د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاست پوه او مبارز سیاستوال یون

سمسور ګلاب 16.12.2010 23:23

دلته زه یواځې د پوهندوی استاد محمد اسمعیل یون په سیاست باندې غواړم یو څه ولیکم نه دهغه په علمي اړخ، ځکه دهغه علمي اړخ لکه دلمر هرچاته روښانه دی او نه دهغه په علمي اړخ باندې څوک سترګې پټولی شي رحمان بابا څه ښه ویلي
چې منکر پرې اعتراز کولی نه شي
اې رحمانه دا دې شعردی که اعجاز
نوپردې اساس داستاد یون په پوهه باندې څوک اعتراز نه لري خو له سیاست سره یې یوشمېرکسان مخالفت لري دوی داستاد یون سیاست بل ډول تعبیروي او غلطه مانا ورنه اخلي او دا هغه خلک دي، چې د استاد یون په هرډول پرمختګ باندې یې زړه چوي، داخلک نه یواځې داستاد یون په پرمختګ باندې خپه کېږي بلکې هرپښتون، چې له دوی نه هغه که په هرلحاظ وي یوګام مخکې لاړشي ددوی خوا پرې بدیږي دې ډول خلکوته دهېڅ پښتون پرمختګ د تحمل وړ نه وي په داسې حال کې چې داستایون په پرمختګ کې دپښتنواو دپښتوپرمختګ دی
دوی چې کله هم لکه دچرسیانو، چې چېرته سره را ټول شي همدا خبره کوي ( یون اوس سیاسي شو او س هغه له سیاسي خېلوسره ګرځي موږ غریبانان څه کوي )
ښه مې یادشي داخلک یو وخت له همدغه یون سره چې نن ورپسې خبرې کوي کار یې کاوه او دا نن، چې یوڅه دي، او په کمه پوهه لکه دیونان سوفسطایان ویاړي، دا هم د همدغه یون له برکته دي
دوی اوس خبرشول، چې یون سیاست ته وردانګلي دي بیاولې سیاست کول ګناه ده ؟ موږ په سیاسي لحاظ دومره خوار یو چې کاش موږ داستاد یون په څېر پرسیاست باندې پوهه سیاستمدارن لرلی.موږ خو تل په سیاسي ډګرکې ماته خوړلې ده .
استاد یون اوس اوس سیاست ته نه دي دانګلي، استادیون دسیاستمدارځوی دی، هغه ته سیاست له پلاره په مراث پاتې دی، استاد یون چې کله په خوشاخان په لېسه کې زدکړې کولې دخپلې ژبې او هېواد لپاره سیاسي مبارزه کوله بیا ادب اوسیاست خوسره ورور او خور دي، سیاست چې دهېواد او د ولس لپاره هرڅوک کوي موږ ورباندې بایدوویاړو
بیا داستاد یون سیاسي مبارزه خو دومره ګونګه اومبهمه نه ده چې څوک دې ورباندې نه پوهیږي، موږ ته پکار ده چې داستاد یون سیاست ښه ژور مطالع کړو چې استاد یون سیاسي هلې ځلې دچالپاره کوي
له هغه نه ورو سته چې کومې خامۍ مو په کې ولیدې بایدورشو له نیږدې نه یې ورسره مطرح کړو
له انسان څخه تېروتنې کیږی، دا خو زموږ د ټولو پښتنویون دي دهمدغه پښتون او افغانستان لپارچې دخوار څه له وسې نه پوره وې، دخپل ولس اوګران افغانستان لپاره یې کړيې اولا کوي یې.
استاد یون په داسې حال کې، چې نه زر لري اونه زور په تش لاس اوپه یوځې ځان يې له داسې جنګسالارانو سره مخامخ دی، چې هم پرېمانه زر لري او هم زور، چې کله یې په مرګ ګواښي او کله ورسره لاس او ګریوان شوی هم دی په داسې حال کې چې دغه جنګسالارانو وخت ناوخت حکومت هم ګواښلی دی استاد یون خوپرځای پرېږده خوبیاهم استاد خپل سر په تلي کې ایښی دی او دوخت مغلوته یې هېڅ کله هم لکه دخوشال کمه نه ده ویلې، ترپایه په خپل پښتني هوډ ټینګ ولاړپاتې شوی دی او دخپل پښتون، پښتو او دګران افغانستان دفاع یې په هرحلت کې کړې او لاکوي یې.
چې کله هم کوم فاشیست زموږ ژبې، ویاړونو ته په بده سترګه کتلي او یایې بدرد ورپسې ویلي دي استاد یون یې په وړاندې لکه دخوشال چوپه خوله نه دی پاتې شو ی ضروریې په وړاندې خپل غبرګون ښودلی دی اوښه غاښ ماتي ځوابونه یې ورکړي دي.
