د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو پېزوان پرې تړلي دوه یاران.

بسمل 01.04.2010 14:03

نن نه غواړم چې ستاسو ډېر وخت ونیسم صرف د نوبل د جایزې د مستحق ؟؟ ښاغلي اوباما له لنډه کۍ منډه چې تر ارګه پورې یې کړې وه محکومه او له څرګندونوڅخه یې څومهمې جملې راباسم تر څو هم ستاسو وخت ونه نیسم او هم خپل اعتراض د اوسنیو سپین سترګو اوجعل کارو انسانانو په وړاندې وکړم.

د نوبل جایزې د مستحق؟؟ ښاغلي اوباما څرګندونې ولولئ :


اوباما وايي :
پوځي هلوځلو پرمختګ کړی خو ولسمشرکرزی باید د فساد مخه ونیسي.
زه وایم :
پوځي هلوځلو دسولې لپاره او که د وحشت لپاره پرمختګ کړی دی ؟
ددې ترڅنګ اداري فساد او د بېګناه ملکي وګړوعام وژنه دسپینې ماڼۍ په ستراتیژۍ کې دوه مهمې غوره شوې جبهې نه ګڼئ تر څو افغان ولس جبرأ مقاومت اختیار، جګړه اوږده اوبیا تاسې په دې پلمه خپلو موخوته ځان ورسوئ ؟
اوباما وايي : د امریکا د متحدو ایالتونو او افغانستان ترمنځ مشارکت دوام لري موږ په سیمه کې د سخت دریځو پر ضد په مبارزه کې پرمختګ لیدلی دی.
زه وایم : کله چې زموږ دځمکې اوفضأ واک ستاسو په لاس او په هر ځای کې چې وغواړئ ظالمانه چاپې اچوئ نو بیا د کوم حقوقي معیارله مخې د مشارکت خبرې کوئ؟
تاسو خوافغانستان ته د شریک په سترګه نه ګورئ بلکې دیواشغال شوي هیوادپه څېر یې کاروئ، دا د سخت دریځو ببولالې موهم اوس رسوا شوې دي.
اوباما وايي :
موږ همدارازغواړو چې په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ، د قانون د حاکمیت، د مخدرو موادو ضد هلوځلو اوپه نورو چارو کې ښه پرمختګ وشي څو افغانستان لا سوکاله ، خوندي ، امن او خپلواک شي.
زه وایم :
واه واه عجیبه سپین سترګي، تاسو کوم حکومت یادوئ؟
دقانون حاکمیت تاسو څه ته وایاست؟
ستاسولوړپوړوقوماندانانو وړمه ورځ ووېل چې موږ په مارجه کې دهغوکوکنارومخه نه نیسو له کومو څخه به چې ۴۰ میلیونه ډالره حاصل شي.
تاسو لا اوس هم دافغانستان سوکالي، خوندیتوب او خپلواکي پرمخ رامښئ ؟
هم مې ووژني پخپله هم په ما باندې ژړا که ×× څه ښه یاردی ښه یې مینه؟؟
اوباما وايي :
امریکا به تر هغو پورې له افغانستانه ونه وځي چې د القاعده او نورو ترهګرو خطر نه وي ختم شوی.
زه وایم :
چې بس همداسې له شف شف څخه تېرشه شفتالو یې کړه ستاسو له دې څرګندونوڅخه ښکاره ده چې په راتلـــــونکي کال کې هسې یوڅو بې ثمره سرتیري امریکا ته باسئ خوپه بدل کې به یې ګڼ شمېر انسان دوسته ؟؟ رامبوګان زموږ په مظلوم ولس رانازل کړئ، همدارازبه ترهغوپورې ترهګر ونازوئ ترڅوچې تاسو زموږ دسیمې غړکه په پوره ډول سره نه وي زبېښلې.
اوباما وايي :
په افغانســـتان کې د هغه خطر د پای ته رسولو لپاره چې د ده په وینا امریکا، افغانستان، پاکستان او درستې نړۍ ته متوجه دی ، افغانستان ته نور سرتېري لېږي.
زه وایم :
دا خطر دچا زېږنده اودا نور سرتیري دڅه لپاره؟
افغانستان تاسوته داسې یوپل دی چې هم غواړئ ترکسپین بهیرې پورې پرې تېرشئ اوهم غواړئ چې لا یې پسې ونړوئ که داسې نه وي نو بیا مو ولې جنګي جنایتکاران زموږ په ولس مسلط او په دا نږدې یوه لسېزه کې مو زموږ ولس او هیواد ته څه ورپه برخه کړل؟
اوباما وايي :
چې د افغانســــتان لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې ملکي هلې ځلې هم شاملې دي چې پر اساس به یې د افغانانو ژوند ښه شي.
زه وایم :
له خیره دې توبه خوشر مه رسوه ، دا تاسې کومې ملکي هلې ځلې یادوئ؟
د هلمند یورانیمو او په هیواد کې دنوروزېرمو زبېښل؟
اوباماوایي :
د عامو خلکو لپاره د ژوند د شرایطو د ښه کېدو غوښتنه کوم.
زه وایم :
په کلیو، بانډو، هدیرو، کوزدو، ودونواو جنازو مو بمونه مه وروئ، میندې، خویندې اوماشومان مو په سپیو مه راداړئ نور مو د ژوند په شرایطو پسې مه گرځئ د خپلې امریکاغم مو وخورئ.له دعوت څخه په مننه