د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روبرټ بلکويل د وړانديز په وړاندې د بايرن مېشتو غبرګون

بسمل 11.07.2010 08:18

د ملي یوالي د ټینګښت لپاره دجرمن مېشتو افغانانو لمړنی تیلیفوني کنفرانس

عزتمنو لوستونکو!
په نوي ډیلي کې د امریکا د پخواني سفیر «رابرټ بلک ویل » وروستی غیر مسؤلانه او ظالمانه وړاندیز چې د امریکا حکومت ته یې کړی ددې سبب شو چې د پورتني سرلیک له مخې نن د بایرن مېشتوافغانانوکولتوري ټولنه پخپل نوښت سره یو تیلیفوني کنفرانس دایراو دجرمني له مختلفو ښارونو څخه بااحساسه او هېوادپال افغانان سره وصل کړي .

د روبرټ بلکويل ليکنه په انګليسي دلته لوستلای شئ

دملالې، ایوب خان او اکبرخان غازي سکه خویندو او وروڼو!

داده نږدې یوه لسیزه کیږي چې ځینولودیځوالود دیموکراسي په نوم ګډوډي، دسولې په ځای داور لمبې،دنظم او سمون په ځای ناوړه اداره او اداري فساد، دکوکنارو دکرکیلې مخنوي په ځای دنشيي توکولا زیات تولید او قاچاق، د دسپلین، عدالت او انصاف په ځای خپل سري، د دولتي او شخصي ملکیتونو او شتمنیوبې رحمانه غصب اونورې داسې ستونځې په لوی لاس را مینځ ته کړې څوجګړه لانوره هم پسې اوږده شي دوی دتعلیمي او تولیدي موسسودرامینځ ته کېدواو پراختیاپه ځای دجګړې دواړه خواوې اوږدې جګړې ته تشویق یا خو اړ او تمویل کړې ، جنګي جنایتکارانوته یې دسزأپه ځای لوړلوړموقفونه اولوړمالي امتیازات ورکړل، لوی قاتل نمک حرام رشیددوستم ته یې دومره واک ورکړچې همدااوس اوس په شمال کې په مختلفونومونو پنځه ډوله ملېشې لري ددغوملېشوپوځي روزنه په ترکیه کې شوې ده محقق،خلیلي،قانوني،غبرګ عبدالله،لطیف پدرام او نور هېواددښمن عناصر یې د دې لپاره ونازول اونازوي یې څو دافغانستان ریاستي نظام دخپلو تورو موخو د تطبق لپاره یا په فیدرالي نظام بدل او یا خوپه وچ زور اووحشت سره د«رابرټ بلک ویل» ریچاردهولبروک، ګالبراېټ اونورو دظالمانه تصمیم له مخې زموږ ګران هېواد تجزیه کړي مانا داچې دادجګړې اوږدېدل دهمدې تورو نقشو لپاره دي ځکه خو موږ ټول وروڼه قومونه ویښتیا او ملي یوالي ته رابولو که نه یو به هم پاته نه شي .

ظالم ډېورنډخو موږ په ملامات کړو دادی اوس خونړی«رابرټ بلک ویل» په ښکاره زموږ ټټر اره کوي له همدې کبله د ده دظالمانه وړاندیز په وړاندې جرمن مېشتو افغانانو نن په یوتیلیفوني کنفرانس کې چې څه باندې یوه ګېنټه یې دوام وکړد خپل کلک غبرګون ترڅنګ ټول افغان ولس ته په لاندې ډول خپلې غوښتنې اووړاندیزونه وړاندې کړل :

۱ ــ داچې د«رابرټ بلک ویل» او ده ته ورته کسانولکه ریچاردهولبروک،ګالبراېټ اونوروله ناوړو تورو نقشو څخه داسې ښکاري چې دا ټولې لوبې زموږ دګران افغانستان د تجزیې، تباهي، طبعي زېرمو، مادي او معنوي شتمنیودلوټ اوتالان لپاره رواني دي نوموږ له ټولووروڼو قومونوڅخه په کلکه هیله کووچې ملي یوالی ټینګ کړي تر څو دتورمخودا تورې نقشې له خاورو سره خاوري شي .

۲ ــ موږ له حامد کرزي څخه په کلکه غوښتنه کووچې که ځان دافغانستان ولسمشر ګڼي نوژر تر ژره دې په دې اړوند سپیناوی وکړي ، «رابرټ بلک ویل» دې د دې ظالمانه وړاندیز،افغان ولس ته دتوهین او دافغان وروڼو قومونو ترمینځ دنفاق اچولواو جګړو ته هڅولوله کبله نړېوالې محکمې ته راکش کړي که ښاغلی کرزي ددې وس نه لري نو ژر تر ژره دې استعفأوکړي تر څو دافغان ولس په وړاندې خپل وجداني مسؤلیت ادا کړای شي .

