د ایرانی مصنوعاتو له پیر او پلور نه دی ډډه وشی.
01.01.2011 13:09لکه څنګه چه زموږ وطنوال خبر دی دایران منافقو چارواکو له څه مودی راهیسی زموږ په زرګونو دتیلو ټانکرونه له پولی هاخوا درولی او دراتلو اجازه نه ورکوی، اوسره له دی چه زموږ یو حکومتی پلاوی هم ددی موضوع په اړه له دی منا فقینو سره وکتل خو لا تر اوسه هم دی ټانکروته د راتلو اجازه نده ورکړل شوی.
اوله خبره خو داده کله چه زموږ د ولسمشر لمړی مرستیال قسیم فهیم سره له یوشمیر جګپوړوچارواکو دایران هوایی ډګرته ورسیدل نو دهغوی دهرکلی لپاره دایران نپوهیږم کوم وزیر له یو څو نورو کسانو سره راغلی وو نو له همدی ځایه معلومیده چه آخوندخیلو زموږ ورغلی هیئت ته چندان په درنه سترګه نه کتل ځکه اصولا باید د ولسمشر مرستیال هرکلی ته راغلی وای، او بیا وروسته له خبرو اترواو وعدو بیاهم ایرانی منافقینو په خپله وعده وفا ونکړه. او داچه ولی دوی داسی کوی نو ددی لامل ټولو هیوادوالو ته څرګند ده، او داڅه لمړنی ځل نده چه ایرانیان خپله کرکه او بخل راڅرګندوی.
اوس دیوه وطندوسته ملت په څیر زموږ مسئولیت دادی چه موږ هم دایرانی چارواکو ددی عمل او تردی پخوا نورو ناروا اعمالو په وړاندی دغبرګون په ډول له ټولو ایرانی توکو نه چه دی وطن ته راواردیږی له پیرلو ډډه وکړو .
زما غوښتنه له حکومتی چارواکو نه داده که دملت په خاطر نه وی نو دځان د بی عزتی غچ خوباید له دی منافقینو نه واخلی.
او له ملی سوداګرو نه می هم داهیله ده چه آخند خیلو ته ددی کړنی په ځواب کی د هرډول ایرانی مصنوعاتو له واردولو ډډه وکړی.
ایران هسی هم د ملګرو ملتو د بندیزونو له امله له ډیرو اقتصادی مشکلاتو سره مخ ده او که ددوی دمصنوعاتو له راواردولو نه ډډه وشی نو له یوی خوابه آخوندی حکومت له داخلی فشار سره مخ شی او له بلی خوابه زموږ له طرفه دوی ته داو ښودل شی چه که هرڅو موږ په خپلو مینځو کی سره اختلاف لرو خو ستاسو په وړاندی موږ ټول سره یولاس یو،او افغانستان او س هغه پخوانی افغانستان نده چه څه ستاسو زړه وغواړی هغه وشی.
او ترټولو مهمه خبره داده چه د هوټلونو پرځای باید ددی وطن په صنعتی کولو کی پانګونه وشی ترڅو له یوی خوا زموږوطنوالو ته د کارکولو زمینه برابره شی او زموږ اقتصادی وضعیت ښه شی او له بلی خوا زموږ هغه خلکوته چه په ایران او پاکستان کی اوسی خپل وطن ته د راتګ زمینه برابره شی
او له خپلو وطنوالو په خاصه توګه ځوانانو نه داهیله کوم چه خپله شپه او ورځ یوه کړی او د تعلیم په ډګر کی د ځانونه هغه مقام ته ورسوی چه موږ هیچا ته محتاج نه اوسو ، افغانانوته خدای پاک ډیر لوړ استعداد ورپه برخه کړی ده راځی دخدای پاک له دی نعمت څخه ښه ګټه پورته کړو او دی وطن او ملت ته په ښه شان سره خدمت وکړو.
یادونه: دایران جاسوسان او تالی څټی له دی خبرو مستثنا دی.
ومن الله توفیق