ځینې ملګري وایی( استاد یون چې له کوم وخت نه ریاست جمهوري ته تللی دی خورابدل شوی دی )
خو زه بیاداخبره نه منم ځکه، چې که تاسې په تلویزونونو او راډیوګانو کې داستاد یون مرکې لیدلي وي هغه له خپل دریځه نه دی اوښتی په خپل دریځ ترننه ولاړ دی او ترپایه به انشاء الله ولاړ وي داستادیون مرکې که چاکتلې یا اورېدلې وي داستاد له مرکونه داستاد دفکرښه ترجماني کېدای شي،چې بدل شوی دی او که نا که کومه ورځ چالیدلی وي چې له منصور، زریاب، پدرام اودې ته ورته نورو... فاشستانوسره یې په کومه خبرسرخوزولی وي نومهرباني وکړئ ثبوت وښایست؟ استاد یون چې په مطبعاتوکې کومې سپینې سپینې خبرې د افغانستان ضداو پښتون ضد ټلوالې ا ودوخت مغلوته کوي چاکړي دي؟ خبرې اسانه دي راشئ عملي ډګرته وګورو که تاسې چرته له استایون څخه غښتلي وۍ نوموږ به داستایون په شمول له تاسې سره یوځی شو او په ګډه به دهرناورین مخه نیسو یو خورامخکې شئ تاسې هم زماورونه اوزماوینه یاست ماته هرپښتون چې دپښتو، پښتون او دګران لوی افغانستان لپاره مبارزه کوي، ماته ورته او له مانه تګړه غښتلي ځوانانو سرونه یې په خدمت کې دي خو موږ ترننه داسې څوک پرته له استاد یون څخه ونه لید، چې دوخت مغلوپه وړاندې لکه دسترخوشال ودریږي ځینې بیاوايي مړه څوک داستاد یون غوندې لیوني دي چې ځان له خلکوسره په جنجال کې اچوي.له ژوندنه خوند واخلئ، تاسې باور وکړئ څو ځلې داستاد یون دوژنې هڅه شوې ده خو مهربان الله (ج) هغه ساتلی دی. خدای ج مه کړه که دایون درنه ووژني څوک لرې او څوک به دده بدل واخلي په یاد ولرئ بیابه ددې پرځای چې ووایو چې کوریې ودان دژوند تراخري سلګۍ یې زموږ دژبې او ولس خدمت کړی. بیابه وایو یاره عجیبه لېونی و په یواځې ځان یې له چنګسالارانوسره مبارزه پیل کړې وهد بابا له خپل څادرسره به دې پښې غزولې دا دومره پښتانه پرځای ناست ول یوته دې زمانې په کې منصورکړې ).
محافظه کاره پښتانه سیاستوال خومو ولیدل او وینی یې چې څه کوي چې کله په واک کې شي بیانه ورسره دپښتنوغم وي او نه ورسره دپښتو چې کله له واکه بې واکه شي بیاپښتانه شي پښتوخو همدغو محافظه کارو وشرموله دهغوی ټول وزیران او ریسان یوټکی پښتونه وايی خوزموږ تالي څټي وزیران بیا ټول دهغو په ژبه ګړيږي زه متعصبه نه یم او نه په خپله ژبه خبرې کول تعصب دي کوي نوبیاولې په هغوته څوک نه وايي.
ما یوه ورځ له یو فارسیوان چارواکي سره کتل ماورسره په پښتوخبرې کولې هغه راسره په دري ژبه ماورنه وپوښتل: ستاپښتوولې نه ده زده؟ هغه راته وویل: زده مې ده پښتو خوزموږ د پښتنوورڼو ژبه ده ورته مې وویل نوولې پښتوراسره نه وايې ؟ هغه راته وویل: وروره ته په پخپله ژبه خبرې کوه زه به په خپله زه ستاپه ژبه پوهېږم او ته زماپه ژبه څه ضرورت، ورته مې وویل دا زموږ وزیران چې ستاسې په ژبه کړیږي تاسې ولې زموږ په ژبه نه کړېږۍ؟ راته وویل ګرانه دخپلووزیرانوپښتنه دې له مانه مه کوه دا پوښتنه له هغونه وکړه، چې ولې په پښتوژبه خبرې نه کوي داخوستاخپل مشکل دي دا ماپورې څه اړه لري کله مې چې مخه ښه ورسره کوله راته یې په خنداخندا یې وویل یون دې څه کېږي ماورته وویل یون نه پېژنم راته یې وویل زه ښه ده چې نه یې پېژنې که دې پېژندلی، خبره مې ورغوڅه کړه که مې پېژندلی نوڅه؟ هغه راته وویل هېڅ نه بس هسې ټوکې مې درسره کولې ماورنه ځکه انکار وکړ چې زه داستاد یون په هکله له ده نه څه واورم خوهغه رراسره نورې خبرې کول نه غوښتل.
