ارین یون د پښتون ولس ریښتنې استازې
08.12.2010 20:42په دې کې شک نه شته چې دولسي جرګې انتخاباتي بهیر له فساد او دسیسونه ډک ترسره شو هرچاپه کې ترخپله وسې درغلي وکړه خوشمالي ټلوالي چې کومه دپښتون ضد ستراتیژي له انتخاباتونه یوکال وړاندې جوړه کړې وه په ډېره اسانۍ سره يې عملی کړه پښتانه يې په خپل کور کې ناکامه کړل او دخپلې خوښې کاندیدان یې کامیاب کړل ځکه چې دشمالي ټلوالې امام معنوي اوس دکمیسون امام ټاکل شوی و معنوي خپل معنویت په همغه کچه وښود، چې دشمالي ټلوالې ورنه تمه کېده.
اوس وینو چې هغه ناکام او ناکامه شوي کاندیدان کله سړکونه تړي او کله مظاهرې کوي اوکله په مطبعاتوکې په کمیسون باندې نیوکې کوي.
دیادونې ده، چې کامیابو او یا کامیابه شویو کاندیدانو کې هغه هم په خاصه توګه پښتانه کاندیدان تراوسه یوهم حاضرنه شواو نه په مطبوعاتوکې کېناستل چې دخپلوپښتنوغم وژاړي هغوی وایې موږ کامیاب یو نوردې خپل کار کوي له هغوسره یواځې دځان غم دی پرته له ارین یون خور نه چې خپل غږ یې دهرجابر ظالم په مقابل کې پورته کړی دی دسپوږمۍ له را ډیوسره یې مرکه یوه وړه بېلګه ده
ارین یون په ولسي جرګه کې دننګرهار دخلکو استازې ده خودې تل د ټول پښتون استازیتوب کړی دی
له نېکه مرغه اوس دولس سیاسي پوهه هم ډېره لوړه شوې ده پخوا به سیاستمدارانو ولس تېرایسته او س ولس سیاستمداران تېرباسي په ننګرهار کې ډېر پخوانې نوماندان ناکمه شول هغه چې د شپې یې تولسي ډرامه کته او دورځې له مخې به یې په ولسي جرګه خپل خوب کاوه او دخپل ولس له ارمانونوسره یې لوبې کولې په دویم ځل یې رایه ورنه کړه او هغه چاچې ورته کار کړی لکه د ارین یون خور په څېر په دویم ځل په لوړو رایو یانې له پخوانه هم په زیاتو رایو باندې کامیابه کړه هغه هم په داسې حال کې چې په ټول ننګرهارکې یې ۵ که ۶ عکسونه ترسترګوکېدل
ارین یون تراوسه دا فرق نه دی کړی چې څوک دکوم ځي دی د هرپښتون چې کار بندشوی دی هغه که دهرولایت نه ورته راغلی او خپل مشکل یې ورته بیان کړی دی دفترپه دفتر ورسره په خپله ګرځېدلې ان ترهغې چې مشکل یې ورته حل کړی بیایې پرایښی دی ناهیلی یې تراوسه یوپښتون هم نه دی ځواب کړی چې ورشه دخپل ولایت وکیل ته د ې ووایه او یا زه وخت نه لرم او نه یې لکه دنورو په څېر ټلیفون نمره بدله کړې او یابنده کړې ده اونه یې لکه دنورو په څېر په دروغو خلک غلط کړي دي
له شمشاد تلویزون او د طلوع نه چې کومې مرکې دپوهندوی محمد اسمعیل یون او له سپوږمۍ نه د ارین یون مرکوته که سړی وګوري ښځه او خاوند دواړه ددغه اوسني انتخاباتو مخالف دي دواړو په یوه فکردغه اوسني انتخابات ردکړي دي او دغه اوسني انتخابات یې غیرعدالنه بللي که له دوی سره لکه دنورو دځان غم وی نو لکه دنوربه دوی هم چوپه خوله ناست وی.
له انتخاباتونه دوه میاشتې وړاندې مې له استاد یون څخه د انتخاباتوپه هکله پوښتي و چې استاد دا راتلونکي انتخابات په څومره دپښتنوپه ګټه تمام شي؟ استادیون راته وویل راتلونکي انتخابات دې خدای ج دامن په فضاکې ترسره کړي ماته خويې پایلې ښې نه ښکاري ځکه داسې سړی دکمیسون مشردی چې د ټلوالې خاص غړی دی پښتانه به په خپل کور کې ناکامه کړي ځکه چې زر او زور دواړه له دوی سره دي شمال ته ډېرخپه یم په پښتنوسیموته به صندوقونه نه وړي امنیتي وضع به ورته خرابه کړي اوځانونو ته به دښه پراخودرغلیوزمینه برابره کړي همداسې په بغلان کې در ونیسه او په بلخ مزارشریف کې به استاد عطاء یوشمېرپښتنوته پيسې ورکړي او تشویق به یې کړي چې زه دې ترشاولاړیم ځانونه کاندید کړی دپښتنو رایه به ووېشل شي ټول به ناکام شي او دوی به دخپلوکسانوترمنځ روغه جوړه وکړي خپل کاندیدان به راکم کړي نوبدبختۍ شته دي توکل په خدای ج)
اوس چې ګورم بیلکول داستادیون چې څرنګه اټکل کړی و سل په سلوکې همغه سې وشول.
که چېرې انتخابات لغوه نه شي او یاپه ځینو ولایاتوکې بیاله سره انتخابات ونه شي اویاځینې ککړ کاندیدان لکه منصور او یوځوکسه نوردي چې اوس یې نومونه زماپه ذهن کې نشته چې نه افغانستان مني اونه ځانونه افغانان بولي له لیست نه ونه یستل شي نودا به افغانستان په تاریخ کې بدنامه اوککړه ولسي جرګه وي چې په ټوله نړۍ کې به موشرموي
نو دا کار به څوک وکړي؟
ولسمشر خوهم دهغو دی مرستیالان خوهم دهغوخپل دي او وزیران خوموله ویرې نه په خپله پښتوژبه خبرې نه شي کولی نوداکاربه څوک وکړي؟