د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسلیمان لایق طنزیه شعرونه

پوهنمل محمودنظری 11.10.2010 17:50

۴
زه په جګ آخورکې دچا نه خورمه وربشي
نه دچا خرکیږم د بارونو نه کچر
زه که د چا خرشمه پښتو به شرمنده شي
ناړي به راتوکړی په سپين مخ باندې هنر
هغه د ښځو تاریخ ته یوه کتنه کوی اوپه طنز د هغې له خولې وایي:
زه په ټول تاریخ کي ملعبه ستا د شهوت ومه
یا یوه تحفه د ستمګرو د رضا
کله چې به خرڅه شوم نانزکه کنیزکه وم
پښې به می شوی ماتې د هر ظالم ته په نڅا
هغه په طنز وایي که زه یا انقلاب نه واي د ا د هیواد ریاکاره دښمنان به چا رسوا کول :
دا چي ناڅي د پنجاب و تورو ډلو ته
د افغان په دښمنۍ باندي ترټل چا
دا ناولي د جنت ټېکه داران به
په پلورلو د وطن باندي نيول چا
چا سوګند ته کښېنول د خدای په کورکي
داکافر مسلمانان به لوڅول چا
چا به ميږي خلاصولې له لېوانو
د داړونکو اوربوزنو به ځپل چا
سور قاتل او تور ملا وطن تلاقه
د انصاف پاکه تله کي تلل چا
درواغجن وطن پلورنکي مشران به
ناخبره ولسونو ته ښودل چا
دهغه ډیر طنزونه له یو عمومی سطحي څخه د ډیرو جذباتي کیدو په اثر شخصی سطحی ته کاږل شوی دی یا دا چې دهغه چاپیریال هغه اړ ایستی چې ټینګ توري وکاروي ځکه دخان ښکنځل هم نصیحت وی نو ځکه هغه د غټ کونی، تور کونی حرموني کنايې په زغرده کاروي .
د هغه په شعرونو کې لکه سعدی او مولانا او خوشحال خان خټک د انساني غړو نومونه اخلي لکه تیونه، کونه ...
که څه د انسانی غړو نومونه اخیستل په نورو ژبو کې چندان عیب نه ګڼل کیږی خو
په پښتني کلتور کې دانسان دتناسلی اندامونه نومونه،درکیکو کلماتو او ښکنځلو پر خوله راوړل او دهغو لیکل بې ادبي بولي، خو په ورځنیو خبرو کې دا داسی کلمې ډیر کارول کیږی. دغسې شعرونه ته په ادبیاتو کې هزلونه وایي چې جنسی هزلونه په دوو برخو ویشلی شو لکه: پورنو ګرافیک او اروتیک .
پورنو ګرافی هزلونه یوازې د انسان د هڅولو لپاره ویل کیږی چې کومه هنری ښکلا نه لري
اروتیکی هزلونه نه یوازې دا چې جنسی هڅونه لري بلکه ښکلایز ارزښت هم لري چې د هنر په ډګر کې راځي او جنسی ټکي او موخه يې د شعر اصلي مضمون نه جوړوي. اروتیک ادبیات په ټولو کلتورونوکې لیدل کیږي
دسلیمان لایق د شعرونو یوه بله برخه هزلونه او ټوکې جوړوي .
دا د سلیمان لایق د هزلونه څو بېلګې :
ده په دوو تیو لګولی وی منګولی
پښې يي قمار کې هم جنت او هم ثواب
زه به دخپل زړه بلبل راضی کمه چی راشی
خیرکه په سینه باندی دی رپي دوه بازان
ماوی په سپنه دی دوه کوترې دی رپیږی
پرې مې ږده چي لوبم پې دی دوو کو ترو زه
ورانه له خندا شوه وې يې: نه نه نه نه نه
څوکې به درنکړم ددې دوو وزرو زه
یا
ظالمان همیشه خوری د مظلوم غوښې
په کمزور د زورور منګولی خښې
لرګبه ووی له غضبه خوټې راکه
دامی بس دی خزانی ځانته بسیا که
غریبګوټی وی توبه می لهدی ګټو
چې تر خوټو پوری ډوب شومه په خوټو
دده خوټي هم د نورو سره ولاړی
دده خوټي هم ورسره ولاړی
سپره پاتې شو غموته جینګی داری
یوه بله بېلګه:
تا خلاصی کړی د نجونو ټنۍ
تا له چا ایستی د ایستلو جامي؟
چاچي پټ کړی په شوخۍ کې بدن
تايي چیرلی د چیرولو جامي؟
یا
کله دی شین کمیس په سپینو پښو
چیری لیدلی چې ښوییږی پسی؟
له زنګنو تر ښکلو تیو پوری
ورو ورو ځوځیږی او لوڅیږی پسي
یا
تا په سینه باندی داغونه ايښی
چا د ګرموپېدونکو تیو؟
تا يي رودلی دی د نارو څوکي
ته يي مست سوی يې په سپینو میو

د هغه څو ټوقیز شعرونه:

د تور کمېس له سپخېدلی د زره
دنجل پوستکی تخنولی نه يي
تاچی د حسن لوټماری کوله
هغي په غلاباندی نیویلی نه يي؟
یا
نجونو ما پریږدی چې رسوا کیږم
نوی عاشق یم بی حیا کیږم
ماله دی ګرمو شونډو نه ساتی
له واکه وزم بی پروا کېږم

دا هغه د نصیحتونو یوه بېلګه:
پخپله هو چې څوک باوري وی
مټ او چمبه یې دا زمري وی
چې هویې نه وي لیري تري ګرزه
که «باختري» وي که «خاوري» وی
دا لیکنه د هغه په دې مدحه شعر پای ته رسوم چې د ځان په هکله وايي:
زه د بلبلانو او ګلانو شاعر نه یمه
ماسره د شپو ورځو کاروان په خوځېدو دی
دا نړي به مسته د شرابو په نغمو کمه
دومره که تسل شم چې افغان په خوځېدو دی
اخځونه:
Sporghay.com-1
Rohella-pashto-forum.com-2
Payamewatan.com-3