هغوی هم دکار او دسر سړی پیژني ددوی انټرنیټي پاڼې وګورئ چې استایون پسې څه چټیات لیکي اخپروي يې. هغه کفایت نه کوي چې تاسې هم پسې خولې وازې کړي دي؟ زه نه پوهېږم چې ستاسې او دهغو ترمنځ سړی څه ډول توپیر وکړي؟
په موږ کې غټه بده بدبختې داده چې موږه هریو ځانونه من کڼو چې څوک هم راکې دکارسړی پیداشوی دی موږ یې زړه له ځانه ورتورکړی دی په دې هکله سترخوشال ځه ښه ویلي:
دخټکوحقیقت راته ښکاره شو
زړه مې بدله خپله ځانه چې خټک یم
په بل غشي ټوپک هېڅ ویشتلی نه یم
که ویشتلی یم خوبیاهم خپل ټو/پک یم
موږ چې څومره زیانونه ځانته رسرولي دي بل نه دي رارسولي موږه تل دځان په ضدمبارزه کړې موږه تل دځان د/ښمنان پاتې شوي یو.
دلته غواړم دهغو ملګرو نیوکوته ځوابونه ووایم چې ماورنه په خپلو غوږونو اورېدلې دي.
زه دلته دهيچانومونه نه اخلم کله چې دلیکنه څوک لولي هریوپه کې په خپله خپل ځان پیژني.
۱ استاد چې کله ریاست جمهوریت ته تللی دی په دا دومره وخت کې ده څه کړي دي؟
ځواب: دې ملګري ته ماځواب په همغه وخت کې ویلی دی خوبیاهم کیدای شي همداغه پوښتنه دنورو ورڼو په ذهن کې هم وي استاد یون په جمهوري ریاست کې دملي امنیت په دفترکې دفرهنګي چارو ریس دی په دغه دفترکې زموږ تاسې دوه تکړه ملګري هریوتکړه ژباړن او کمپوزګرضیاء الرحمان ضیاء اودکابل پوهنتون استاد وفاالرحمان وفا ورسره کارکوي په فرهنګي برخه کې غټه لاسته راوړنه ۳۳ کتابونه و چې خپل پښتون ولس ته یې تېرکال ډالۍ کړل چې خلک ورته له حیرته وازه خوله پاتې ول دنړۍ په تاریخ کې داسې نوښت چانه دی کړی او ددې ترڅنګ د کونړپواودلغمان پوهنتونونه یادولی شو په داسې یونظام کې داسانه خبره نه ده داچې استاد څوځلې ولسمشرته ورغلی دی اوڅومره ستړی شوی دی یوخدای ج ترینه ښه خبردی هغه به پرځای پرېږدو چې دورځې ورته کابو ۴۰-۵۰ ټلیفونونه دخپلوپښتنوورڼو راځي دچایومشکل وي دچابل مشکل مایوه ورځ په همدې هکله له استادیون څخه پوښتنه وکړه چې استاد له دې دومره بختیاو سره سره ددې دمره خلکومشکل ته څنګه حلوې ؟
استادیون راته وویل بس خدای ج یې حل کوي زه خپل کوښښ کوم ، چې ټولوته رسیدګي وکولی شم ورته مې وویل استاد ددې خلکو ډیری څه ډول ستونزې وي؟ راته یې وویل؛ نور څه دي خودچابندي راخلاص کړه دچاپه کوم دفترکې کاربندوي چاته دنده پیداکړه بس همدغه بدبختۍ دي.
۲ دیوبل ملګري نیوکه: استادیون ولې کرزي پرځای اشرف غني ته کمپاین نه کاو؟
ځواب: ما یوه ورځ له استاد نه په همدې هلکه وپوښتل: استاد تاسې ولې له ډاکتراشرف غني سره یوځای نه شوی؟ استاد راته وویل په دې کې شک نه شته چې ډاکترصاحب اشرف غني له پادشاهۍ نه هم لوړ سړی دی ما له اشرف غني سره کوم مشکل نه درلول دایوڅوکسه چې داخبره کوي چې زه له ډاکترصاحب سره ستونزه لرم هسې بدکوي کله چې ډاکترصاحب له وزارت نه ګوښه شو اولین کس زه وم چې خپل غبرګون مې وښودلیکنه مې پرې وکړه چې ( ډاکترصاحب اشرف غني دخپل استعداقرباني شو)
ماکه ولسمشرکرزی پرېښود بیابه هم خلکوراپسې خبرې کولې چې وینئ اوس چې کرزی ناکامه کېږي نوده پرېښود بل ماته عبدالله عبدالله غټ چلینج و په پښتنوکې چې هرڅوک راغلي وی زه ورباندې خوشاله وم مړه خلک دي څه نه وایي ماچې څه اټکل کړي و اوس زماهمغه مقالې را واخلی او وې ګورئ چې څوفیصده زما اټکل سم ختلی دی..
