د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالرحمن فرقاني

10.09.2016 09:08    |   عبدالرحمن فرقاني حج؛ په ربانی عالم کې یوه بې ساری انساني غونډه

هغوی چې خپل خپلوان، کورنۍ او ملګري پرېږدي او مقدسې خاورې مکې مکرمې ته د تګ شرف حاصلوي، او د محمدي رسالت د وحې هغه د عظمت څخه ډکې نښې په سترګو ګوري، د ایمان د پیاوړتیا موجب یې ګرځي، او د ناوړه کړنو لاره پرېږدي د الله تعالی لور ته دانګي او د رسول الله د کړنو د تقلید مینه یې په زړونو کې راژوندې کېږي. نو له دې ځای حج یوه لویه روزنیزه او ښوونیزه مدرسه ده، چې د انسان د ټولو اړخونو په تهذیب کار کوي، او د انسان ایماني او وجداني اړیکه د الله تعالی سره ټینګوي.

29.10.2015 19:37    |   عبدالرحمن فرقاني په پلازمينه کې د ملگرو ملتونو د اویاېمې کلیزې د لمانځلو په مناسبت!

پرون په پلازمینه کابل کې د ملگرو ملتونو د اویایمه کلیزه لمانځغونډه په داسې حال کې ترتیب شوې وه، چې د هېواد په گوډ گوډ کې د بېلابېلو اړخونو او کړیو له خوا د مرموزو اهدافو لپاره جګړه روانه ده، او نوموړې موسسسې یې په هکله د څرګندونې څخه ډډه کوي، او هیڅ ډول اغیزمن دریځ او غبرګون نه لري!.په داسې حال کې چې تر ټولو وړاندې د خپلو مکلفیتونو له مخې باید په دې هکله نوموړې موسسې پرېکنده دریځ درلودی او د جګړې د ښکیلو اړخونو سره د سوله ییز چاپیریال د رامنځته کولو په موخه نه ستړې کېدونکې هڅې درلودی. په افغانستان کې د نورو ګڼو ستونزو تر څنگ یوه بنسټیزه ستونزه د ملګرو ملتونو تش په نامه او نمایشي شتون دی، هغه نړیواله موسسه چې د تاسیس تر ټولو لویه موخه یې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سوله ییز چاپېریال را منځته کول دي!.

16.11.2014 12:08    |   عبدالرحمن فرقاني پاکستان.. د ولسمشرد سفرونو په لړۍ کې برخليک ټاکونکی تمځای

که يوه لور ته په اسلامي نړۍ کې د سپيڅليو، منځلارو او متوازنو اسلامي ارزښتونو او مفاهيمو د بدنامولو لپاره پخپله د اسلامي امت د سختدريځه ډلو د ناوړه، بې منطقه او بې اټکله کړنو څخه داسلام د سپيڅلي الهي دين پر ضد ګټه پورته کېږي؛ بل لور ته په نوموړې نړۍ کې ډېموکراسي د ولسواکۍ د تمثيل لپاره د يوه غولونکي شعار په توګه د مادي نړۍ د استعماري ځواک د مادي ګټو د خونديتوب لپاره په معکوس ډول ګمارل کېږي، چې له بدمرغه په ټول کې پر اسلامي نړۍ باندې د دغو ناوړه تپل شوو ښکارندو بيه بيا په لوي لاس د اسلامي امت کړېدلي ولسونه ورکوي، کوم چې د سوکالۍ او نيکمرغۍ له بهير څخه وروسته پاتې، د وحشت اوبربريت له عالم سره لاس ګريوان د وژنې او رټنې په نړۍ کې د ژوند سپېرې او ترخې شپې او ورځې تېروي.

14.11.2014 23:58    |   عبدالرحمن فرقاني پاکستان.. د ولسمشرد سفرونو په لړۍ کې برخليک ټاکونکی تمځای

