د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اماراتو بایلل زمونږ د کرکټ بورډ خیانت و. د عنايت ساپي ليکنه

عنایت ساپی 02.04.2010 18:13

زمونږ د کرکټ بې کفایته بورډ چې د خپلو شخصي ګټو لپاره په یوه دقیقه کې شل ملاقونه وهي خو بیا د ملت د سرلوړۍ د ستر چانس د راکمولو په لاره کې یو ګام هم نه اخلي ، ومولیدل چې ددوۍ د بې کفایتۍ له امله د کرکټ دملي لوبډلې ویاړ او دلوبډلې د بریالیتوب کونجې محمد نبي ته د و یزې په اخستلو نه بریالي شو او نه یی په دې لاره کې کومه ګړندۍ هڅه وکړه.

که ددغو خاینانو همدا حال وي نو د کرکټ ملي لوبډله به خدای مکړه ډیر ژر د عامه انظارو څخه وغورځیږي او د خپلو مټو په زور یی چې تر دې دمه کوم ویاړونه افغانستان ته ګټلي په اوبو لاهو شي.

زه د بورډ له مشر څخه هیله لرم چې ددغې بې کفایتۍ او بې اهلۍ د له منځه وړلو لپاره جدي ګام پورته کړي او دکرکټ د لوبډلې په وړاندې د پرتو ستونزو د هواري لپاره ګړندې ګام واخلي. او د راتلونکو شل اوریزو نړیوالو سیالیوو د پاره د محمد نبي عیسی خیل استول حتمي کړي.