د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسلیمان لایق طنزیه شعرونه ۲

پوهنمل محمودنظری 27.09.2010 18:49

د سلیمان لایق په شعرونو کې نیوکې ډیري لیدل کیږي، چې ډیري يې طنزي نیوکې دي؛ څه سپوری ستغی یې هم ویلې چې ځینې یې هجوي دي، څه نه ویل شوي شعرونه يې هم ویلي چې باید ویل شوی وای چې ځینې یې هزلونه دی، ډیري سپیني خبرې یې هم کړی ، نصیحوتونه او فللکور ی کیسې هم لري.

کله کله وضع او شرایط هغه اړباسي د کنایوله دیواله سر را وڅت کړي او سپیني خبرې وکړي دا چې موږ په سپينو خبرو آموخته نه یو هغه راته سپوری ستغی ښکاري.

هغه د جهادې مشرانو په هکله وايي:
دې سپکو شویو ږیرو ته ګوره
چې اور راشیندي له پردي کوره
خپل خلک وژني د بل له پاره
ورینداره بیا یې له خپله وروره

هغه دجهاد داسې ستاینه او تعریف کوي:

جهاد د خلکو تالا کول دی
هم سپکول دی ، هم ورکول دی
دناوستلو ټوپک مارانو
په ټولو چارو حاکمول دی
جهاد پلمه ده د ورانولو
له یوی مخی د چورولو
ازاد جواز دی پاکستانی ته
د افغانانو د ختمولو
جهاد بل شی نه دی لوټ او غارت دی
د لوټمارانو یو سیاست دی
په تالان جنګ دی د تالانګرو
ددوښمنانو یو مصلحت دی

هغه د وطن وضع په طنز سره داسې انځور وي:

وطنه ګوره دا دی څه حال شو
چی هر حرام دی غلو ته حلال شو
موږ خپلو خروته لا هک او پک یو
ملا ته ګوره چی خر دجال شو
هغه د ملایانو دحکومت په اړه وايي:

د جنګ اورونه بیا تازه کېږی
ملا حاکم شودوزخ جوړیږی
د ملا عدل بی اوره نه شی
افغان وطن به جهنمیږی
یا داچې:
ملا حاکم شو امتحانی شو
له حجری ووت سم میدانی شو
په څو کلدارو پاکستانی شو
په څو ډالرو امریکایی شو
یا داچې:
د ملا یانو توره ناورینه
زما وطنه په وینو خوړینه
وخت را نېږدی دی وزر ازاد کړه
هم له سیافه هم له ګلبدینه
هغه د زورواکان ، غداران هجوی کړی چې دا هجوی هغو ته شلاغه او نېښ دی
هغه دداسو خلکو ډیره کرکه شیي له هغه سره لکه دخپل شخصی دښمن کړه کوي او وايي:
پرو ني ملا ته ګوره ، چی ټو ک خور و سقا ط خورو
اوس چی خصم د افغان شو، په سرو زرو کی ډوبيږی
لويه خيټه غټه کونه ،نرۍ پښی ببره ږيره
ويته خوله بی شرمه شرګی ، لکه مچ هر څه کی لويږی
ربه دا لا څه تالان دی،چی به خپل وطن یې وینم
چی خپل سپی په پردی ننګه،افغانانو ته غپیږی
دا به بیا اباسین ایشی،ډوبوی به توری کونی
تور پنجاب به وهل کیږی،له بنسټه به نړیږی
هغه د مستو د ګاړې په نامه شعر کې د بامیان د بودا د برخلیک او د ملایانو دنړۍ لید په هکله په طنزوايي:

ملا ته آسمان ښکاري، د جمات د خونې بام
سپوږمۍ ورته ښکاریږي، د نوبت د کُرتو جام
اسلام د تورو کرکو او وژلو یو مرام
قران یو ه چاړه، د بی بنیاده انتقام
الله د ږیرورو قاتلانو یو امام
ملا ته آسمان ښکاري د جمات د خونې بام

ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه
تاریخ ببره ږیره د عرب د سر رتاړه
ولس یوه رمه، او امارت د مستو ګاړه
د تورې لمن نیسه خلاسوه ورڅخه غاړه
دوه غبرګ تیغونه واخله، چلوه ورباندې دواړه
ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه
چاچی کړې بي موقوع خوب وخنداده
د بریښنا په شانې یوه خندا کې تللی
محتسب که هر څو چم د احتساب کړی
رند پوهیږی چي په زړه کې څه حساب کړی
په قبا کې يې پټ کړی خم د میو
که په خوله هرڅو وردونه د ثواب کړی

نوربیا