دافغانستان کړېدلي ملت چې د يوې اوږدې خونړۍ جګړې څخه د راوتلو لپاره هر لور ته په دې هيله سترګې غړوي او په هر څه باندې منګولې خښوي، چې کېداي شي د نجات د سمندر غاړې ته به يې ورسوي، له بدمرغه په پاي کې بيا پر خپل اعتماد او اعتبار باندې پيښمانه، ناهيلي او غمجن وي!. د يادونې وړ ده، چې دا په دې معنا هم نه ده، چې د افغانستان کړېدلي ملت د خپل برخليک په ټاکلو کې په غوره انتخاب باندې نه پوهېږي او د خپل سرنوشت لپاره هغه انتخاب نه شي موندلي، چې د ولسونو د سياسي، اقتصادي او ټولنيز ثبات او تيکاو لپاره تر دې وړاندې د بشريت د تاريخ په لوړ او ځوړ کې خورا اغيزمن ثابت شوي، بلکې د افغانستان کړېدلي ملت او د اسلامي نړۍ ملتونو خپل رسالت په ټول خلوص او ريښتنولۍ سره ادا کوي، پر هغو انتخابونو د خپل برخليک په اړه تکيه کوې، چې د نورو ملتونو لپاره يې نيکمرغي او سوکالي راوړې، پرمختګ او پراختيا راوړې.

30.03.2014 13:00    |   ژباړه : عبدالرحمن فرقاني دملتونو د لوړ او ځوړ خدایي قانون

د دې حیثیت په اساس چې دی دځمکې مالک دی، د ده هیله دا ده، چې د دغه ځمکې چارې په سمه توګه سمبال شي . هر څومره چې سمسوریدای شي همغومره دې سمسوره شي، د ده له اړخه ورکړ شوی وسایل ، قابلیتونه او صلاحیتونه څومره چې ممکنه وي هغومره دې تر ې په ښه توګه ګټه پورته شي . هغه تعالی دا خبره هیڅکله نه خوښوي .. او له هغه تعالی څخه دا توقع هم نه شي کیدای، چې هغه به کوم وخت دا خوښه کړي .. چې د ده دنیا دې ړنګه شي ، او هغه دې د بې نظمۍ ، ککړتیا ، ظلم او ستم له کبله خرابه شي . د انسانانو څخه هر څوک چې د دغه دنیا د چارو د سمبالولو لپاره راولاړیږي ، په هر هغه چا کې چې د رغولو صلاحیت او قابلیت تر نورو ډیر وي ، هغه ته الله تعالی د دغې دنیا د چارو د سمبالولو واک او اختیارات ورسپاري .

23.03.2014 17:48    |   عبدالرحمن فرقاني افغانستان او نړیوال

له شکه پرته او په ډېر ډاډ سره دا ویلی شوو، چې افغانانو ټول بشریت د هغه کمونیزم له شره وژغورل، چې له اوږدې مودې راپدیخوا يې ژوند له ګواښ سره مخ کړی ؤ، ختیځه اوروپا د لوېديځه اوروپا سره بېرته یوه شوه، د کمونیزم په کړۍ کې ګڼ شمېر هېوادونه د خپلواکۍ څیښتنان شول، خپلواک هېوادونه بېرته را منځه ته شول..

16.02.2014 09:58    |   عبدالرحمن فرقاني دطالبانو پټې خبرې، کېدی شي افغانستان وژغوري

د کرزي د هڅو ارزونه په افغانستان کې د طالبانو په پرتله د امريکا د استراتيژيک دريځ څخه څرګندېږي، که د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې ناکام شوي نه دي، خو بريا يې هم نه ده موندلې، او په يوه بې ګټې جګړه کې ښکيل ده، چې د دولسو کلونو پورې په افغانستان کې روانه ده، او ياد هدف ته نه رسېدل پخپله يو ډول ناکامي ده. امريکا هڅه وکړه، د (القاعدې) سره د جګړې په ختمېدو، د خپلې جګړې اهداف له سره وټاکي. خو په دې کار سره دا حقيقت بدلون نه مومي، چې دامريکا ډېر امکانات او موارد د يادې جګړې په لويه برخه کې د طالبانو او د هغوي د ملګرو په ضد مصرف شول

30.12.2013 18:39    |   عبدالرحمن فرقاني د امريکا د شاتګ مهال

امريکا چې ځان د نړۍ مشره ګڼي، داسې نه پاتې کېږي، مشري به يې د اوسنې لسيزې په لړ کې زيانمنه او د ځان لپاره به يې د ځواک انحصار د نور ځواکونو په ګټه چې د را څرګندېدو په حال کې دي پای ته ورسېږي.

