شېخ فريد ته پاړکی
13.11.2007 00:39شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله چې بهتري وي
داسې وخت کې نه چې ظلم – په کوڅه کوڅه جاري وي
داسې وخت کې نه وحشت چې – د پياوړو بيماري وي
داسې وخت کې نه چې عقل – له سرونو فراري وي
داسې وخت کې نه چې پايله – رسوايي ذلت خواري وي
شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله چې هوښياري وي
داسې وخت نه چې د جهل – په ولس کې سرداري وي
داسې وخت نه انسانيت چې – په قدرت په زرداري وي
داسې وخت نه چې له زهرو – مرمۍ ډکه د ښکاري وي
داسې وخت نه چې له مينې – د وګړو بيزاري وي
داسې وخت نه چې مشرق مري – د غربيانو سالاري وي
داسې وخت نه چې مخلوق ټول – يا بندي يا فراري وي
داسې وخت نه چې يو ناڅي – پر دا بل چې بمباري وي
شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله چې کراري وي
داسې وخت نه د سکوت رنځ – په وطن کې چې ساري وي
داسې وخت نه چې جلاد ته – د محکوم ملت زاري وي
داسې وخت نه چې مظلوم پړ – د ظالمو ملګري وي
داسې وخت نه چې نه عدل – نه انصاف برابري وي
شېخ فريده زه منمه – چوپه خوله وفاداري وي
داسې وخت نه چې په مينه – او وفا سوداګري وي
داسې وخت نه چې په دروغو – اشنايي، دوستي، وروري وي
داسې وخت نه چې حاکم دېو – په حريم کې د پري وي
شېخ فريده سکوت مات کړه – څو به دا خر تاخري وي
زور او ظلم ته سجدرې به – له الله به منکري وي
په فطنو پسې به درومي – کليوال وي که ښاري وي
مومنان به داړې واړې – په قدرت به ناست دهري وي
مرګ ترې سل ځله بهتر دی – چوپه خوله که اجباري وي
يو څه وايه که څه وشول – فيصله به د باري وي
چې د مرګ په خوله کې داد کا – هماغه د ژوند زمري وي
وظالم ته څه ويل هم – کله کله ناچاري وي
شېخ فريده د زور مل شوې – ستا به څه بېکسياري وي .