۳ـ ولې استایون خپل کتابونه چاپ کړل ولې یې دبل چانه چپول؟
ځواب: استایون دنورو لیکوالوپه لسګونو کتابونه او مجلې چاپ کړي دي نن یې که خپل کتابونه چاپ کړل نوڅه وشول بل موږ ته کتاب مهم دی هغه که دهرلیکوال وي
۴ ولې خپل کتابونه دومره ښکلي چاپ کړل؟ څه کوئ دنورو ژبوکتابونه دې په ښه کاغذچاپیږي موږ به په همغه اخباري کاغذکې چاپوو او استاد نه دي ویلي چې کتابونه دې هرومرو په دا ډول چاپ شي هغه وخت بېل و دابیل وخت دی هغه موږ ته یوفکرراکوي نور زموږ خپل کاردی ته یې په اخباري کاغذکې چاپ کړه ددغوکتابونو دچاپ یومکمل داستان دی چې په څومره په زړه چاودۍ سره داکارترسره شوی دی.
قسم درته خورم چې داسې شخصي نیوکې چې زه یې دلته په یادونه شرمېږم دساري په توګه ولې یې زه داشی نه کړم ولې یې له ماسره داسې ونه کړل دې ورته داسې نورې... غوښتنې، موږ بایدخپلې تقاضي را ټيټې کړو استاد په هغه موقف کې نه دی چې دا ډول غوښتنې دې ورنه سړی وکړي.
نوپردې اساس موږ ته پکار ده دخریب پرځای دترمیم لار غوره کړو یو وخت مې ښه یادشي په طلوع کې به همدغه بدرنګې څېرې ناستې وې او پښتنوپسې به یې بدرد ویل چابه دربانې مسعود فهیم نوم په خوله نه شوی اخستی هغو به په فارسي خبرې کولې تابه هم ځکه مجبورولې له اول نه به یې درته ویل نن دادی هغوی یوه کو ي ته ورته دوه کوې په کابل کې به دې بچیانوپه فارسي ژبه ښونځي لوست نن یې په خپله مورنۍ ژبه پښتوباندې لولي ډیری ښونځي پښتوشول ددې ترڅنګ دسرشمېرنې مسله وه چې دایران له خوا په لاراچول شوې وه چاشنډه کړه سرشمېرنه باید وشي خونه په داسې حالاتوکې همدایون و چې دغه پروسه یې دیو وخت لپاره شنډه کړه کنا دوی خوځانونه پراخو درغلیوته چمتوکړي و.
په سیاسي ګردي میزونوکې دې سترګې پې وچتې دي په هرګردي میزکې یې مقابل لوری مات کړی دی همدارنګ استادیون چې کله دبیړنۍ لوي جرګې لومړی منشي و په دې جرګه کې استاد ترخپلې وسې یې دهېواد دښمنه عناصرو دتوطیومخه ونیوله همدارنګ داساسي قانون د تدوین په بهیرکې استاد څومره جعلي لاسلیکونه او همدارنګ د ډیروشومومخومخه یې ډب کړه.
نوپردې اساس استاد هغه هستې ده چې موږ بایدورباندې وویاړو او ترشایې ودریږو موږ خو، چي رانه مړشي بیاوایو ولا ډېردکارسړی موله لاسه ورکړ
دا سمه ده چې استاپه اجتماعي اریکوکې کمزوری دی خومجبوریت یې هم بایدوسنجول شي یوکس په یو وخت هرشي ته رسیدګي نه شي کولی
خوشال بابا وايي:
که ماغوندې نورهم وی په دا کاربه ډېرخوشال وم
چې ماغوندې څوک نشته ځکه پروت راباندې غم دی
درېغه چې په پښتنوکې مو دیون صیب غوندې بل داسې په خپل ولس اوژبه له سره تېراو د ډګرزمری لرلی نودومره به ورته غمجن نه وی

خپلې خبرې دسترحضرت خوشال بابارح په یوبیت پای ته رسوم چې وایی.
ولسونه چې سند وبله وکه
بادشهان ورته سجودکاندي اختیار