د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آيا افغانستان د يو بې طرفه هېواد په توګه تضمينېدای شي؟

ډاکتر محمد ابراهیم شینواری 17.10.2010 13:45

افغانستان، چې لسيزې او حتى پېړۍ يې په بې ثباتۍ کې تېرې شوې دي، اوسېدونکي يې زياتره نامصئون او له خطرونو، ټکرونو، مړينو او ژوبلو سره مخ وي . که کله دوى قوي شوي او پر نورو يې يرغلونه کړي دي، هغه هم د يو څه ناڅيزه منابعو د لاسته راوړلو، یا د خپلو ارزښتونو د رسونې  او ساتنې لپاره وو؛ خو زياتره دوى ته دا خپل جغرافيايي موقعيت اور شوى او هېواد يې د لويو فاتحانو د لښکرو لار ګرځېدلې ده .

افغان ولس او افغانستان په نولسمه پېړۍ کې د روس او انګليس د لويې لوبې له امله د ژرندې د دوو پلونو په منځ کې را ايسار او دل شو، سره له دې، چې پوره وړه نشو؛ خو کنډ و کپر شو.

په شلمه پېړۍ کې د نړۍ لوى زبرځواک شوروي اتحاد پرې راودانګل، له هرو لسو کسانو يې يو وواژه، له هرو ۹ کسانو یې یو ټپي کړ، له هرو درې تنو يې يو مهاجرت او هېواد پرېښودو ته مجبور کړ او له هرو سلو کورونو یې۸۰ په کنډواله بدل کړل، او ټول هیواد یې په یوه فاجعه کې ایسار کړ . دا انساني فاجعه د بشريت په تاريخ کې کم نظيره وه او ده .

شوروي اتحاد په افغانستان کې تر ماتې او وتلو وروسته له دې ملت او هېواد نه انتقام واخيست، د حکومت ډانچه او سيسټم يې له داخله وپاشه، د چور او چپاو زمينه يې جوړه کړه او د دوی په وینا پرې یې نه ښوده چې د دوی خپله وسله چې په ټنونو یې دې هیواد ته راوړې وه، بېرته د دوی پر ضد وکارول شي . امريکا هم دلچسپي ونه ښوده او افغانستان يې د يو داسې هېواد په توګه پرېښود، چې نور یې کوم ارزښت نه ورته درلود. محلي ځواکونو او ګاونډيانو د مداخلې له زمينې نه پوره ګټه واخيسته، متخاصمې داخلي ډلې يې يوه بلې ته تجهيز، وسله والې او وپاللې او خپل دا پلان يې عملي کړ، چې پخپله خوا کې يو بې وسلې، بې اردو او بې حکومته هېواد ولري، چې دوى ته تر سلو کالو پورې کوم تشويش جوړ نکړاى شي .

دسپتمبر دیوولسمې ترپيښې وروسته امريکايانو د لسګونو نورو هېوادونو په ملتيا د القاعده شبکې د ځپلو په پلمه بيا پر دې هېواد د يوويشتمې پېړۍ جګړه راوړه او تر اوسه دوام لري .

د تېرو جګړو په ترڅ کې زموږ ګاونډيان پياوړي او موږ کمزوري شو . اوس مو په څنګ کې ټول اټومي قوتونه پراته دي. روسيه او چين، خو له پخوا نه اټومي ځواکونه وو، هند او پاکستان د ساړه جنګ په جريان کې د اټوم خاوندان شول او ايران هم دادى د اټوم جوړولو پوټينشل لري؛ نو د داسې پېنځه اټومي ځواک لرونکو هېوادونو په منځ کې د يو داسې هېواد واقع کېدل څه مانا لري، چې ټول يا زياتره ورته بد نيتونه هم لري .

ګومان نه کېږي، چې افغانستان به ژر ددې وړتيا، منابع او ټکنالوژي پيدا کړاى شي، چې ځان په دفاعي لحاظ د خپلو ګاونډيانو د احتمالي يرغل دفاع ته تيار کړي؛ نو آيا دا ممکنه ده، چې نړ يوال افغانستان د سويس په شان د يو بې طرفه هېواد په توګه ومني او وپېژني او دا بې طرفي او ددې هېواد په کورنيو چارو کې نه لاس وهنه او پرې نه تېرى د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لارې تضمين کړي؟

سویس زیاتره د اروپا په جګړو کې برخه نه وه اخستې او د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال په پوره ډول د یو بې طرفه هیواد په توګه راڅرګند شو او د جګړې له مصیبتونو تر ډېره وساتل شو . که څه هم نوو څېړنو په ډاګه کړې ده چې د دغې بې طرفۍ سره سره هم نازیانو سویسیان د ډېرو بارونو وړلو ته مجبورول، خو له یوې خوا د بې طرفۍ مسلې او له بلې خوا د سویس خپل غرني موقعیت له جګړو څخه د دې هیواد په ساتلو کې رول درلوده .

 افغانستان که څه هم د نړۍ د مهمو سیمو تر منځ د اتصالي پول حیثیت لري، له نورو یې تجریدول او شوکول ممکن نه دي، خو کېدای شي د یو بې طرفه هیواد په توګه تضمین شي .

په دې بې طرفۍ کې باید یوه مسله تسجیل وي، چې افغانستان د خپلو سیمه يیزو لانجو د عادلانه حل غوښتنې له حق نه محروم نه شي، او له سوله ېیزو لارو ورته د خپلو حقوقو د غوښتلو زمینه خلاصه پرېښودل شي .

هغه وخت، چې روسان تر ماتې وروسته له افغانستان څخه وتل او نړۍ ورته د ژنيو د موافقو تر پوښ لاندې د اوړو اوبو پوزه جوړوله، افغان مفکر، سياستپوه او ديپلومات عبدالرحمن پژواک چيغې وهلې، چې په دې پروسه کې نړيوال پياوړى تضمين نشته او د روسانو تر بې پلانه وتلو وروسته دا مظلوم هېواد له داخلي جګړو سره مخ کېږي؛ خو يا دده چيغې کمزورې وې، يا د نړۍ غوږونه کاڼه وو او يا چا د افغان چيغې په قصدي توګه نه اورېدې .

موږ ته دغسې يو تضمين پکار دى، که نه هر زورور به يو ځل دلته زور آزمايي او که دبري چانس نه ویني او له دې هیواده بېرته وځي؛ موږ به له داخلي جګړې او سیمه يیزو سیالیو سره مخامخوي .

آیا د داسې تضمین د غوښتو لپاره اوس داسې زورور آواز شته چې نړۍ ته ورسېږي او آیا نړیوال د اورېدو دغسې غوږونه  لري؟