د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مارجه

عبدالمالک بېکسيار 01.03.2010 23:53

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

مارجه

 

کلی ټول تپه تياره دی

نه سپوږمۍ شته او نه ستوري

نه سپي غاپي نه اواز شته د بګوو

د لوی کلي مخ قبلې ته

په وړه لوگووهلې

او زړه يوه کوټه کې

درې بچي ليکه پراته په خوب ويده دي

دوه حيران  مور و پلار ناست کړي د زړه خواله

مور لګيا ده پلار ته وايي

(( که زما منې پښې سپکې کړه ايران ته

لکه نور ډېر کليوال مو

دا څه حال دی نه خوراک شته نه پوښاک شته

نه مو کلي کې څه واک شته

ماشومان ټول لوڅ لغړ دي

په رنځونو ټول ککړ دي

که ايران کې دې کار جوړ شونس دې موړ شو

نوکري دې شوه خواري شوه

 او پيدا درته کوم ځای کې مزدوري شوه

نو بيا راشه موږ هم بوځه

مارجه دغه د غم کلی به چورپرېږدو

هسې هم صليبيان وايي

چې که نن وي که سبا وي

پدې کلي به راخيږي ))

خاوند نه يې مني زړه کې يې مرموز شانې څه ډار دی

لږ زړه ښه کا

بېرته بيا يې په ويدو بچوړو پام شي

خو ميرمنه هم منت کړي

هم ژړا هم  واويلا کړي

که دی نه ځي نو ښکاريږي

ټوله خونه به تالا کړي

نو په پای کې خاوند اړ شي

وايي (( ښه ده))

 

٭٭٭

 

نن له سره د ماښامه

د تمام کلي سپي غاپي

ته وا ټول لېوني شوي

چې تياره لږه رازياته

لا پوره ماخوستن نه دی

څو درنې او بوږنونکې ډزې وشي

پورې خوړ کې د بګوو اوازونه

په زړه لوگووهلې

او وړه يوه کوټه کې

درې بې پلاره ماشومان له موره تاو دي

وايي نه،  خو ډېر بې درېغه وېريدلي

مور يې بېل بېل ته خپل لاس په سر راکاږي

او لګيا ده ورکوي ورته ډاډونه

(( خدای به خير کړي

هيڅ هم نشته

چې سبا له خيره پاڅئ

بيا د چای سره به ګوړه درته درکړم

ها ابا دې چې راوړې

لږه پټه ما ساتلې

بيا کيسې ورته د پلار د بيا راتګ کړي

د ښايسته ښکلو جامو اورنګارنګه خوراکونو ))

دې کې يو په  بل پسې ماشومان خوب غېږه کې واخلي

موريې لږه شېبه نوره هم  چرتونو کې وي ډوبه

بيا راپاڅي

اودس  ــ  لمونځ د ماخوستن په بېړه وکا

دوعاوکا، زارۍ وکا او سر کېږدي

شېبه نه وي تېره شوې چې ټول کلی

يو غرار او يو توپان په مخه واخلي

لکه پورې دا غر ګوره

دومره لويه الوتکه

د زوړ کلي په تندي باندې ولاړه او غړمبيږي

په ټول کلي يو توپان دی

ته به وايې چې بامونه په هوا شول

په زړه لوگو وهلې

او وړه يوه کوټه کې

جوړ محشر دی

ماشومانو مورکۍټينګه ده نيولې

په ژړا دي په چغاپه واويلادي

يو جونګی لکه د اوښ صليبي راشي

په کاږه بدرنګ اوږدبوټ چې لکه آس پرې مېخ نالونه

زوړ ، ووړ  وره ته ګوزار ورکړي

له ګوزاره سره سم دماشيندارججوره تشه

شورخاموش شي غږ خاموشه

واويلاژړاخاموشه

پاس په بام يوه غلام افغان افسر ته

په پردۍ ژبه څه وايي

هغه خپل بېسيم کې غږ کړي

(( دوښمن مات شو ))

د زړې لوگووهلې

او وړې يوې کوټې له لخکي نه

توره وينه رابهيږي

د جومات په حويلۍکې

صليبيان افغانان ګډوډسره ناڅي

د تفتان يوسماوات کې

يوه پلار ته خوب ورځي نه

کله کېني کله پاڅي

کله کېني کله پاڅي

کله کېني کله پاڅي .

۲۳/۲/۲۰۱۰  ډنمارک