د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ژبو مسئله

ډاکتر محمد ابراهیم شینواری 13.06.2010 13:53

ژبې د تفاهم او پوهاوي وسيلې او د انساني تفکر او کلتوري ميراثونو د لېږد عرادې دي . هره ژبه د ټول بشريت يوه ګډه پانګه ده، چې ساتنه، پالنه او روزنه يې پکار ده. د يوې ژبې مړينه د بشريت د ګډ تفکر يوه پانګه وژني او له منځه يې وړي .

د اسلام د روښانه دين له مخې د انسانانو د ژبو او رنګونو رنګارنګي د الله جل جلاله د قدرت له نښو څخه دي او هر قام ته پيغمبر ځکه د هغوى پخپله ژبه لېږل شوى دى، چې پيغام ورته روښانه ورسول شي .

ژبه بايد د تفوق، برترۍ، تعصب او ناروا سياسي هدفونو لپاره ونه کارول شي او د هغو اصلي غرضونو لپاره وپالل شي، چې د خلقت منظور يې دي .

ملګري ملتونه هر کال يوه ورځ د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په نوم نمانځي او بشريت هڅوي، چې ټولې ژبې د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ د بشريت د ګډو ميراثونو په توګه وګڼي او په مورنۍ ژبه زده کړې د متوازنو انسانانو د روزلو لپاره د نورو ژبو او نورو پوهنوپه څنګ کې په جدي ډول په پام کې ونيسي .

په نړۍ کې اوس ۶۰۰۰ ژبې موجودې دي، او که ملتونه او هیوادونه وکولای شي، چې ټولې ژوندۍ وساتي، نو د ګډو بشري کلتوري میراثونو په ساتلو کې به یې خپله مثبته ونډه اخيستې وي، خو متاسفانه د دغو ۶۰۰۰ ژبو څخه یې زیاتره چې د ویونکو شمېر یې تر ۱۰۰۰۰ کم دی؛ د له منځه تلو له خطر سره مخ دي . ژبې باید د تفاهم او نژدې والي په وسیلو بدلې شي؛ خو که څوک د ژبې پر بنسټ د بیلتون هڅې کوي، نو ۶۰۰۰ بیل هیوادونه نه شي جوړېدای، ځکه بشریت پر دې لګیا دی، چې څنګه د لویو اتحادونو پر لوړ لاړ شي، نه دا چې د کوچنیو فکرونو په اساس شاته لاړ شي .

افغانان متل لري، چې ژبه هم کلا ده، هم بلا، دا متل د شخصي او انفرادي مسايلو په څنګ کې په ټولنيزه کچه هم معنا لري؛ ځکه کله- کله د ژبې مسئله د ډېرو ګرمو سياسي بحثونو په ډول مطرح كېږي او د بیلتون او نفاق اور ته د ببوزي کار ترې اخيستل کېږي . دغه ډول ګرم، احساساتي او بې بنسټه بحثونه ځکه مورد نه لري، چې افغانانو د خپلو پرېکړو په تر ټولو لوړو مراجعو (لويو جرګو) کې ددې مسئلې سياسي اړخ حل کړى دى .

د شلمې پیړۍ له پیل نه په افغانستان کې د ژبې مسئلې د حل لپاره څو دريځه موجود وو:
- دري دې د افغانستان يواځنۍ رسمي ژبه وي؛ ځکه همدا ژبه مروجه او په دولت او اداري چارو کې حاکمه راغلې ده او ضرور نه ده، چې بدلون راشي .
- پښتو دې د افغانستان يواځنۍ رسمي او ملي ژبه وي؛ ځکه د نړۍ په زياترو هېوادونو کې د اکثريت ژبې رسمي وي .
- پښتو او دري دې دواړه د افغانستان رسمي ژبې او پښتو دې ملي ژبه وي .
- پښتو او دري دې په افغانستان کې رسمي ژبې وي. نورې ژبې دې هم په هغو سيمو کې رسمي وي، چې وګړي پرې هلته خبرې کوي .
پخوا د لومړنيو دوو نظرونو لپاره مباحثې روانې وې، چې ځینې به په ښه نیت او ځینې ممکن د بد نیت له مخې وې؛ خو د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون د لويې جرګې په منظورۍ درېيمه نظريه ومنله، چې پښتو او دري دې دواړه د افغانستان رسمي ژبې او پښتو دې ملي ژبه وي.. اوسني اساسي قانون څلورمه نظريه تاييد کړې ده، چې پښتو او دري دې په افغانستان کې رسمي ژبې وي . نورې ژبې دې هم په هغو سيمو کې رسمي وي، چې وګړي پرې هلته خبرې کوي . دا نظریه په اساسي قانون کې تسجیل، او په لويه جرګه کې منل شوې ده .