26.12.2013 09:49    |   عبدالرحمن فرقاني امنيتي تړون.. ډاډ زېږوي که اندېښنې راپاروې!؟

که چېرې د ولسمشر کرزي د دريځ په هکله سم تبليغات وشي او په هکله يې د سولې عالي شوري د يوه نوي ميکانيزم او روښانه تصور پربنسټ د افغانستان د روڼ آندنو، موثرو شخصيتونو او مدني ټولنې په مرسته ټولو ته د منلو يو سم ميکانيزم وړاندې کړي، کيداي شي چې دا دريځ د افغانستان لپاره داسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې ديوې تل پاتې سولې پيغام راوړي

06.12.2013 23:07    |   عبدالرحمن فرقاني منځنی ختيځ په "عربی ژمي" کې

او په سيمه کې په استراتېژيک محور کې پرلپسې بدلون هم په همدغه کچه تر سترګو کېږي، ايران چې اټمي غوښتنې او د برلاسۍ ارمانونه يې هڅوي، اوسني د پام وړمرکز ګرځېدلی، په داسې حال کې چې پخوانی مرکز- داسرائيلو او فلسطين کړکيچ- له پامه غورځول شوی، په داسې توګه چې ساحه يې په بشپړه توګه د متفاوتو مصلحتونو ترمنځ د نويو اتحادونو لپاره پرانستې ده.

14.11.2013 19:55    |   عبدالرحمن فرقاني انسانیت در آستانة مرگ

یقیناً که امور دین در قرن هفتم میلادی در مصر نزد مردم خطرناکتر از امور سیاست بود، اختلافات سیاسی و حکومتدرای باعث بروز احزاب مختلف نبود، که از یک دیگر فاصله گرفتند، بلکه امور دینی و مذهبی بود، که باعث بروز اختلافات بزرگ شد، ومردم به دین بشکل ارزشی نمنگرستند، که آنها را به عمل صالح و کاری نیکو وادارکند, بلکه دین در نظر شان اعتقاد محض به ارزشهای مشخص بود.

03.11.2013 20:30    |   عبدالرحمن فرقاني دعثماني امپراطورۍ د پادشاهانو خوب، کوم چې تعبیر یې ریښتیا شو

پدې شک نشته چې د اسلامي خلافت له ړنګیدو څخه را پدیخوا د اسلامي نظام د احیا لپاره کومه پروسه او کړنلاره چې د نړۍ پر مخ په مصر کې د اخوان المسلمین غورځنګ او په ترکیه کې د عدالت او پراختیا ګوند او په تونس کې د اسلامي نهضت غورځنګ په لاره اچولې وه او د خپلې سپیڅلې مبارزې لپاره یې چې کوم میکانیزم غوره کړی ؤ، د اسلامي خوځښتونو د مبارزې په بهیر کې ساری

30.10.2013 22:22    |   عبدالرحمن فرقاني انسانیت در آستانة مرگ(مقدمه)

واقعاً که امروز مسلمانان چقدر نیازمند کسی استند تا باور شانرا بر خویشتن، اعتماد شانرا بر گذشته و امید شانرا بر آینده شان برگرداند.. و چقدر نیازمند کسی استند تا ایمان شانرا به دینی که فقط از آن اسمش را دارد و باطنش را نمیدانند و از طریق ارث بدان گرویده اند، نه از طریق تحقیق و معرفت، باز گرداند.

17.09.2013 17:58    |   عبدالرحمن فرقاني سياسی اسلام”.. يو ګام پر شا د مخ پروړاندې ټوپ لپاره

په ټول کې سیاسي او استراتیژیکې صحنې ته کتنه او ارزونه او دسيمې او ولسونو پر طبیعت پوهېدنه، پر دې ټینګار کوي، چې "سیاسي اسلام" به په ډېره پياوړتیا، ځواک او شهرت سره د سیمې د سیاسي چارو د سمبالښت او قیادت لپاره راوګرځي.

25.05.2011 22:47    |   ژ: عبدالرحمن فرقاني خامنیی او احمدي نژاد.. د مهدي په انتظار (پاتې برخه )

او له دې کبله ددغې پروسې د تحقق لپاره په سیاسي ، دیني ، فرهنګي او عسکري کچه یو هر اړخیزه پروګرام ایښودل شوی دی ، د احمدي نژاد هر نړیوال خوځښت همدې موخې لپاره تر سره کیږي ، آن تر دې چې د احمدي نژاد دیپلوماتیکه وینا کومه چې دې ئې خپروی هم د همدغه لیدلوری څخه سرچینه اخلي .

11.05.2011 14:32    |   عبدالرحمن فرقاني اسلام د ژوند پروګرام ( پرلپسې لړۍ[۵] برخه )

خو کله چې د انسان په ضمير او وجدان يو شريعت حاکم وي ، اوپر عملي ژوندانه ېي بل شريعت او قانون مسلط وي ..او هر يو لدغو شريعتونه څخه د بيل بيل تصور نه سر چينه اخيستي وي ..د مثال په توګه يو د بشري تصوراو خیالاتو زيږونه وي ، او بل د الله تعالی وحي وي .. نو د انسان شخصيت په يو ډول ناروغۍ مبتلا کيږي چي د (پړیونتوب ) په نامه ياديږي ! نو د هغه بيلتون ښکار کيږي چي د ده وجداني او احساساتي اړخ له عملي او خوزنده اړخ څخه بيلوي ، نو د اندیښنې او خپګان په مرض مبتلا کيږي ..

30.04.2011 12:59    |   عبدالرحمن فرقاني امريكا او عربي غورځنګونه .. ناڅرګندتوب او زړه نا زړه والی !

پوښتنه روښانه ده ، خو دلویدیځ په سیاسي محافلو او د رسنيو په چاپیریال کې په القاعده باندې د عربي غورځنګونو د ښې او بدې اغیزه اړوند د موجود اختلاف له کبله ځواب دا رنګه روښانه نه دی .

02.04.2011 09:36    |   عبدالرحمن فرقاني ډیموکراسي ، شعار كه واقعیت؟

استعماري نړي اوس مهال په اسلامى نړۍ كى له خلكو څخه خپله خپلواكي اخلي تر چو په بدل كى ورته د لوديځ ډيموكراسي ډالى كړي . دنړۍ پرمخ ګڼ شمیراسلامی هیوادونه له یوې اوږدې مودې څخه تر دې پلمې لاندې د لویدیځ په استعماري کړۍ کې ساتلی شوي دی ، چې پدې هیوادونو کې د مادیت سیاسی نظام چې ډیموکراسۍ پر بنسټونو ولاړ وي حاکم شي ، هغه نظام چې د لویدیځ په هیوادونو کې ئې د خپلو وګړو پر مخ د مادیت ( مادی پرمختګ اوتمدن) دروازې پرانیستې دی ، او د ډیموکراسۍ تر اصولو لاندې ئې خلکو ته مادي حقوق منلی دی . په ډیرو مواردو کې که موږ د لویدیځ د استعماري قوتونو نظامي یرغلونه او اشغالونه وڅیړو اکثریت تر همدې شعار ( ډیموکراسي )لاندې په لاره اچول شوي دي . خو آیا موږ کولای شو په دې ګڼ شمیر هیوادونو کې چې له یوې اوږدې مودې څخه د لویدیځ د ډیموکراسۍ په غولونکی کړۍ کې راښکیل شوی دي ، د نمونې په ډول یو هیواد پیدا کړو چې د لویدیځ د هیوادونو په څیر په واقعي بڼه د ډیموکراسۍ له اساستو څخه برخمن وي ؟

30.01.2011 10:46    |   عبدالرحمن فرقاني ملي پاڅونونه ، د استعمار په وړاندې نوی ګواښ

داسې ښکاري چې په تیرو دریو لسیزو کې د ځوانانو سیاسي شعور په هغو هیوادونو کې چې د پیړیو راهیسې د استعمار تر بربریت او وحشت لاندې پاتې وو ، ډیره وده کړې ده ، اود استعمار سره د مبارزې هغه شونې لیارې ئې موندلې دي

28.09.2010 17:14    |   عبدالرحمن فرقاني یو بازار دوه نرخونه

د مطبوعاتوپه نړۍ کې د بیان آزادي یو پیژندل شوې اصل دی ، خو د دې اصل څخه داستعمار سیاسی قوتونه د خپلو فکري ، کلتوري ،سیاسی او ټولنیزو اهدافو د ترویخ لپاره د یوې حربې په توګه استفاده کوي . په فکري لحاظ هڅه کوي چې د مسلمانانو عقیده د خپلو بنسټیزو ارزښتونواو محتوی څخه تشه او د انسان د ژوندانه د عملي ډګر نه ئې ګوښه کړي ،او یوازی ئې د شکلي مراسمو او عبادتونو په چوکاټ کې انځور کړي . په کلتوري لحاظ غواړي هغه دودونه او رواجونه چې د یو مسلمان ملت هویت څرګندوي د مادیت د نړۍ په سپکو ، کرغیړنواو بداخلاقه دودونو او رواجونو بدل کړي . اوپه سیاسي لحاظ غواړي چې اسلامي نړۍ د دیموکراسۍ په نامه په لویدیځ پسې روانه وي ، او داسلام په خلاف د دین او سیاست تر منځ ویش وکړي ، دین د سیاست له ډګر څخه بیل کړي . او په ټولنیز لحاظ غواړي پرټولنه کې د اسلامی اخلاقو پرځای چې اسلام غواړی د ټولنې وګړي ئې پر بنسټ روزل شوی وي بشري قانون برلاسی وي .

