاظه په دین او وطن مین خلک دی نو د اسلام او افغانستان دښمنانو ددوې له همدې ښې ګڼې او ضعف څخه ګټه پورته کړې او هم یې زموږ خلکو او هم هیواد ته ځانی او مالی زیانونه اړولی دی.
په افغانستان کې خو دا لمړی جګړه نده تردې پخوا هم د انګریزانو او روسانو پرضد جګړی شوې وې خو په هغو جګړو کې سره له دې چې هرځل افغانان د دښمن په پرتله له نظامی اړخه کمزورې ول خو په پوره میړانه او شهامت سره یې د دښمن ملا ورماته کړه او چا ځان وژنه نده کړې ، نو اوس دا ځان وژنې چا شروع کړې او له چانه یې فتواوې ترلاسه کړې ؟
که د همدې تیرو څو کلونو روانو حالاتوته یوڅه ځیرشو نو ځواب واضح دې او هغه داسې چې کله امریکایان عراق ته ورننوتل له هماغې ورځې را هیسې هلته د ځانمرګو بریدونو لړی پیل شوه چې تر اوسه هم روانه ده.
په همدې شان سره له کومې ورځې چې همدا امریکایان زموږ هیواد ته راغلی دی نو دلته هم ځان وژونکی بریدونه شروع شول چې نوم یې ورته بدل کړ او استشهادی او یاهم فدایې برید ورته وایې.
په ورته وخت کې په پاکستان کې هم دا لړې روانه ده خو خلاصه دا چې چېرته چې امریکایان ځی هلته ځانمرګی هم له ځانه سره بیایې او یا هم د خپلو هغو جاسوسانو چې د مسلمانانو په مینځ کې یې لری او ښه د اعتبار وړ کسان دی په وسیله هغه مسلمانان چې له عقیدتی اړخه په دین مین دی او د پوهې له اړخه یا خو نالوستی دی اویایې هم د سواد کچه ډیره ټیټه ده تربیه کوې او د خپلو اهدافو د لاسته رواړلو په خاطر له هغونه ګټه پورته کوی.
چې ښه مثالونه یې زموږ ملا عمر او یا هم د پاکستانی طالبانو یو مشر چې په تیرو ورڅو کې یې ویلی وو چې ( زه کولې شم یو کس په 15 دقیقو کې ځانمرګې برید ته چمتوکړم) دی.
هغه کسان چې داسې بریدونوته چمتو کیږی په راز راز وعدو سره دې کارته هڅول کیږی. او ترهغه وخته له دوې نه کار اخیستل کیږې چې ټاکلی اهداف ترلاسه شی او که دا اهداف ترلاسه شول نو بیا دا کسان یاخو په جیلونو کې اچول کیږې او یا هم له مینځه وړل کېږی او که اهداف تر لاسه نشول نو بیا پخپل حال پاتې کیږې او پخپله امریکایان میدان پریږدی او ملت په خپل مینځ کې سره په جنګ اچوی ، لکه په عراق کې.
اګرچې زما په لیکنه به څوک یقین وکړی یا نه خو زما په آند همدا حقیقت دې. او زه غواړم هغو کسانو ته چې داسې کړنی ترسره کوی ووایم چې نور بس کړې د الله پاک د بیګناه مخلوق وژنه! که تاسو له کوم چانه فتوا هم اخیستی وی نو هغه کس خوبه تر خدای (ج) او رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوه نه وی چې تاسو تر قرآن او حدیث نه دهغه فتوا لوړه بولې. ستاسو داسې کړنې د مسلماناو او افغانانو د بد نامې سبب ګرځی.
دا لاره چې تاسو را نیولې ده پر دوزخ ختمیږی او هغه هم ابدی. تاسو چې کوم کسان شهیدانوې ولو که هغه په ملی اردو یا پولیسو کې هم ول خو هغه مسلمانان ول او ددې هیواد وګړی ول ، دا خلک د امریکا په خاطر په حکومت کې کار نکوی بلکه خپل وطن او ملت ته خدمت کوی.
ستاسو په حکومت کې هم همدې خلکو کارکول ځکه په تاسو کې خو مسلکی کسان د نه شتون برابر دی. که د حکومت واک د هرچا په لاس کی وی خو دا خلک به په هر دور کې د وطن لپاره کار کوی. که ستاسو په خبره تاسو پدې بریالی هم شی چې یوځل بیا خداې مکړه واک ته ورسیږې همدا خلک به ستاسو حکومت چلوی او که داکسان چې ددې هیواد سرمایه ده له مینځه لاړل نو بیا به تاسو حکومت په چا چلوي؟

