د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غوصې لاملونه او درملنه يې

شاهد محمود وقار 27.09.2010 13:32

ژباړن: شاهد محمود وقار
لیکنه: امام غزالی


محترمو لوستونکیو! پدې وپوهېږئ چې د يوې ناروغۍ درملنه هغه ده چې د هغه ناروغۍ اصلي لامل لمنځه یوړل شي.
د حضرت عیسی علیه السلام څخه يو ځل پوښتنه وشوه چې کوم څيز پر انسان تر ټولو سخت او مشکل تمامیږي؟ عیسی علیه السلام ځواب ورکړ: د الله تعالی قهر او غضب. حضرت یحی علیه السلام وپوښتل: د کوم څیز پواسطه انسان د الله تعالی قهر او غضب ته نږدې کیږي؟ عیسی علیه السلام ځواب ورکړ: غوصه. یحی علیه السلام بیا وپوښتل: کوم څیز د انسان غوصه زیاتوي؟ عیسی علیه السلام وفرمایل: ځان غوښتنه، فخر، شهرت، او تکبر انسان غوصه زیاتوي.

نو هغه لاملونه چې د غوصې سبب ګرځي د غرور، د ځان صفت، تمسخر او ملنډې، بحث، خیانت او دزیات مال او اوچت نوم حرص کولو څخه عبارت دي، هر کله چې دغه ناوړه کړنې په یوه انسان کې راښکاره شي، د هغه سلوک او رویه خرابيږي، او د تل لپاره به د غوصې څخه ډک وي.

نو دغه ناوړه اعمال باید د هغوي په ضد اعمالو سره له منځه یوړل شي، دا پدې مانا چې د ځان صفت او تکبر په عاجزۍ، افتخار او ځان ښودنه د انسان پر پیدايښت ( چې د څه شي څخه پیدا شوی)، د زیات مال حرص په قناعت او بخل په صدقه او خیرات سره له منځه یوسي.

خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ځواکمن او قوي انسان هغه ندی چې خپل دښمن راڅملوي، بلکې هغه دی چې د قهر او غوصې پر مهال خپل ځان کنترول کړي.

لاندې په یو څو لنډو ټکو کې د غوصې درملنه قدرمنو لوستونکیو ته وړاندې کوو:
البته دغه درملنه دوه برخې لري چې د پوهې او کړ (عمل) څخه عبارت دی.

هغه درملنه چې په پوهې پورې اړه لري په لاندې ډول ده:

۱- لومړی دا چې د غوصې د زغملو د ثواب په اړه فکر وکړو، لکه څرنګه چې په قرآن کریم او درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احاديثو کې راغلي دي. د غوصې د زغملو د ثواب غوښتنه به تا د کسات او بدلې د اخیستلو څخه راوګرځوي.

۲- دویم دا چې د الله تعالی د عذاب څخه ووېريږو، او پدې اړه فکر وکړو چې زما قهر او ظلم د الله تعالی د قهر او عذاب په مقابل کې هیڅ هم ندی، که چېرته زه د فلانکي سړي څخه به غصه باندې انتقام واخلم، الله تعالی به له ما څخه به آخرت کې ددې بدله او انتقام واخلي.

۳- درېيمه درملنه دا چې د دښمن په سزا ورکولو کې د احتیاط څخه کار واخلو. کله چې ته خپل دښمن د ستا په شتون کې په غم او مصيبت کې ګورې نو د خوشالې احساس کوې، پدې فکر وکړه چې ددې خطر څخه ته هم خلاص نه يې او ددې وېره به هم درسره وي چې په راتلونکي کې به ستا دښمن له تا څخه انتقام اخلي.

۴- څلورمه درملنه چې د پوهې سره تړاو لري، دا ده چې د غوصه سړي د تروش او تریو تندي په اړه فکر وکړو چې د یوه وحشي حيوان په څېر وي، او هغه څوک چې غوصه زغمي د یو هوښیار او پوه شخص په څېر معلوميږي.

۵- پنځمه دا چې د شیطان د وسوسو په اړه فکر وکړو، هغه چې به درته وايي: ( که غوصه ونه کړې نو کمزوری به معلوم شې) هيڅکله هم دغه شان وسوسو ته غوږ مه نيسه.

۶-شپږمه دا چې پدې اړه فکر وکړو چې ( څه شی ددې لامل وګرځېده چې زه غوصه شوم؟) او څه چې د الله تعالی خوښ وه هغه وشول.

هغه درملنه چې په عمل پورې اړه لري په لاندې ډول ده:

کله چې غوصه درته راغله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا پر اساس د رټل شوي شیطان څخه پر الله سبحانه و تعالی پناه وغواړه، یانې ( اعوذ بالله من الشیطن الرجیم ) ووایه.

کله چې حضرت بي بي عائشې رضی الله عنها ته غوصه راغله، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د پوزې څخه ونیوله او ورته يې وفرمایل: ووایه چې ای زما د پیغمبر ربه! زما ګناهونه وبخښه، او زما د زړه څخه غوصه لرې کړه، او د ګمراهۍ څخه مې وساته.

که چېرته غوصه په دغه څيزونو له منځه لاړ نه شوله، نو بيا که ولاړ وې، کېنه او که ناست وې، څمله او همدارنګه خاورې ته ځان نږدې کړه ځکه انسان د خاورې څخه جوړ دی، نو د خاورې په شان خپل ځان عاجز کړه، د غوصې سبب ګرمتیا ده، او ضد يې دا چې په ځمکه څملي او ځان عاجز او یخ کړي.

خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: غوصه یو سوزيدونکی سکروټه ده. ایا د غوصې پر مهال خپلې ورېځې براخه او سترګې مو سرې ندي ليدلي؟ نو پدې خاطر چې څوک له تاسې څخه غوصه شي، که ولاړ وي، کیني به، او که ناست وي، څملي به.

که بیا دې هم غوصه نه وه ارامه شوې، نو په یخو اوبو اودس یا غسل وکړه، ځکه اور د اوبو څخه بغير په بل څيز نه ختميږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: کله چې څوک له تاسې څخه غوصه کیږي، نو په اوبو دې اودس وکړي، ځکه غوصه د اور څخه پیدا کیږي، په بل روایت کې راغلي چې ( غوصه د شیطان او شیطان د اور څخه جوړ شوی دی).
حضرت علي کرم الله وجهه فرمايلي دي: پیغمبر صلی الله علیه وسلم هیڅ وخت د دنیا د کارونو لپاره غوصه نده کړې، بلکې صرف د حق په لار کې غوصه شوی او نه ورڅخه چا د غوصې بدله اخیستې.