۳ ــ موږ دکابل د ادارې له وسلوالو مخالفینوڅخه هم په کلکه غوښتنه کووچې که ځانونه ددې هېواد زامن ګڼي نو په خپلو کړنودې له سره غور وکړي، اوس خو دادی هغه پټې تورې نقشې او توطیې هم بربنډې شوې دا دی په ډګردابدالي اومیرویس خان تاریخي افغانستان درته تجزیه کوي،زموږ وروڼه قومونه یودبل په ضداوږدې جګړې ته مجبوروي او په ناورین پسې ناورینونه راوړي اوس نو تاسو هم بایدافغان ملت ته خپل رسمي دریځ روښانه کړئ لکه څنګه چې تاسو تېره اونۍ دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې د پرېکړو په وړاندې د یوې اعلامې په ترځ کې خپل مثبت، رسمي اوکلک غبرګون وښودڅوپه اوسني کړکېچن وخت کې دافغانستان طبعي زېرمې مزایدو او قراردادنو ته وړاندې نه شي دا ځل هم د «رابرټ بلک ویل» په وړاندیز خپل رسمي دریځ روښانه، د ملي یوالي لپاره اړین ګامونه پورته اودالویه توطیه شنډه کړئ که نه نو راتلونکي نسلونه به تاسې هم د دې توطیې شریکان وبولي .

۴ــ موږ په هېوادکې دننه او بهر له ټولو سیاسي، فرهنګي، مذهبي، مدني، نورو ټولنیزو جوړښتونو او کړیو څخه په زغرده غواړوچې په افغاني مېړانه سره د «رابرټ بلک ویل» غیرمسؤلانه او ظالمانه وړاندیز په غونډو او محفلونو کې په رسمي ډول سره وغندي ، خپل مینځي اختلافات هېر، د ملت او ملي ګټو لپاره یو او بل ته لاسونه ورکړي او که نه نو نه به ستاسونننۍ چوکۍ اوموقفونه پاتې شي او نه به موقلم او کتابونه داځکه چې غلیم زموږ اوتاسو په هراړخیزه تباهي پسې راغلی ، دا ښکېلاکګر به زموږ راتلونکي نسلونه هم په جګړو کې پولۍ پولۍ اوافغانستان به په یوه داسې شاړه دښته بدل کړي چې بیا به نه نوم ولري او نه نشان دزرګونو کلونو تاریخ به درته پاڼې پاڼې وسوځوي .

باید زیاته کړو چې زموږ د ننني تیلیفوني کنفرانس جزیات په بلجیم کې د افغان کلتوري بهیر مسؤل قدرمن حاجي امین باوري ته دتیلیفون په ذریعه ورکړل شول له باوري صاحب څخه مننه کووچې له ډېر مصروفیت سره سره یې داجزیات له ځان سره ولیکل، هغوی نن اوسبا یوه لویه غونډه لري هیله من یوچې پخپله غونډه کې به زموږ وړاندیزونه او غوښتنې د دوی د درنې غونډې اروپا، امریکااوافریقا مېشتو ګڼ شمیر با احساســــه او هېواد پالو پوهانو ، لیکوالانو او شاعرانو ته ور واوروي .
۵ ــ موږ دملګرو ملتونو له سازمان څخه هیله کوو چې دانساني او اخلاقي نورمونو له مخې «رابرټ بلک ویل» محاکمه کړي دا ځکه چې موږ بېګناه افغانان له دریو لسېزو څخه زیات داور په مینځ کې کړېږو خو د «رابرټ بلک ویل» لا زړه نه دی راباندې سوړشوی که دملګروملتونواداره په دې اړوندڅه ونه کړي بیابه دخپل واک ونه بلله شي .

موږله «رابرټ بلک ویل» څخه پوښتنه کوو چې که یو افغان سفیر یا کوم سیاسي کس ووايي چې امریکا دې په شمال او جنوب تجزیه شي بیا دې د دواړو خواوو وګړي له یو اوبل سره جګړو ته تشویق یا اړ کړل شي اویا دې الاسکا له امریکا څخه بېله او بېرته دې روسانو ته ورکړه شي نو به ستاسو ښاغلي غبرګون څه وي ؟

یادونه :

زموږ دننني تیلیفوني کنفرانس ګډونوالو داوپتېیله چې په جرمني کې دامریکا سفارت ته شکایت وکړو هغه و چې د ملګرو په خوښه زموږ یو ملګري د برلین په ښار کې دامریکا له سفارت سره تیلیفوني اړیکه ونیوه خوسفیر چېرې تللی و بیایې سکرترې زموږ شکایت یادداشت اوهم په ځانګړي اتومات کې ثبت شوداګړۍ خو زموږ دومره په وس کې ونوره مرسته او بری به له خدای (ج) څخه غواړو .تل دې وي افغانستان ټینګ دې وي دافغان قومونو ملي یوالی

دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه