د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي ارزښتونه - شپږمه برخه

عبدالرحمن فرقاني 30.04.2010 05:21

اسلامي ارزښتونه
ليکنه : مودودي
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
شپږمه برخه

په لومړي باب کې موږ پوه شوو چې د الله تعالی د اطاعت لپاره د صحيح علم حاصلولو ته اړتيا وي او دا علم بايد د يقين او باور تر حده رسيدلی وي ، او دا علم بايد د الله تعالی د هغو غوره شويو بنده ګانو څخه حاصل شوي وي چې الله تعالی دا علم دوي ته د وحي له لارې رسولی دی تر څو يې نورو انسانانو ته ورسوي او دا غوره شوي بنده ګان (پيغمبران ) دي . اوس راځي چې وګورو چې مودودي صاحب د پيغمبرانو د حقيقت اړوند څه وايي .
دريم باب

نبوت د پيغمبرۍ حقيقت , د پيغمبر پيژندنه , د پيغمبر اطاعت په پيغمبر باندي د ايمان راوړلو اړتيا , د پيغمبرۍ لنډ تاريخ د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم نبوت , د محمدي نبوت ثبوت ، ختم نبوت , د ختم نبوت دلايل .

په دوهم باب كې تا ته درۍ خبرې وشوې :
لمړۍ خبره دا چې دالله تعالى د اطاعت لپاره ، د الله تعالى په ذات اوصفاتو او د الله تعالى په غوره شوې تګلاره اوپه آخرت كې سزا اوجزا دپوهيدو لپاره صحيح علم ته اړتيا ده, او دا علم بايد داسي وي چې د هغه په پايله كى كامل يقين او باور حاصل شي .
دوهمه خبره دا چې الله تعالى انسان په دومره لوی امتحان كې ندی اچولى چی دا علم د خپل ذاتي كوښښ اوزيار په پايله كې حاصل كړي بلكه دا علم ده ته د ځينو غوره شويو بنده ګانو( پيغمبران ) له لارې رسيدلی دي ، چې الله تعالی به دوی ته دا علم د وحي له لاري وررساوه ، او دوی ته حكم شوي دی چې نورو بنده ګانو ته يې ورسوي .
دريمه خبره دا چې د عامو انسانانو مسؤليت دا دی چى د الله تعالى سپيڅلي پيغمبران وپيژني , كله چې انسان ته مالومه شي چې فلانى سړى په حقيقت كې د الله تعالى ريښتينئ پيغمبر دی , نو پكار ده چې كومه لارښونه چې هغه ورته کوي په هغه باندي ايمان راوړي , او څه چې هغه ورته حكم كوي هغه ومني ,او په كومه لاره چې هغه ځي د هغه پيروي وكړي .
اوس له هر څه وړاندي موږ غواړو تا ته روښانه كړو چې د پيغمبرۍ حقيقت څه دئ او د پيغمبرانو د پيژندنى څرنګوالى څه ډول دی .
دپيغمبرۍ حقيقت :
ته خو ويني چې په دنيا كې انسان كومو شيانو ته اړتيا لري الله تعالى د دې ټولو شيانو انتظام په خپله كړئ دی , ګوره : طفل چې كله پيدا شي له څومره ديرو شيانو سره الله تعالى دنيا ته راليږلی وي , د ليدلو لپاره سترګي , د اوريدو لپاره غوږونه , د بويولو او سا اخيستلو لپاره پوزه , د محسوسولو لپاره په ټول جسم كى دلامسه قوت , د تللو لپاره پښي , د كار كولولپاره لاسونه , د فكر كړلو لپاره دماغ , او داسي بې شميره نو شيان چې له وړاندې يې د ده د اړتياو لحاظ كړئ وي د ده په واړه جسم كى ځاي پرځاي كړي وي , وروسته كله چې په دنيا كي قدم كيږدي د ژوند كولو لپاره ده ته دومره شيان وجود لري چې ته يې شميرلی نشي , هوا ده , رڼا ده , حرارت دی , اوبه دي , ځمكه ده , د مور په سينه كې له وړاندې شيدې پيدا شوې وي , د مور اوپلاراوخپلوانو اوآن تردې چې د پرديو په زړونو كې د ده لپاره مينه او شفقت پيدا شوی وي چې په پايله كې يې د ده پالنه او روزنه كيږي , وروسته هر څومره چې وده كوي په هغه كچه ورته د اړتيا هر ډول شيان برابريږي او داسې بريښي چې ګواكې د ځمكه اوآسمان ټول قوتونه د ده د پالنې او خدمت لپاره په كار آخته دي .
لدې څخه چې وړاندې ولاړ شو په دنيا كې چې انسان څومره قابليتونو ته اړتيا لري هغه وركړل شوي دي , جسماني قوت , عقل , پوهه , خبرى كول اوڅيړل , او دا راز نور شيان په هر انسان كې لږاوديرشته دي , خو دلته الله تعالى عجيب انتظام كړئ دی , ټول قابليتونه ټولو انسانانو ته په يوه کچه ندي وركړ شوي , كه داسې وی نوهيڅوك به بل چا ته محتاج نوی , نه به يوه انسان د بل انسان پروا درلوده , دا راز الله تعالى د مجموعي ضرورتونوله لحاظه هغه ټول قابليتونه په انسان كي پيدا كړي خوچا ته يې يو قابليت دير وركړی اوچا ته يې بل قابليت , ته ګوري چې د جسماني زحمتكشيۍ له لحاظه ځيني خلك له نوروخلکو نه وړاندې وي , اوپه ځيني خلكو كې د كومه ځانګړې پيشې يا هنرقابليت وي چې نورخلک ورڅخه محروم وي , او د بعضو د ذهانت اوعقل قوت له نورو څخه دير وي , اوځيني خلک خو پيدايشي سپه سالاران وي , په بعضو كې د حكمرانۍ ځانګرئ خصوصيت وي , ځيني خلک د بيانيى وركولوغير عادي قوت لري , په بعضو كې د ليكلو فطري ملكه وي , كوم څوك داسي پيدا شوي وي چې دماغ يې په رياضي كي ښه كار كوي حتى د دې هنر په اړوند هغه ستونزمن اوپيچيده سوالونه چې د نورو ذهن ورته نه رسيږي په ديره سادګۍ حلوي , يوبل سړی داسې وي چې عجيب عجيب شيان جوړولی شي او د ده اکتشاف ته نړۍ حيرانه پاتې وي , يو بل سړي د يوه داسي قانوني دماغ خاوند وي چې هغه د قانون کشالوحل ته چې نور ورته ورسته له دير غور او فكر څخه نه شي رسيدلى دهغه فكر او دماغ په ديره سادګۍ ورته رسيږي , دا د الله تعالى ورکړه ده , هيڅ څوك په خپل ځان كې دا قابليتونه نه شي پيدا كولي , نه د تعليم او روزنه څخه دا قابليتونه پيدا كيږي , په اصل كى دا پيدايشي قابليتونه دي چې الله تعالى د خپل حكمت په اساس هر چا ته چې كوم قابليت غوښتى وي وركړى دی .
د الله تعالى پدې وركړه باندې چې غور وكړې نو تا ته به مالومه شي چې د انساني تمدن اوپرمختګ لپاره چې كومو قابليتونو ته ديره اړتيا وي هغه يې په انسانانو كې دير پيدا كړى دی ، او هغو قابليتونو ته چې کمه اړتيا وي هغه يې په انسانانو كې کم پيدا كړئ دي . جنګيالى دير پيدا كيږي , دهقانان او كارګران او آهنګران دا راز د نورو كسبونوخلك دير پيدا كيږي , خو د علمي او دماغي قوت خاوندان او د سياست اوسپه سالارۍ د قابليت خاوندان لږ پيدا كيږي , او هغه خلك لا نورهم لږ پيد كيږي چې د كوم ځانګړى هنر خاوندان وي , ځكه چې د دوی هنري لاسته راوړنې د پيړيو لپاره نور انسانان د هنري ماهر د اړتيا څخه بې نيازه كوي .