ځینې د زړو فکرونو خاوندان اوس هم په دې فکر دي، چې د ځینو ژبو ویونکو ته د دوی په مورنیو ژبود زده کړو او معلوماتو رسولو امکانات کم کړي؛ او د پرمختګ په مخ کې یې پاټکونه واچوي او په اوږده موده کې ځینې ډموګرافیک اکثریتونه او اقلیتونه سرچپه کړي . دا نه عملي او نه انساني خیال دی . لومړی دا کار شونى نه دی، ځکه د نفوسو د ډېرېدو ډینامیک ډېر نور فکټورونه لري او که ددغسې تنګ نظرو په فکر ځینې ګروپونه ځینو سیمو ته راځي او په نورو کې به منحلېږي، نو تر زرو ډیر کلونه به ونیسي . دوی د راتلونکو زرو کلونو د تعصب فکر کوي، خو نن د خپلو وطنوالو د اولاونو د باکیفیته پوهنې او متوازنو انسانانو د روزنې او ولسونو ته د معلوماتو د رسېدو د بشري حق د پایمالولو ګناه پر غاړه اخلي، او خپل دنیا او آخرت دواړه خرابوي .

اوس، چې د ژبو مسئله په اساسي قانون کې حل شوې ده، د سياسي کېدواو اختلافي کېدو مجال يې نشته او يواځې علمي، پيداګوژيک، عملي او پراګماتيک اړخونه يې بايد حل شي .

الف: افغانستان د پېنځه دېرشو په شاوخوا کې ژبې لري، چې د بشريت ګډې کلتوري پانګې ته يې ډېر څه ورکړي دي، اړوند دولتي او نادولتي ادارې دې په دې اړه علمي او عملي پروګرامونه جوړ او عملي کړي، چې د نړۍ په دې ګوټ کې د بشريت دا ګډ ميراثونه ښه وساتل شي او لا وپالل شي .

ب: په مورنۍ ژبه د زده کړو او د مورنيو ژبو د زده کړو مسئله : تر اوسه هم په لکونو افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه نه ده برابره شوې او ملي، دولتي او نادولتي اړونده ادارې دې په دې باب کوټلي، عملي او جدي ګامونه واخلي .

ج:  د کار میندلو د زمینو زیاتوالی : که هر هر افغان داسې وروزل شي، چې دواړه رسمي ژبې ولیکلی او وویلی شي، د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې به د کار زمینې ورته برابرې وي او د کونړ یو فارغ به په اسانه په بدخشان او د فاریاب هغه به په خوست کې کار کولای شي، که نه وي له ستونزو سره به مخ وي . همدا راز که زموږ فارغان یوه بهرنۍ ژبه او یو مهارت زده کړي، په نړیوال مارکیټ کې به هم د کار زمینې ورته برابرې وي .

د: د معلوماتو او خبرتیاوو رسول : دا د هر انسان حق دی چې ورځنیو مسایلو او معلوماتو ته لاسرسی ولري، چې پخپله ژبه ډېر ښه تر سره کېږي، نو د امکان په صورت کې په ټولو ژبو د معلوماتو خپرول، ټولو ته یې رسول او دغه امکانات برابرول د ولسونو د حقونو په تامین کې یو بریالیتوب ګڼل کېږي .

و: د لانجمنو مسلو د حل لپاره دې علمي سیمینارونه جوړ شي او تر علمي سپارښتونو ورسته دې د قانوني لایحو له لارې ستونزې اوارې شي .  متاسفانه د افغانستان په اساسي قانون کې د ملي ټرمینالوژۍ په باب یو ابهام موجود دی، چې کله کله خبره اختلافاتو، مطبوعاتي ناندریو او حتی ټولنیزو خفګانونو ته رسوي .دا ډیره د خفګان خبره ده چې د یو ستر ملت لوی لوی پوهان د کلیمو او لغتونو او ژبنیو او ګرامري مسلو پر سر لویې لویې ناندرۍ جوړوي، خو عملي او علمي آواري ته یې زمینه نه جوړوي . په کار ده چې د دولت او حکومت مسول چارواکي د دې ابهام د لېرې کولو او په دې باب د یوې ملي اجماع لپاره یوه دقیقه پالیسي جوړه او دا ستونزه د علمي او قانوني مجراوو له لارې اواره کړي . په افغانستان کې د ژبنیو ستونزو د حل یوه لاره د دوه ژبې تعلیمي نصاب جوړول دي، چې علمي، حقوقي پشتوانه لري او د عملي کیدو وړ ده . لکه په یو بل بحث کې چې ورته اشاره وشوه، ملي ټرمینالوژي یوازې ژبنۍ مسله نه ده؛ بلکې زیاتره په ملي هویت پورې اړه لري، او له بلې خوا د دې لپاره نه مطرحیږي، چې د کومې خاصې ژبې د کلیمو او لغتونو د د فاع په خاطر وي، بلکې د هغه څه په خاطر باید وشي، چې په دې برخه کې پرې  زموږ له ورورنو او ګاونډیانو څخه زموږ ملي تشخص وشي .    

