د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنښتر دوديزې مشاعرې او مېلې خبرتيا

بسمل 20.08.2015 14:00

نښتر مو لس کلن شو مبارک مبارک


دشعر او ادب ټولو درنو مينه والوته په ډېر درنښت سره د نښتر د دودیزې مشاعرې او مېلې لمانځلوخبر ورکول کیږي څوله موږ سره یاده مشاعره او مېله یوځای ولمانځي.
له نېکه مرغه، چې سږکال مو نښتر لس کلن شو.
دلویې پکتیا دنښتر دلمړۍ لسیزې ادبي او فرهنګي پرمختګونه اونورې لاس ته راوړنې به ددې بختورې لسیزې له لمانځلو څخه وروسته په توحیدي توګه تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کړو خو دمګړۍ به ددې لمانځنې، چې د زمري په دېرشمه ۳۰ نېټه د جمعې مبارکې په ورځ تر سره شي په لنډ ډول دومره روښانه کړو، چې لمړی خو د جمعې مبارکې په شپه دغزل شپه په پام کې نیول شوې.
دهمدې شپې د سهار له اتو بجو څخه وروسته به د ګردېز ښار په لوی تالار کې د نښترمشاعرې او مېلې لس کلني ولمانځل شي.
د لمانځنې په پای کې به درنوګډونوالو ته د چاپ شوو اوچاپېدونکوکتابونو په اړوند مالومات ورکړل شي.
داهم باید زیاته کړو، چې نښتر د دود له مخې هرکال دنړۍ په دووځانګړوهیوادونو ګران افغانستان او دوست هیواد جرمني کې په یوه ورځ لمانځل کیږي.
سږ کال به د نښتر لسیزه دجرمني د بایرن په شټارنبېرګ ښار کې له خیره سره ولمانځل شي.
په جرمني کې دلا زیاتومالوماتو لپاره دالاندې تلیفوني شمېره ستاسوپه خدمت کې ده.
۰۰۴۹۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸
په لویه پکتیا کې د زمان اومکان دقیق مالومات له لاندینیو تیلیفوني شمېرو څخه تر لاسه کولای شﺉ:
۰۷۸۰۰۰۳۸۳۵
۰۷۰۸۱۹۸۲۵۸
له رب العزت څخه هیله من یو، چې زموږ درانه مېلمانه اوګډونوال له نښتر لمانڅنې څخه وروسته خپلو کورنیو ته په خوښي اوسلامتي ور ستانه شي.