اوس دا فكر كول پكار دي چې د كامياب انساني ژوندانه لپاره صرف دا يوه اړتيا خو نده چې په انسانانو كې انجينر , رياضي دان , ساينس پوه , قانون پوه , د سياست ماهر , اقتصاد پوهان اودانساني ژوندانه د مختلفو شعباتو لپاره د مختلفو قابليتونو خاوندان پيدا شي , لدې ټولو سربيره يوه بله مهمه اړتيا هم شته هغه دا چې بايد كوم څوك داسي هم وي چې انسان ته د الله تعالى لاره وښي , نورخلك خو صرف دا په ګوته كوي چې پدې نړۍ كې د انسان لپاره څه شته او لدې شيانو څخه څرنګه ګټه اخيستی شي , خو يو څوك داسي هم بايد وي چې نورو ته وښي چې په خپله انسان د څه لپاره دی ؟ او انسان ته دا ټول شيان چا وركړي دي ؟ او د هغه وركونكى رضا په څه کې ده تر څو انسان د هغى مطابق خپل ژوند په دنيا كې تير كړي او هغه دايمي اويقيني برئ ومومي , دا دانسان تر ټولو لويه اواصلي اړتيا ده , او عقل دا نه مني چې هغه خدای چې زموږ هغه واړه واړه ضرورتونه يى پوره كړي وي د دې مهمې اړتيا له انتظام څخه يې غفلت كړی وي , نه هيڅكله داسي نده , الله تعالى چې كله د يوه يوه قابليت اويوه يوه هنر خاوند انسانان پيدا كړي دي , همدارنګه يى داسي انسان هم پيدا كړى دی چې پهغه كښې د الله تعالى د پيژندنې لوړ قابليت وي , ده ته الله تعالى د دين او اخلاقو اوشريعت علم د خپل دربار څخه وركړی وي , اودې ته يې ګمارلی ترڅو دا شيان نورو انسانانو ته هم وښي , دا هغه خلك دي چې موږ ورته په خپله ژبه كې رسول يا نبي يا پيغمبر وايوو .


دپيغمبر پيژنده :
څرنګه چې د نورو علمونو اوهنرونو ماهر خلك د يو ځانګړى ذهن او يوځانګړى طبيعت په اساس پيدا کيږي , همدا راز پيغمبران هم د يوه ځانګړى طبيعت سره پيدا كيږي .
د يوه پيدايشي شاعر شعراوخبرې چې اورو نو داسي بريښي چې دا شاعر د شاعرۍ د ځانګړى قابليت لپاره پيدا شوي دي , ځكه چې نور خلك هر څومره كوښښ وكړي د ده په څير شعر نشي ويلی , همدا راز يوپيدايشي تقرير كونكى , يو پيدايشي ليكونكى , يو پيدايشي مبتكر, يو پيدايشي سياسي زعيم , له خپلو كارنامو څخه په روښانه ډول پيژندل كيږي , ځكه چې پدوي كې هر يو د خپل كار اړوند بې ساره قابليت ښي چې په نورو كې نوي همدا صورتحال د پيغمبرانو هم دي , د دوي په ذهن كې هغه خبرې راځي چې د نورو انسانانو په ګمان کې هم نوي , دوي موضوع ګانې داسي څيړي چې لدوي پرته نور انسانان يې هغسي نشي څيړلی ، د دوي فكر داسي باريكو خبروته خود بخود رسيږي چې د نورو فكر د كالونو له غور څخه ورسته هم نشي ورسيدلی , هغوي چې څه وايى موږ ته د قبول وړ وي , زموږ زړونه شهادت وركوي چې ضرور به همداسي كيږي , د دنيا له تجربو اود كايناتو له كتلو څخه د دوي يوه يوه خبره ريښتيا ثابتيږي , او كه موږ په خپله داسي خبرې كول وغواړو نشوو يې كولی , د دوي طبيعت داسي پاكيزه وي چې هغوي په هره معامله كى ريښتينی وي , سمه اوشريفانه كړنلاره خپلوي , هغوي هيڅكله غلطه خبره نكوي , كوم نا روا كار نكوي , هميشه د صداقت اونيكۍ تعليم وركوي ,او څه چې نورو ته وايى هغه كار په خپله كوي , د دوي په ژوندانه كې هيڅ داسې مثال نه پيدا كيږي چې څه ووايى د هغه خلاف عمل وكړي , د دوی په عمل او قول كې كوم ذاتي مقصد او ګټه نوي , دوي د نورو د ګټې لپاره خپل ځان ته نقصان قبلوي او د خپلى ګټې لپاره نورو ته نقصان نه رسوي , د دوي ټول ژوند ريښتيا , شرافت , پاكي , سپيڅلی فکر , او د لوړې درجې د انسانيت نمونه وي چې د پلټنې نه ورسته هم كوم عيب پدوي كې نه ښكاريږي , د دغو شيانو له ليدلو څخه روښانه كيږي چې دا سړي د الله تعالى ريښتنی پيغمبر دي .
