د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي غورځنګونو او القاعدې چیرته یاست ؟

عنایت ساپی 15.01.2009 15:32

دسختو هیجاني ټکانونو له امله نه پوهیږم له کومه ځایء پیل وکړم، داسلامي نړۍ دهغو غورځنګونو ستر او هسک شعارونه مې د حواسو تړانګې شکوي چې یو مهال به یی دمسلمانو ملتونو د خپلواکۍ لپاره پر خپلو ټنډو تړلي وو، زه دغزې په نیواک او اشغال ځان دیو بشري تاریخي ناورین کندې ته غورځیدلې بولم او داسې انګیرم چې هره شیبه مې پرستوني دیهودي وحشیانو منګولې خښې دي، هره ګړۍ مې د هغوشهیدو ماشومانو معصومې ، په وینو لړلې او په خاور کې خړې پړې څیرې دزړه مراندې راپرې کوی چې د زمانې دیو جابر او څیرونکي حیوان پنجې یی د بدن غوښې شکوي. دهغو میندو ساندې مې دغوږونو پردې څیري کوي چې د ‌طاغوتي شیطانانو مرګوني ګوزارونه یی د بچیانو سرونه د زغروالو ټانکونو په مرمیوو له تنو څخه جلا کوي.
هو دیهودي خرسانو دا کرغیړنه څپه چې نن یی دخپلو بادارانو پرمټ دغزې پر تش لاسي ولس راوستې له هغې بې غیرتۍ څخه کمه نه بریښي چې اسلامي کنفرانس، اسلامي هیوادنو، اسلامي غورځنګونو، القاعدې او نورو تش په نامه اسلامي خوځښتونو ته نن په نصیب شوې.
داسلام دسرلوړۍ هغه ټیکده ران چې هر وخت یی دخپلو سیاسي او شیطاني موخو لپاره دغه پاک او سپیڅلې نوم کارولې او تل یی خپلو ولسونو ته پرته له مرګ او درد بل څه نه دي راوړي نن ولې دټولو پرخولو ګونګ پیریان ناست دي. او پرځایء یی د اوربند او پرغزه د اسرایلي تاړاک د ودریدو خبرې فرانسه او جرمني کوي، هغه داسلامي کنفرانس بې ننګه مشران او س دنړۍ په کوم کونج کې پټ دي، هغه دایران دګواښونو انګازې اوس ولې له یوې مخې ددغې دوه مخې نړۍ په فضا کې ورکې دي، هغه ترټولو داسلام دګټونکي ټیکدار القاعده ګواښ او بریښ کومې اسماني تورې غوڅ کړې چې خولې یی ګنډلي او سرونه یی ښکته اچولي ؟
ایا دغه ټول دسیاسي او شخصي منصب منافقین چې داسلام سپینې جامې یی په تن کې دي نه پوهیږي چې هره شیبه او هره ثانیه دغزې په تړانګه کې دوحشت او بربریت څلي جوړیږي، ایا دویء په دې نه دي خبر چې هره ګړۍ د ابراهیم ع په هستوګنځایء دناولیوو یهودیانو قدمونه ستا د برم او عظمت څلي نړوي. خو تا یواځې په مسلمانو پرګنو دخپل راج او باج د چلولو په خاطر دجهادي بیرغ اچتولو فرمان صادر کړې، یواځې د مظلومو قومونو پر سرونو میخونو ټکوهلو ، دهغویء وژلو او د ویر پر ټغر کښینولو ته دې دجهاد پاکه کلمه پرخپل ټټر ځړولې. اوس چیرته یاست چې دهغو مظلومو، بېچاره، بې کسه او بې وسه غزه والو غږ واوریء چې دغیږې ماشومان یی ستا دازلي دښمن دتاړاک پربمونو د ودانیوو تر درنو دیوالونو لاندې پراته دي خو څوک نشته چې دهغویء سر ه مرسته وکړي. القاعدې، ایران، سورېې او دافغانستان اسلامي نهضتونو چې دجهاد نوم مود خپل ژوند دسترو ماڼیوو په رانیولو وپلوره چیرته یاست چې دهغه سپین ږیري پلار سره مرسته وکړیء چې یواځینې ځویء یی د غاصبو صهیونستانو په مرمیوو غلبیل او دخپل ټوټې ټوټې بدن په وینو کې پروت دې خو هیڅوک نشته چې دهغه د دفن او کفن چاره وکړي. دعربي نړۍ هغه وهابي دبړ ه ماران چیرته دي چې دخپل هوس دپوره کیدو لپاره یی مسلمان ولسونه له خپل ځان او جهانه پردي کړي خو په دې غوږ هم نه ګروي چې ستا د قوم یو مظلوم پاټکې نن ستا د تلپاتي دښمن لخوا هره ګړۍ سل ځلې مری خو ته دخپل شیطاني شعور په ناولي حوض کې لامبې او د عیاشۍ او فحاشۍ نامریی لاسونه دې نه پریږدی چې له خپل دیوال څخه سر جګ کړې او وپوښتې چې دغزې پر تش لاسي ولس څه روان دی. دمصریانو غرور ، دسوریانو لاپې شاپې او دایران جعلي چغې نن دا په اثبات رسوي چې مسلمان ولسونه نور دخپلو بې غیرته او بې ننګه مشرانو دپوچو شعارونو ښکار شوي او بس.
په کار ده چې نور داسلامي ولسونو پورې تړلې رسنۍ او مطبوعات ځانونه ګوښه نه کړي او په هره بڼه چې وي دوحشي یهودیانو دظلمونو انځوریزه کیسې دنړۍ ګوډ ګوډ ته ورسوي او هره شیبه ددوۍ د کرکجنو اعمالو بدمرغه څیرې دنړۍ ولسونو ته روښانه کړي.
دغزې دمظلوم ولس دې خدای مل شی او داسلام او جهاد په نامه د راپنڅیدلو ډلو اود مسلمان په نامه پر راټوکیدلو بې غیرته مشرانو او دعوه ګرو دې په زرهاو ځله نفرت وي.