د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پیسو د ارزښت د بدلون لاملونه

شاهد محمود وقار 23.04.2010 11:07

په هر هیواد کې پیسې د څیزونو د تبادلې د وسيلې، د اخیستلو د توان د ساتلو او د شمېرنې د واحد به توګه کارول کیږي. به پخوانیو اقتصادي سیستمونو کې به طلایی، نقريي او ډول او ډول نورې سکې کارول کېدې، خو په معاصرو اقتصادي سیستمونو کې کاغذي پیسې (Fiat Money) استعماليږي، چې لیکل شوی ارزښت يې تر اصلي یا ذاتي ارزښت زیات وي.
دا چې د دغه پیسو ارزښت څوک او په څه ډول ټاکل کیږي، او څنګه يې ارږښت ټیټ او بورته کیږي، یو شمېر لاملونه لري، چې په ترتيب سره به تر څېړنې لاندې ونیول شي.

۱- نوي بانکنوټونه چاپول: کله چې د یو هېواد په بودیجه کې تاوان (کمښت) راشی، نو دغه هېواد د خپلې بودیجې د بیا پورته کولو لپاره (په ځای ددې چې د نورو هیوادو څخه پور واخلي) نوې پیسې (بانکنوټونه) چاپوي، دا ددې لامل ګرځي چې په دغه هېوادو کې په لوړه کچه انفلاسیون (د نرخونو پورته کېدل) را منځ ته شي، او په طبیعی ډول د دغه هېواد پیسه د طلا یا نورو خارجي بانکنوټونو په مقابل کې را ښکته کیږی.
او کله چې یو حکومت وغواړي، چې د خپلو پیسو ارزښت لوړ کړي، نو کوښښ کوي تر څو په هېواد کې انفلاسيون پای ته ورسوي، او د پانګه اچوونکیو او نورو سوداګرو لپاره د پام وړ اسانتیاوې پراپرې کړي.
۲- په هېواد کې سياسي حالت: په هېواد کې پیاوړی حکومت، د درغلیو او اداري فساد کچه او همدارنګه د قانون حاکميت د پیسو د ارزښت په ټاکلو کې پوره ونډه لري، او ددې تر څنګ د باندنیو هېوادونو سره اړيکې په ځانګړي ډول له هغه هېوادونو سره چې اقتصاد يې څه نا څه تر نورو پیاوړی دی، لکه چین، برتانیه، روس او امریکا هغه عوامل دي چز د پیسو په ارزښت باندې زیاته اغېزه لري.
۳- د هېواد اقتصادي حالت: به هېواد کې د حکومت اقتصادي پاليسي، د خلکو ګمارل په دندو، انفلاسیون، د توليداتو او نوې ټېکنالوجۍ کچه، بې روزګاري او داسې نور اقتصادي عوامل دي چې د پيسو په ارزښت اغېزه لري.
او همدارنګه د باندنیو خلکو نظريه او کړنلاره ددغه هېواد سره هم مهمه ده، دا پدې مانا چې یو هېواد څومره په نړېواله کچه پېژندل شوی وي، په همغه اندازه د پيسو ارزښت به يې لوړ وي.
۴- زده کړه (تعلیم): زده کړه او تعلیم په مختلفو ژبو پوهېدل، پر انټرنېټ او نوې ټېکنالوجې پوهه، ساینسپوهان ، دینی عالمان او نور نوښتګران په هېواد کې د زده کړې او تعلیم کچه ښي.
۵- جنګ او جګړې: کله چې یو هېواد په خپلمنځو جګړو کې او یا د بل هېواد سره په جګړه کې بوخت وي، د هېواد پوځي بیاوړتیا، متحدین، د جنګ څخه د دوی موخې او د حکومت پیاوړتیا د پیسو د ارزښت په ټاکلو کې د مهمو لاملونو څخه شمېرل کیږی.
۶- طبیعي سرچینې: د یوه هېواد د طبیعي سرچينو څرنګوالی، اندازه او ورڅخه ګټه اخيستنه د پیسو د ارزښت په ټاکلو کې مرسته کوي، د طبیعي سرچينو څخه مطلپ د منرالونو کانونه، ځنګلونه، تېل ، سیندونه او داسې نور دي.
او همدارنګه په هېواد کې وچکالي، زلزلې، سېلابونه او نورو طبیعي پېښو کچه او په مقاپل کې يې د حکومت چمتووالی څه نا څه اغېزه لري.
۷- د پیسو غوښتنه او عرضه: په نړېواله سطحه ځیني هېوادونه د يوه هېواد پيسه اخلي، چې د پیسو د ارزښت په لوړېدا کې مهم رول لري، د بېلګې په ډول امريکايي ډالر چې ډېری هېوادونه او سوداګر يې اخلي، که سوداګر او پانګه اچوونکي د ډالرو غوښتنه بنده کړي، نو د ډالرو ارزښت به را کم شي، او که چېرته په مارکېټ کې د پیسو عرضه زياته شي، یانې هر څوک غواړي چې خپلې پیسې خارجي بانکنوټونو ته واړوي، نو د پیسو ارزښت مخ په ټيټېدو کيږي.

ځینی هېوادونه غواړي چې د خپلو پیسو ارزښت د ډالرو او یا نورو خارجي بانکنوټونو په مقاپل کې ټيټ وساتي، تر څو صادرات يې زيات او د هېواد اقتصاد يې وده وکړي، چې ښه بېلګه يې چین او جاپان دي.