د پيغمبراطاعت :
كله چې دا مالومه شي چې فلانى سړى د الله تعالى پيغمبر دی , د هغه خبره منل , دهغه اطاعت كول , دهغه د طريقې پيروي كول ضروري وي , دا دعقل څخه بالكل خلاف خبره ده چې يو سړى پيغمبر ومنل شي اوبيا د هغه خبره ونه منل شي , ځكه چې د پيغمبر د منلو مانا دا ده چې تا ده قبوله كړي چې هغه څه وايي دالله د اړخه يې وايي , او څه چې كوي د الله تعالى د رضا مطابق يې كوي , اوس چې ته د ده خلاف څه وايی او يا څه كوی هغه د الله تعالى خلاف وايى او كوی , او كومه خبره چې دالله تعالى خلاف وي هغه خبره هيڅكله حق نشي كيدلی , د دې لپاره دچا له پيغمبر منلو څخه دا خبره په خپله لازميږي چې هغه چې كومه خبره كوي هغه خبره بايد پرته له چون اوچرا څخه ومنل شي او د هغه د حكم په وړاندي بايد سر ټيټ شي , پرته لدې چې د دې خبرې په حكمت اوګټه ته پوه شي اويا پوه نشي , كومه خبره چې د پيغمبرله اړخه وي همدا دې هغې خبرې د رښتياتوب دليل كيدلاي شي , او ټول مصلحتونه اوحكمتونه پكښى نغښتى وي , كه ته د كومې خبرې په مصلحت نه پوهيږي دا د دي دليل نشي كيدلاي چې پدې خبره كې كومه خرابي ده بلكه د دې مانا دا ده چې ستا په خپله پوهه كې خرابي ده . كوم سړى چې د كوم ځانګړي هنر ماهر نوي ظاهره ده چې د هغه هنر په باريكيونه پوهيږي , مګر دی به دير لوي ساده وي چې محض د دې لپاره د هنر د ماهر خبره ونه مني ځكه چې دي پرې نه پوهيږي .
ګوره : د دنيا په هركار كې د هغه كار ماهر ته اړتيا وي او ماهر ته د ورتګ څخه وروسته په هغه كار دير ډاډ کيدلای شي او د ماهر په كار كې دخالت نه کيږي , ځكه چې ټول خلك د ټولو كارونو ماهران نشي کيدلای او د دنيا په ټولو كارونواو شيانو نشي پوهيدلي , ته خپل ټول عقل او هوښياري پدې كې مصرفوي چې يوښه اوتكړه ماهر پيدا كړي , كله چې د چا په اړوند تا ته دا يقين حاصل شي چې هغه ښه ماهر دي نوبايد پوره باور ورباندي وكړي , لدې ورسته د ده په كارونو كې مداخله او په هر خبره كې دا غوښتنه كول چې اول ما پوه كړه كه نه زه يې نه منم دا د عقلمندي خبره نده بلكه سراسر بي عقلي ده , كوم وكيل ته د خپلې معاملې له سپارلو څخه وروسته هغه ته دلايل وړاندي كول وكيل دې ته هڅوي چې تا د خپل دفتر څخه وباسي , د كوم ډاكټر څخه د هر هدايت په هكله دليل غوښتل به ضرور هغه ډاكټر ستا درملنه پيږدي , د مذهب معامله هم همداراز ده , تا ته د الله تعالى په اړه د علم حاصلو اړتيا ده , ته دې ته اړتيا لرې چې پوه شي چې دالله تعالى د رضا مطابق ژوند كول طريقه كومه ده , ستا سره په خپله د دغو معلوماتو په هكله كومه ذريعه نشته , اوس ته دې ته اړ يې چى د ريښتيني پيغمبر پلټنه وكړي , پدې پلټنه كې بايد دير په زيركۍ اوهوښيارۍ ګام پورته كړی , ځكه كه چيری تا كوم غلط سړى پيغمبر وګاڼه نو تا به په غلطه لاره روان كړی , مګر كله چې تا ته وروسته له غور اوښه فكر څخه دا يقين پيدا شي چې فلانى سړى د الله تعالى ريښتينى پيغمبر دي نوبايد په هغه باندې پوره اعتماد وكړی او د هغه دهر حكم اطاعت وكړی .