د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

او س ولی مظاهری نکیږی

عبدالله افغان 09.01.2011 12:03

او س ولی مظاهری نکیږی؟

پدی وطن کی د ولسمشریزو ټاکنو کی ددرغلی په خاطر مظاهر کیږی، دولسی جرګی ناکام او کامیاب وکیلان د خپلی څوکی په خاطر مظاهری کوی، معیوبین دخپلو حقوقو د لاسته راوړلو په خاطر مظاهری کوی، ښځی هم د خپلو حقوقو په خاطر مظاهری کوی.
خــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو
څو ځله زموږ بیګناه وطنوال شهیدان شول مګر چا د هغوی په خاطر مظاهری ونکړی ( پرته له هغو خلکو چه خپل عزیزان یی دلاسه ورکړی وو).
څوڅو ځله د پاکستان له خوا په راز راز بهانو زموږ د ضرورت وړ توکی په پاکستان کی تم شوی چا ولی پدی خاطر مظاره ونکړه.
ایران زموږ په لسګونه کسان د نامعلوم جرم په خاطر په سزا ورسول چا ولی د ایران پرضد مظاهره ونکړه؟ حال داچه کله د طالبانو په حکومت کی د ایران ۷ تنه جاسوسان ووژل شول نو په ایران کی عامو خلکو هم افغانان وژل.
زموږ په ګران افغانستان کی که کوم دخیر کارکیږی نو دوی یی مخه نیسی ددی پرضد ولی مظاهری نکیږی؟
زموږ په زرهاوو د تیلو ټانکری آخند یانو له ځان سره بندی کړی ولی څوک د هغو پرضد مظاهره نکوی؟
او کوم تصویرونه چه هغه بله ورځ د ټلویزیون له لاری خپاره شول نو ما ویل چه صبا به د پرسفارت باندی کیدی شی برید هم وشی، خو پرته له نجیب الله کابلی هیچا هم مظاهره ونکړه. حتی هغه کسان چه ځان ته ددین پتنګان وایی او ۱۰۰ فیصده ځانونه مسلمان بولی هغوته حتی پدی باره کی نظر ورکول هم خوند نه ورکوی.

نو له دی نه دا معلومیږی چه ددی وطن سیاسی ګوندونه+حکومت+ وکیلان او مخالفین یو یی هم ددی ملت په غم کی ندی او هرڅه چه وایی دروغ وایی خلک غولوی او دلته چه کومی مظاهری شوی او یاهم کیږی یواځی او یواځی د خپلو ناروا اهدافو دلاسته راوړلو لپاره کیږی.
نه له چا سره د دین غم شته او نه هم ددی وطن بس لکه د پاکستان مداریان خلک ترځان را تاو کړی قسمونه ورته اوخوری چه زه ستاسو په خدمت کی یم، خو مقصد یی یواځی له دی خلکو نه د زینی غوندی کار اخیستل دی چه څنګه ددوی پرسر ځان یوی لویی څوکی ته ورسوی او بس. که داسی نه وای نوهغو خلکو چه ترپرونه یی د خپلو روا اوناروا غوښتنو لپاره سړکونه تړلی وو نن ولی دوی پټه خوله ناست دی؟
او که ددوی په زړه کی د وطنپالنی ملت پالنی روحیه نه وی نو دا خلک به زموږ کوم درد ته دوا شی؟ او موږ ولی باید له دی خلکو نه ګیله وکړو؟

هسی هم دا خلک دخلکوله خواټاکل شوی استازی ندی بلکه هر یو یی یا د بډو په ورکولو سره او یاهم بهرنیانو ته دخدمت کولو له امله دی مقامونو ته رسیدلی دی نو دلته د کار کولو مقصد یی هم یا خو د بهرنیان دګټو ساتل دی او یا هم د ځان جیبونه ډکول نو له داسی خلکو نه خو بیا دخدمت کولو تمه درلودل هم بی ګټی ده. او نه هم دی خلکو ته دملت استازی ویلی شو.
حکومت خو ځان معلوم کړ چه څه نشی کولی خو زما غوښتنه له وسله والو مخالفینو نه داده چه که په رښتیا تاسو غواړی چه دی وطن ته خدمت وکړی نو همدا یی ځای ده هم به مو په خلکو کی محبوبیت زیاد شی او هم به دا ثابته شی چه تاسو له ایران سره کومی اړیکی نلری.
او څوک چه دا استدلال کوی چه اول باید امریکایان ووژنو نو د هغو ځواب دادی چه منافقین نسبت کفاروته ډیر خطرناک وی، او ترهغه معلوم الحاله کافرنه مخکی باید دا معلوم الحاله منافقین له مینځه یووړل شی . ځکه هغوی پخپله د اخلاص سوره نشی ویلی خو موږ ته ځانونه پاک مسلمانان معرفی کوی او زموږ په مینځ کی نفوذ پیدا کوی او بیامو له مینځه وړی.