د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حلاله روزي !؟

نسيم ساحل 12.12.2010 21:04

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

حلاله روزي !؟ مونږهرکله له نورو شکایت کوو، چې فلانی له ماسره داسې کوي او زه له فلاني سره داسې کوم ، خو کله مو هم له ځانه سره داسې فکر او سوچ ونکړ چې داما څه کړي او څه کوم ، زه چې یو محصل او زده کوونکی یم تیره ورځ له پوهنتون څخه درخصتیدو وروسته مې یوې تکسي ته لاس ورکړ، سره لدې چې زه یې هره ورځ وینم اوپرې پوهیږم چې دغرمې مهال همدغه ډریور سوارلۍ پورته کوي ، خو دغه ورځ چې ما ورته د درېدو وویل نو زه یې هم پورته کړم خو کله چې ما ورته ددرېدو وویل او له خپل خالي جیبه هغه دبابوجي خبره په ډېره ویره مې لاس ورکوز کړ چې هسې نه څه مې پکې وچیچي ، خو له جیبه مې دلسو افغانیویو زوړ لوټ راوویست ، کله مې چې ډریور ته د لسو لوټ ونیو ، دلسو افغانیو لوټ نه ؤ ، د تورې ګوزار ؤ سم د لوټ په ورکولو راته راغبرګ شو او سم یې لکه د مني دباد پشان راوڅنډلم ! ــ تاخو زه سپیشل ونیولم . ــ کاکا ماخو تا ته ندي ویلي چې زه درسره سپیشل ځم . ــ نه زما خو ټیکسي ده نو څه ښاري بس خو ندی ؟ پدې زه هم سم سپک شوم او خلکو هم راته راغبرګه کړه ریښتیا وایي وروره نو داخو څه ښاري بس ندی ، ماورته قسمونه وکړل ، پدې یو څو هلته ولاړو ځوانانو راغبرګه کړه ، داپتلون ته دې وګوره په یو سلګون دې ځان نه شومپړک جوړ کړی دی ، ورکړه سلګون پوره ورکړه . ــ ګورﺉ که یوه ورځ وي اویا په سمه طریقه یې وغواړې نو زه به یې والله حتمي ورکړم ، خو دده دایوه ورځ نده چې لاړ ، نو ځه ولاړ ! ــ استاده! تا خو هلته راته ونه ویل چې زه اسپیشل ځم ؟ ــ زه خو چاته ویلی نه شم چې زه سپیشل ځم ، خو هرسړی دې پوه شي ! د ډریور دې ټولو خبرو هیڅ خوند رانکړ ، پوره سلګون مې ورته ورکړ خو له زړه مې ورته والله که اوس هم وځي . کله کله به یو چا ویل چې حلاله ګټه او حرامه ګټه ، نو ما به له ځانه سره سوچ وکړ چې ایا په اوس وخت کې به هم داسې څوک وي چې په حلالو او حرامو د پوهیدو نه وروسته به بیا هم حرام وخوري ! خو داهر څه راته پدې وخت کې په سپینه جوت شول ، نه تنها زمونږ دغه ډریور ورور دا کار وکړ بلکې مونږ او تاسې ټول هره ورځ او هره شیبه په همدغو چارو اخته یو ، دوکاندار به مو په خپل مال قسم خوري ، ډریور به مو د یو څو افغانیو له پاره د یو چا د حیثیت د لوټولو سربیره د حلالې روزي دعوې کوي ، ډاکټر ، انجینراو حتا په خپله مونږ زده کوونکي او محصلین .
زمونږ ټولنه هم عجب قضاوتونه کوي ، یو ته قمچینه په لاس کې ورکړي او ورته ووایي فلانی ووهه ، خو هغه بل ته وایي ځان ترې خلاص کړه ، یعنې دواړه لوري سره په شخړه اخته کړه او ته ترې خوند اخله ، دا دهمغه انګلیسانو خبره ده چې تفرقه واچوه او حکومت وکړه . ماډېر د مخه اوریدلي ؤ ، چې د قبرونو پخول ناروا دي .... د لیلونه به یې له مانه تاسو ته ښه معلوم وي ،داخبره به ماته هروخت رایادیده او کله به چې هم په یوه لاره تیرېدم او پاخه قبرونه به مې ولیدل نو له ځانه سره به مې وویل : ولې پدغه قوم زمونږ دعلماوو خبرې تاثیرنکوي ، لدې سربیره به مې بیا د جیدو علماوو څخه داهم اوریدل چې د قبرونو پخول داسې اوداسې یا ددې کسب او هغه کسب له درکه روزي پیداکول ناروا دي او دین جواز نه ورکوي ، خو یوه ورځ مې هم ددوی له خولې وانه وریدل ، چې د قبرونو لپاره داپه بازار کې د تیارو ګنبذو جوړل څنګه دي ، ایا دغه خلک به هم د حلالې روزي دعوه کوي او یا ډېر نور خلک چې ددغو ډول لارو چارو څخه روزي پیداکوي دوی به هم د حلالې روزي دعوه داران وي ؟ خو دهیواد دې غمجن حالت کې ډېری خلک لدې ویرې چې ماشومان یې له لوږې ونه مري نو مجبور دي چې په هرډول که وي نو باید خپل اولاد ته روزي پیداکړي . ددې ټولو خبرو پربنسټ باید په یاد ولرو چې دهرې لارې روزي پیداکول حلال ندي او نه به دالله ج له حساب او کتاب څخه خلاصیږو او نه پدې چې یو اختر بل اختر به د نوم له پاره قرباني او سپینې جامې اغوستل وکولای شي چې مونږ هم د جنت الفردوس ، څه چې د یوې شیبې له پاره یې ترڅنګ تیریدل هم راته مهال کړي او په خپلو غټ خیټو هم غږ کوم چې نور پدې مظلوم اولس زړه وخوږوﺉ ، که نور هیڅ نشﺉ کولی دومره خو کولی شﺉ ، چې د دوی هغه برخه چې د یو بل هیواد مرسته وي هغه هم ترې تاسې واخلﺉ او یا بیا په هغه لینونو کې تاسې هم ولاړ یﺉ څومره دشرم خبره ده ، خو څه وکړو چې مونږ لیکوالان هم بیا مجبور شو داهرڅه په سپینه ووایو ، خو یوه هیله ګرانه لوستونکیه له تا هم کوم کله چې دې دغه لیکنه ولوسته نو بیا کلک هوډ وکړه چې یو خو به دچا امانت نه خیانتوې او بل داچې خپل حق به پېژنې او د نورو حق به نه خورې او ماته یې هم دعملي کولوله پاره د لوی رب له دربارنه دعا وغواړه .