21.09.2010 18:02    |   عبدالرحمن فرقاني "دیموکراسۍ د خرو په شا "!!

دا پورتنۍ سرلیک د فرانسوي صحافت وکالت د افغانستان د پارلماني ټاکنو اړوند په خپل یوه رپوټ کې چې د شنبې په ورځ په افغانستان کې پیل شول استعمال کړی ، اورپوټ زیاتوی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پنجشیر ولایت د دارا په غرنۍ سیمه کې نهه سوه خره د رایګیرۍ مرکزونو ته د ټاکنو د صندقونو د لیږدول لپاره استعمال کړی دي .

08.09.2010 07:19    |   عبدالرحمن فرقاني د سپټمبر د یولسمې پیښې معما!

د سپتمبردیولسمې په هكله په نړيوالو مطبوعاتو كي ګڼ شمير كتابونه څبړني تحليلونه اونظرونه خپاره شوي دي ، خو دا ټول خپاره شوي تحليلونه او څيړني دسپتمبرد11 پيښې معما ته اوهغه پوښتني ته په روښانه او سمه توګه ځواب نشي ويلاي چه په هر بڼډار كي يي هر انسان شپه او ورځ مطرحوى هغه دا چې ددې نړونكى پيشي تر شا څوك ولاړ وو ؟

07.09.2010 23:47    |   عبدالرحمن فرقاني د افغانستان دسپيڅليو شهيدانو وياړدچا حق دي ؟

دافغانستان د باتور ملت جهاد او مقاومت د روسيې د وحشي ځواک د يرغل په وړاندي د تاريخ په اوږدو كي ساری نلري . د افغان ولس د بې سارى مقاومت او جهاد په پايله كې د نړۍ په سياسي او جغرافيايي جوړښت كي ستر بدلون رامنځ ته شوو , ډيرهغه هیوادونه چه د روسيه په سياسي نقشه كې ميشت وو او د خونخاره كمونزم د هيبت په وړاندي ئې د سر پورته كولو جرات نه شوی كولاي خپله خپلواكي او آزادي تر لاسه كړه , او يو ځل بيا په نړي كي د خپلواكه او مستقلوو هيوادونو په څير وپيژندل شول , دا دنړۍ په مخ هغه ستر او دپام وړ بدلون ؤ چه د افغانستان د با شهامته اولس د مقاومت او جهاد په پایله كې را منځ ته شو .

20.07.2010 07:15    |   عبدالرحمن فرقاني اسلام ته بلنه

اسلام هغه وجدانی عقيده ده , چه په انساني ټولنه كي د ژوندانه كړه وړه تنظيموي , او د ژوندانه لپاره هراړخیزه نظام جوړوي . اسلام هغه نظام دي چه په ټولنه كي د انسان كړه وړه د كورني ژوندانه , ټولنیزژوندانه , اونړيوال ژوندانه په ډګرونوكي تنظيموي . او په دغومختلفوډگرونوكي د ده په راکړه ورکړه حاكم وي . او د دغو اړيكو او راكړې وركړې لپاره سيستمونه او قوانين ږدي .

19.05.2010 06:55    |   عبدالرحمن فرقاني تعجب است به دنيايکه عزيز در آن ذليل است و شريف در آن حقير !

مقياس و معيار عزت و شرف رو به عقب مي رود ، مسلمان عزيز که خليفه خداوند لايزال به روي زمين آفريده شده است ، چنان حقير و ترورست شناخته مي شود که جهان از آن حذر مي کند . معيار اخلاق نيز متقلب شد ... نزد آنانيکه به خدايي مقتدر احترام قايل نيستند حلال به حرام بلا شک و شبه تبديل شد ، اخلاق حميده تاخر در مدنيت و برخورد نيک چاپلوسي وتملق شمرده شد ، چنانچه مشاهده فلم هاي بي حيايي تقدم و پيشرفت در مدنيت پنداشته شد و رقص کردن هنر شريف آدميت . تعجب است بر آنانيکه !