موږ په داسې ځای او وخت کې اوسېږو چې محلي او رسمي ژبې لرو او د نړیوالو ژبو له چټک راتګ سره هم مخامخ یو. ژبه د نورو ښېګڼو په څنګ کې د ملي هویت لپاره هم مهمه ده، او زموږ ژبې زموږ د ملي هویت هندارې دي . د ژبو رنګارنګي پخوا د ملي یووالي او ملت جوړونې پر لور کله کله یو خنډ ګڼل کېده، خو اوس یو فرصت او غنیمت شمېرل کېږي او د ملت په یو باغ کې يې د رنګارنګ ښکلو ګلونو او یا دطاوس د بڼکو د رنګارنګۍ سره تشبیه کوي .

دنړۍ له نژدې ۲۰۰ هیوادونو څخه یوازې ۱۳ یې یوه ژبه لري، او نور ټول ګڼ ژبي دي . جالبه پکې داده چې له جرمني او جاپان پرته د نړۍ نور ټول لوی او با ثباته هیوادونه د ګڼو ژبو لرونکي دي .

دا ژبه نه ده چې د یو ملت د غړو د بیلتون سبب کېږي، بلکې په سیاسي واک کې انحصار، په ټولنیزو اړیکو کې بې عدالتي، په اقتصادي منابعو کې تبعیض او په انکشاف کې بې توازني ده چې ولسونه او وګړي یو د بل نه خوابدي کوي او یو د بل پر وړاندې یې دروي . بهرنۍ مداخلې بیا پر دغو ستونزو تېل پاشي او اور ورته لګوي .

په ۲۰۰۸ کال کې په تایلنډ کې یوه علمي غونډه وشوه او د ژبو د پالیسیو متخصصانو پکې په لاندې موضوعاتو علمي طرحې وړاندې کړې :
د ژبو پالیسي او پلان
د ژبو پالیسي او دلانجو په حل کې یې رول،
د دوه ژبې او څو ژبې پوهنې پالیسي او کړنې
په ناانګلیسي سیمو کې په انګلیسي ژبه پوهنه، ښوونه او روزنه،
د ژبو پالیسي او د قومي ـ ژبنیو لږکیو ژبې.
د نړیوالو، ملي او سیمه  يیزو ژبو د ژباړې پالیسۍ
د ملي ژبو د چوکاټ جوړول،
د ژبو پالیسي او د ملګرو ملتونو د زریزې هدفونه (ټولو ته د پوهنې د برابرولو د هدف په ګډون)،
د ژبو پالیسي ګانې او ټولنیزـ اقتصادي تیوري،

د ژبو وده د کورنیو قامي ـ ژبنیو لانجو د مخنیوي لپاره ضرور ده، او ټولو بیدارو څو ژبو او ګڼ قامیزو هیوادنو او ملتونو ددې لپاره مخکې له مخکې معقولې پالیسيانې جوړې کړې دي.

د کاناډا، سویس، اتریش، هند، سویډن او ناروي په شان نور ډېر هیوادونه خپلو ماشومانو ته په څوګونو مورنیو ژبو زده کړې برابروي او په هیوادونو کې یې څو ژبې رسمي دي، خو ملي یووالی یې ټینګ او پیاوړی دی. په سویډن کې که یو ماشوم هم په مورنۍ ژبه د زده کړې امکانات ونه لري، د ښوونځي اداره یې هڅه کوي، ددې یو ماشوم ستونزه هم حل کړي او چې بله چاره پیدا نه کړي، نو له مورو پلاره یې هیله کوي، چې دغه ماشوم ته د مورنۍ ژبې د تدریس لپاره همکاري وکړي .

په څو ژبي او څو قامیزه اروپایي اتحادیه کې په کور او ښوونځي کې په مورنیو ژبو د زده کړې او معلوماتو د رسېدو لپاره یوه دقیقه پالیسي جوړه شوې، چې  د Phenomenological، ډموګرافیک، ټولنیز ـ ژبني، ژبنیو حقوقو، پوهنیز او ښوونیز او عمومي  شپږو لیدلورو متمرکزه ده .

دوی دې نتیجې ته رسېدلي دي، چې باید د مورنۍ ژبې زده کړه له څو ژبیزې زده کړې په چوکاټ کې په ګڼ کلتوري اروپا کې وده وکړي او ټولو ته ددې زمینه برابره شي، چې د مورنیو ژبو په څنګ کې دوه نورې ژبې هم زده کړي . ماشوم په دغه عمر کې د ډېرو ژبو د زده کړې وړتیا لري او باید په افغانستان کې هم داسې پالیسي ګانې جوړې شي، چې د مورنۍ ژبې په څنګ کې د هیواد د بلې رسمي ژبې او یوې بهرنۍ ژبې زده کړه له لومړي سره پیل شي . بهرنۍ ژبه کېدای شي په ساینسي علومو کې انګلیسي وي او په قضا، قانون، حقوقو، دیني زده کړو او نورو ورته څانګو کې پر دې سربیره د عربي ژبې زده کړه هم په پام کې ونیول شي .