د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(هولبروک) تاته چا ويل چې مين شه

نسيم ساحل 14.12.2010 17:40

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

مینه هغه څه دی چې بندونه اوتاویزونه نه مني ، وایي زړه چې مین شي نو بیا ښایست نه غواړي ، خو دځینو ځینو مینه بیا انسان ته دسوراورشي او ځینې وخت له چا سره مینه بیا دانسان په خپل تصور چې ښه به وي ، خو د سګریټ په شان بیا انسان له بنیاده اوبنسټه خرابوي ، هولبروک کمبخت هم له افغانستان سره مینه کوله ده ته معلومه نه وه چې دافغانستان سره غلته مینه انسان چیرته بیایي ! وایي چې یو کور ته غل ورغلی ؤ او په غلا کې یې ترې مونځینه ( جای نماز) وړی ؤ ، پدې وخت کې ورته دکور خاوند ویلي ؤ چې دا مونځینه چیرته وړې مونږ پرې لمونخ کوو، پدې وخت کې غل ورته ویلي ؤ چې ولې مونږ درته څه بې لماځه ښکارو ، نو دې کمبخت ته مونږ بې لماځان ښکاریدو ، ځه هولبروک صاحبه پدې مونږ هم پوهیږو چې ته په مونږ کې نه اوسې ، نو مونږ به حتمي په یو ټغر سره راټولیږو ! داخو تاسو یاست چې څوک مو راته په یو نوم او څوک مو راته په بل نوم غل کړی ، په چا مو زمونږ دهیواد تاریخ ړنګ کړ او په چا مو خرڅ کړ او یا هم په چا مو واخیست! هرسړی پدې پوهیږي چې غوا توره او پۍ یې سپینې ! خو په کمبخت مې زړه خوږ شي چې د افغانستان حالاتو دی دومره وځپه چې د زړه تکلیفونو له دې فاني نړۍ تیر کړ ، مونږ مسلمانان که پدې دنیا عیش او خوشالي ونه وینو ، نو بیا خو هغې دنیا ته هیله او ارزو لرو چې انشاالله بدله او اجر به یې لوی الله تعالی راکوي ، دکفارو خو بیا هلته ..... وایي چې کوم ځل نایي د یوروسي جنرال ویښتان جوړول د هغه ویښتان مړه مړه پراته ؤ او د قیچي خولې ته نه راتلل نو دې نایي هم ورسره عجب کار وکړ ، نایي به ورته وویل : صاحبه هغه د افغانستان مسله څنګه شوه ، پدې وخت کې به دهغه ویښتان زیږ شول اونایي به خپل کار وکړ،نودهولبروک کمبخت که ساه هم نه وته نو هله خو به حتمي وته چې هغه ډاکټر ورته ویلي وي چې صاحبه هغه دافغانستان مسله څنګه شوه ، که نه مړ کیده نو خود به مړ کیده .... آه آه آه آه آه .
لا په خوب کې په لړزه پریوزي له کټه چې دچا تر غوږ زما دتورې شرنګ دی
نوهولبروک صاحبه څنګه کومه ورځ خو به د چا د تورې شرنګ هم ستا غوږونه نه وي شرنګولي ، حتمي به یې شرنګولي وي :
څوک چې زمونږه یارانه کړي سر دماښامه دې شل ډزی ګرځوینه
زه ته خو ښه وې لاړې سترګې دې پناه کړې ، دانور لالاګان دې کمبختانان دې غم ته پریښودل ! ای ددې هیواد پدې یو څو مزدورانو مه تیروزه شته داسې څوک چې ددې هیواد سپیڅلي بچیان دي نه د پاکستان او نه دایران ! خو ته هم ملامت نه وې هغه د تراب صاحب خبره : دا وطن پرخې لري ، ګارې لري ، نو ته چې هم کله ددې وطن له پرخو او ګارونو نه خبریدې ، نو ټغر دې ټول ؤ او د زړه ناروغي د رته پېښه وه ! زه دامنم چې داټول کارونه دهمغه لوی الله دي چې تاسې ورته عقیده نه لرﺉ ، خو مونږ پرې ایمان لرو هغه مو هستونکی او پناه کوونکی دی او څوک کښته د ګور کړي او څوک د مور غېږې ته پورته کړي ( ویې زیږوي ) ، خو ته او ملګري دي داوس وخت فرعونیانو داهرڅه هیر کړي ؤ او ځانونو ته مو دوخت زورواکان ویل ، خو بیا هم درته وایم چې د افغان اولس له زورونو لاس واخلﺉ ، یوه ورځ به تاسې هم د خپل هولبروک پشان تخته شﺉ ! هو! د خپل هولبروک پشان چې دې ظالم ای ایس ای ته څومره غلت راپورنه ورکړل ، دلته او هلته یې پرې مسلمانان او پښتانه وزورول او یا شهیدان کړل .
په پای کې ټولو هیوداوالو ته زیری ورکوم او ورته وایم چې یو خو کم شو او انشاالله ډېر زر به یې دانور پاټنران ( سپین ، تور اوسره ) هم یو په بل پسې ځي او ګران افغانستان یو اذاد او مستقل هیواد دی نه ددې خوا قانون مني اونه دهغې خوا .